دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو فراه کې د ملي پوځ پر قرارګاه موټربم برید کړی

طالبانو فراه کې د ملي پوځ پر قرارګاه موټربم برید کړی

تاند  ( دوشنبه، د حوت ۱۸) د فراه د ولایتي شورا غړی وایي وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې د ملي پوځ پر یوه قرارګاه موټربم برید کړی دی.

د ولایتي شورا غړی شاه محمود نعیمي وایي، برید تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ دهزک کلي دوراهی سره د ملي پوځ پر قرارګاه شوی  دی.

نوموړی وایي د دې موټر بم برید په پایله کې د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

په ورته مهال د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع بیا وايي چې برید کې دوه سرتېري ټپیان شوي او دوه طالبان وژل شوي دي.

د فراه امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې ننګرهار لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مرستیال وژل شوی دی.

د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وایي، تېره شپه یې د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ ادوړ ساحې څنډلۍ کلي کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې ننګرهار ولایت لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مرستیال وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د یادو دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب