دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته...

خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

 تاند( دوشنبه، د حوت ۱۸) د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن اسلام اباد ته لاړ شي.

نوموړی به د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي.

خلیل زاد اوسمهال په دوحه کې دی او له دوحې وروسته به اسلام آباد ته ځي.

خلیلزاد داسې مهال اسلام اباد ته ځي چې تر دې وړاندې یې په کابل کې له افغان چارواکو او سیاسیونو او په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي.

نوموړي همدا راز له ځان سره د مذاکراتو لپاره د یوې نوې طرحې پیغام هم راوړی و او هغه یې له افغان او طالب مشرانو سره شریک کړی دی.

په ټوله کې د خلیلزاد وروستی سفر د افغان سولې په اړه مهم ګڼل کېږي او امریکا هم وایي چې خلیلزاد به په دې سفر کې د جګړې د ختمولو لپاره یوه جامع لار پلټي.

په ورته مهال هند هم ویلي چې امریکا ورسره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورسره اړیکه نیولې ده او د وروستیو تحولاتو په اړه یې بحثونه ورسره کړي دي.

د جي شنکر په وینا خلیلزاد ورسره تر ډېره پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو مسایلو او پرمختګونو بحث کړی دی.

شنکر په دې تړاو تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

خلیلزاد داسې مهال له هندي چارواکو سره خبرې کړې چې ټاکل شوې هغه د سیمې د ځينو هېوادونو له مهمو چارواکو لیده کاته ولري او د افغان جګړې د ختمولو پر لارو چارو به بحثونه ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب