دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونه"امريکا په افغانستان کې د ښځو وضعيت د ښه‌والي لپاره کار کوي"

“امريکا په افغانستان کې د ښځو وضعيت د ښه‌والي لپاره کار کوي”

تاند ( دوشنبه، د کب ۱۸ ) د مارچ اتمه د ښځو د پیوستو د نړېوالې ورځې سره برابره ده چې د افغانستان سربېره د نړۍ په ټولو هېوادونو کې نمانځل کیږي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده.

افغان چارواکو او عامو وګړو په خپلو ټولنیزو پاڼو د دغې ورځې مبارکیانې خپرې کړي او د ښځو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د کمېدو هېلې ښودلې دي.

د دې سربېره؛ په افغانستان کې د امريکا سفير راس وېلسن د مارچ اتمې د ښځو د پيوستو نړيوالې ورځې په وياړ په خپل ټوېټر ليکلي، امريکا په افغانستان کې جنسيتي برابرۍ ته ژمنه ده، په دې هېواد کې به د ښځو او نجونو وضعيت ښه‌والي لپاره کار وکړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما هم ويلي، د سولې په بهير کې بايد ښځو ته ونډه ورکړل شي او دا يو فرصت دی، چې د ټولنې د هرې برخې ښځينه مشرانې خپل قوت او پياوړتيا په ډاګه کړي.

دغه دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، افغانستان به هغه مهال د هر ناورين پر وړاندې ډېر مقاومت ولري، چې ښځې په لوړه کچه د تصميم نيونې په هر ډګر کې له نارينه‌وو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

دوی زياتوي، ملګري ملتونه د جنسيتي برابرۍ په تړاو د هڅو او د ښځو لپاره له ټولو هغو فرصتونو چې د دوی لپاره د رهبرۍ په کچه وي، غوښتنه کوي او په دې برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ښځو د ملاتړ سفیرانو ګروپ، چې د اسټرالیا، ډنمارک، کاناډا، اروپايي ټولنې، ترکیې او امریکا له  استازو جوړ دی وایي، روان کال په افغانستان کې ښځې له خورا ستونزو سره مخ وې، خو بیا یې هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او دوی به په دې برخه کې خپلو مرستو ته لا دوام وکړي.

دغه ګروپ په یوه خبر پاڼه کې زیاته کړې، ښځې په افغانستان کې له نا امنیو او جګړې ډېر زیان ویني، نو ځکه خو باید د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی کم شي او دوی پر مدني فعالانو، خبریالانو او ملکي وګړو بریدونه چې ښځې یې هم یوه برخه دي په کلکو ټکو غندي.

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. په پام کې ده، سږکال د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان هغو ۷مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکړي، چې د نورو مېرمنو د ژوند د ښه‌والي لپاره یې خپل ځانونه قرباني کړي دي.

د زړورو ښځو سږنۍ جایزه به په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون خبریالې ملالۍ میوند، د ملي امنیت ریاست جنسیت څانګې مشرې جنرال شرمیلا فروغ، په کندهار کې د محابسو اداره کې د پولیسو مخکینۍ افسرې فرشتې، د بشري حقونو کمېسیون کارکونکې فاطمې خلیل، قابله مریم نورزاد، پولیس افسرې فاطمې رجبي او په کاپیسا کې وژل شوې مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ ته ډالۍ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب