دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود: د پلار غوندې مقاومت کوم، سمنګاني: یانې امریکایان بیا غواړئ...

احمد مسعود: د پلار غوندې مقاومت کوم، سمنګاني: یانې امریکایان بیا غواړئ راولئ

تاند:( جمعه،د سنبلې اتلسمه)‏‏ ‏د افغانستان د یوه مشهور قومندان احمدشاه مسعود د وژل کیدو یوویشتم تلین نن په داسې مهال پوره شو چې د تېر کال په شان او د نورو ټولو کلونو برعکس په افغانستان کې د نوموړي د يادونې هیڅ مراسم ترسره نه شول.

احمدشاه مسعود، چې د شوروي خلاف د افغان جګړې له مهمو سرلارو څخه و، د ډاکټر نجيب د حکومت له سقوط وروسته ېې په افغانستان کې د یو شمېر جهادي ډلو مشري په لاس کې ونیوله.

مسعود له ګلبدین حکمتیار او نورو مخالفانو سره د واک په سر د کابل ورانولو له سختې جګړې سره پینځه کاله د ولسمشرۍ پر څوکۍ د خپل ګوندي رهبر برهان الدين رباني په ساتلو وتوانیده.

په ۱۹۹۵ کې د طالبانو له واکمنيدو وروسته،‌ هغه د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت مشري وکړه، تر دې چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر په اوومه د القاعدې ډلې له لوري ووژل شو.

د مسعود پلویانو او له هغې ډلې پخواني ولسمشر حامد کرزي نوموړي ته د کرزي د واکمنۍ د مودې د تمديد په بدل کې ۱۳۸۲ په بېړنۍ لویه جرګه کې د افغانستان د «ملي اتل» لقب ورکړ.

د مسعود يوازينی زوی احمد مسعود، چې اوس د پلار په شان د طالبانو خلاف د وسله والې مبارزې مشري کوي، د پلار د تلین په مناسبت په لنډ پیغام کې ویلي چې د پلار په شان به د طالبانو خلاف مقاومت ته دوام ورکړي.

د طالبانو د رسنيو د مرکز مشر مفتي انعام الله سمنګاني بيا د نوموړي په غبرګون کې ویلي چې د مسعود تېر ځل مقاومت هم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د راتلو سبب شو او دا ځل هم د دوی مخالفان د مقاومت په نوم د امریکايي ځواکونو د بیرته راتلو لپاره مبارزه کوي.

د طالبانو منتقدان بيا افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د راتلو دلیل د اوس په شان هغه مهال هم په نړيوالو او ملي تعاملاتو کې د طالبانو سرزوري او د نړيوال تروریزم په مرکز د افغانستان بدلول بولي.

2 COMMENTS

  1. دا خو ښکرور درواغ دي احمدشاه اوزګوړئ د روسانو د ک ګ ب وفادار جاسوس وه. هغه لکه رڼډۍ هر فالنګ ته د پیسو لپاره پورته کیدل. هغه څوک سي وایی اوزګوړئ د روس په ضد جنګیدلئ دا هسي د خلکو په سترګو ګوتې یښودل دي. احمدشاه اوزګوړئ د ث ای اې ای ایس ای ایران ک ګ ب په ساده ژبه به ووایو د سیمې د هیوادو جاسوس وه. جهنم یې ځائ ده د ټولو لعنتي مجاهل اشرارو او ددوۍ د چیچیان طالبانو. 😡

  2. له بده مرغه زمونګه مشران همدا کارونه کوی
    کرزی مړی اتل کړ . اشرف غنی دټلوالي له غړی عبدالله سره دوه سره حکومت جوړ کړ او 75 سلنه واک دعبدالله په اختیار کی وه …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب