یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد المپیک نړیواله کمېټه وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان...

د المپیک نړیواله کمېټه وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو سپورت په ځیر څاري

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د المپیک د نړیوالې کمېټې ريیس توماس باخ وايي، وروسته له دې چې له افغان ښځو سره یې د متفاوت چلند راپورونه ترلاسه کړل، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په غور څاري.

د المپیک نړیواله کمېټه له هغه مهاله چې د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې طالبان بیا واک ته رسیدلي او امریکايي پوځیان وتلي د افغانستان حالات څاري.

دې کمېټې ویلي، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو د خپل شریعت پر اساس په هر راز سپورت کې د ښځو ګډون، د هغو تعلیم او کار ناروا باله.

ښاغلی باخ وايي، د المپیک نړیوالې کمېټې طالبانو او د افغانستان د المپیک ملي کمېټې ته د لار نقشه ورکړې چې پر اساس یې باید ښځو ته د سپورت اجازه ورکړل شي.

ده زیاته کړه:«موږ دا د ملګروملتو په شمول له خپلو بیلابیلو شریکانو سره خورا په ځیر څارو.»

ده یادونه وکړه چې شریکان یې له خلکو د سوال او ځواب په بڼه معلومات ټولوي او په هغو کې اساسي پوښتنه دا ده چې طالبان د ښځو د سپورت په اړه څه فکر کوي او څه ډول چلند ورسره کوي.

د المپیک د نړیوالې کمېټې ريیس وویل، تراوسه پورې په کابل کې د طالبانو چلند له ولایتونو سره توپیر لري.

«په ځینو ولایتونو کې تر کابل ازادي ډېره ده، او زموږ د لارې له نقشې سره زیاته برابره ده.»

طالبانو د تعلیم په برخه کې هم یو شمېر ولایتونو، په تېره بیا شمالي ولایتونو ته زیاته ازادي ورکړې ده. په بلخ، فارباب، جوزجان، سمنګان، بامیان، دایکنډي، تخار او بدخشان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته هم زده کړو ته دوام ورکوي خو روانه اوونۍ چې د پکتیا د نجونو یوازې څو لېسې پرانیستل شوې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی حکومت په دې اړه پلټنه کوي چې دا لېسې د چا له لوري او په څه خاطر پرانیستل شوې.

د المپیک د نړیوالې کمېټې ريیس وايي:«په افغانستان کې د چارواکو چلند یو شان نه دی، څه چې موږ په وروستیو څو میاشتو کې دوی ته ویلي هغه دا دي چې موږ د کال تر پایه تاسو څارو.»

ده دا هم وویل: «وروسته به پر د ملګروملتو او نورو موسسو له سیستم سره سم د څارنې نتیجې وڅېړو او نهايي پایلې ته به ورسېږو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب