یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+مبارزه د مشهورو او که د ګمنامه میرمنو؟ 

مبارزه د مشهورو او که د ګمنامه میرمنو؟ 

یونس احمدزی

په تیر شل کلن جمهوریت کې له ټولو ناخوالو او بدمرغیو سره سره یوه له مثبتو ټکو پکې د ژوند په هر څانګه کې د میرمنو رغنده رول وو، میرمنې نه یوازې د حکومت په اډانه کې په لوړو او تصمیم نیوونکو څوکیو رسیدلې وې بلکې په خصوصی سکتور او نړېوالو ادارو کې یې د کار کولو رول له پامه نه شو غورځولی.

د نوی اساسی قانون په اساس دوی په محاکمو کې هم ونډه تر لاسه کړه که څه هم د میرمنو او نړېوالې ټولنې د قناعت وړ نه وه. په ولسې جرګه کې به د قانون په اساس ۲۵ سلنه حتمې له میرمنو څخه ټاکل کیدې همداشان په ولایتی شوراګانو کې هم مېرمنو غوښنه برخه درلوده په مشرانو جرګه کې هم د پام وړ څوکۍ میرمنو ته ځانګړی شوی وي او دوی به هم  په هر فورم کې د خپلو ونډو اخیستولو هڅې کولې، د نړیوالو بنچمارکونو په اساس د اداري اصلاحاتو کمیسیون مکلف کړل شوی وو چې ۲۷ سلنه میرمنی په دندو وګماري په ازموینو کې هم ورته ۵ نومری د جنسیت په اساس امتیاز ورکړل شوی وو. ټولو لویو جرګو کې یې هم پوره ونډه اخیسته ، د هیواد تصویری ، غږیزی او چاپی رسنۍ هم په دوی ښکلې شوې وې.

د نړیوالې ټولنې اکثریت مرستې د میرمنو د بیدارۍ په هکله توزیع کیدلې او اکثریت د میرمنو د حقوقو لپاره مبارزه کونکې میرمنی د (NGO) ګانو خاوندانې وې چې په میلونونه ډالر مرستې یې تر لاسه کړې د ټاکنو وخت به چې نږدی شو د دوی غږ به د حق او رایو اخیستلو په پلمه په تلویزیونو کې پورته شو چې مونږ د میرمنو د حقونو تعلیم، تحصیل ، کار او د هیواد په لویو مسایلو کې د خپلو حقونو غوښتونکې یو او د وروسته پاتې او بی سواده ساتل شوی قشر ته مبارزه کوو او په دې پلمه یې له نړیوالو ادارو سپین د پیسو چکونه او د هیواد له میرمنو رایې تر لاسه کولې، شاید له جهادی قومندانانو وروسته تر ټولو ډیرې میلونرانې همدا د میرمنو د حقونو غوښتونکې مبارزینی وې. نن چې د رښتینې مبارزې وخت راغلې اکثریت دغه تش په نوم مبارزینو له هیواده پښې سپکې کړی او هغه د تعلیم او زده کړو نجونې یې په تش میدان یوازې پریښودې. که دوی رښتیا ستاسو د حقونو جنګ کاوه نو نن یې د رښتیا ورځ وه نن باید په هیواد کې د ننه د هغو میرمنو تر څنګ دریدلی وای چې هره ورځ یی تالب په کور دننه او له هیواده بهر په هر میدان کې وارخطا کړی ده.

دوی په دې بهانه له هیواده ووتلې چې ژوند ته یې د موجوده حاکم نظام له خوا خطر پیښ ده حال دا چې په تیر یو کلن امارت کې د میرمنو د فزیکې حذف یوه واقعه هم نده پیښه شوې البته له تعلیم تحصیل او کار کولو ته یې ستونزی پرتې دي چې په هیواد کې پاتې بې تجربې میرمنو خپلې مبارزه جارې ساتلی او مرمیو ته یې خپل تن سپر نیولې چې د هیواد راتلونکې نسل او میرمنی به یی هیڅکله دا سرښندنې هیرې نه کړي.

په دې وروستیو کې همدغه له هیواده تښتیدلو (د ولسي او مشرانو جرګې پیو شمېر پخوانۍ وکیلانی) میرمنو چې یو ځل یې دلته په کور دننه د جمهوریت پر مهال میلیونونو ډالر میرمنو ته د مبارزی په نوم ترلاسه کړل او خپل جیبونو او بانکی اکاونتونه یې ډک کړل اوس یو ځل بیا یې له هیواده بهر سرونه پورته کړي او له ۵ ستوریزه هوتلونو د مبارزې چغې وهي تر څو بیا دوی له غربی هیوادونو څخه ډالر، یورو او پاونډ تر لاسه کړي. هیله مې دا ده چې د دوی په پستو خبرو نور ځانونه غلط نکړئ دوی ستاسې د مبارزی ملګرې نه دی دوی ته ډالر، پاونډ او یورو مهم دي او ستاسو د برحقه مبارزې له برکته  دوی بیا  په لوکسو او مجللو هوټلونو کې هره ورځ ډالر ترلاسه کوي او د شهزاده سرای په څیر په کې د دالرو یو بل ته تبادلې کېږی.

په هیواد کې د ننه مبارزه میرمنو!

ستاسې سرښندنې او مبارزې به حتما رنګ راوړی او همتاسې د دې هیواد اصلې بچیانې یې او په تاریخ کې به هیڅکله د میوند له ملالې کمې نه یادیږی ستاسی نومونه د دې جعلی مبارزینو په څیر لوی نه دي خو کارنامې مو له دوی ټولو لوړې دي. مبارزه تر هغه مهال جاری وساتئ چې د نیمروز څانګه د بدخشان عارفه د پکتیا تورپیکۍ د کندهار ښاپیرۍ د هرات صدیقه د فاریاب راحلې ته د تعلیم، تحصیل او کار زمینه براره کړئ.

د یوې داسې ورځې په هیله چې د هیواد هیڅ میرمن او نجلۍ د تعلیم او کارکولو له حقونو محرومه نه وي.

1 COMMENT

  1. مبارزه هغه ده چې دمادياتو دپاره نه وى که ماديات پکښې مطرح شوه دخپل کتار څخه جلا کيږې ، دپارلمان دوې درې دغه ډول ميرمنې زه پيژنم چي دنورو ښځو پر حق يې تيرى کړى دداسي کسانو سره يې ودونه کړى چي هغوي دوړاندى نه ميرمنې درلودي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی