شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ د افغان نجونو زده کړې د واک قرباني

 د افغان نجونو زده کړې د واک قرباني

لیکواله: مریم امرخیل   

د یوې ټولنې په پرمختګ کې د نارینه په اندازه ښځه هم د برابرو حقوقو مالکه ده لکه څنګه چې د بشر تکامل د ښځې یا نر څخه پرته نیمګړی دی همدغه شان د ټولنې پرمختګ او ژوند د ښخې له تعلیم او ټولنییز حیثیت پرته ناممکن دی 

موږ په داسې یوه زمانه کې ژوند کوو چې نور د ښځې او نر بحث کول د پیړیو شاته پاتې او شاربل شوې کلیشه یې خبرو کې راځي.اوس داسې زمانه ده چې  د انسان کاري ځواک او ځرکتیا ته کتل کیږي ننۍ نړۍ کې تعلیم د هر انسان لپاره دومره مهم دی لکه د انسان بدن چې بې اوبو څښلو نه شي پایدلې .تعلیم د اوسني انسان اصل او اساس دی. هغه وګړي چې بې تعلیمه لوییږي په اوسنۍ زمانه کې د هغوی شتون نه یوازې د ټولنې بلکې خپله هغوی ته لوی سرخوزی دی. 

افغانستان او زموږ په شان غریب هېوادونه چې لسیزو جګړو خوړلي د نړۍ په داسې یو عصر کې چې د ځیرکې ټکنالوژۍ خورا چټګ ګامونو سره زموږ منډې او ځغلیدل هم تر دوی رسیدل خورا ډېره سختي ګالل غواړي. باید دافغانستان په شان یو وروسته پاتې هېواد د خپل مزل یو ساعت هم بې ځایه تیر نه کړي او لا چټک ګامونه واخلي خو له بده مرغه موږ نه یوازې چټګ څه چې عادي تګ هم نه کوو، بلکې د خپل نسل د تعلیم او پرمختګ په لاره کې په خپله خنډونه رامنځ ته کوو. 

افغانستان په دا وروستیوکلونو کې د ښوونې او ورزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړ. خو بیا هم هغه څه چې باید د افغانستان ښوونې او روزنې وزارت تر سره کړي وای هغې هدف ته ونشول رسیدلی سره له دې چې نړېوالو هېوادونو او نورو بشري مرسته کوونکو موسساتو خپل ټول زور وازمویه، خو موږ تیر حکومت ګر م نشو بللې، ځکه تیر حکومت د معارف سیستم کې لویه او اساسي ستونزه د امنیت وه چې تر ډېره د نجونو ښوونځیو ته مخامخ وه . د افغانستان په ټولو ولایاتونو کې د نجونو ښوونځي یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې فعال وه او په ډېرو کمو ولسوالیو کې به یوه یوه لیسه فعاله وه چې هغو کې به هم یوازې تر نهم  پورې نجونو زده کړې کولې له هغې وروسته به یې کورنیو دغه نجونې له ښوونې او روزنې راګرځولې ځکه امنیت ددوی لپاره لوی ګواښ وه او یا به یې ښوونځي وسوځېدل دوی به په کورونو کیناستلې . اکثریت نجونو ونشول کولی د تعلیم حق تر لاسه کړي .

((له ۴۱۲ ښاري ناحیو او ولسوالیو څخه په څه د پاسه ۲۰۰ ناحیو او ولسوالیو کې یوه نجلۍ په لسم او تر هغه پورته ټولګیو کې نشته او ۲۴۵ ولسوالسو کې ان یوه ښځینه مسلکي ښوونکي نه لري 

یوولس میلیونه هېوادول اوس هم بې سواده پاتې دي او د لسو ولایتونو ۶۸ ولسوالیو کې ۶۲۱ ښوونځي د امنیتي ستونزو له امله نړلي دي.)) 

زموږ یوازینۍ لیسه په میدان وردګو ولایت کې د وسلوالو له خوا یو ځل په راکیټونو وویشتل شوه او په  پرلپسې ټوګه تر ګواښونو لاندې وه تر هغه چې په ۱۳۸۶ کال کې یې په تورو لمبو کې رڼه ډیوه د تل لپاره مړه کړه. هغه وخت زموږ په ښوونځي کې تر ۱۱۰۰ تنو نجونو زده کړې کولې، چې ټولې په کورونو کېناستلې، او د هغوی ټولې هیلې وسوځول شوې. داسې سلګونه ښوونځي وسوزیدل ، وران شول، او نور ډېر ښوونییز مرګزونه له زده کوونکو سره ګډ په بمونو والوزول شول. د نجونو مخونو ته تیزاب وشیندل شول، مسمومې شوې، د ښوونځي په لاره کې ترور شوې  چې په کې سلګونه ښځینه زده کوونکو او ماشومانو خپل ژوند دغه شان له لاسه ورکړ. د افغانستان د معارف سیستم خورا خونړیو پیښو او حالاتو سره مخ شو خو بیا هم د پام وړ بدلون رامنځ ته شو چې له بده مرغه اوس دا هم ړنګ شو او هره ورځ یې په اړه نوي د امر ثاني حکومونه ورکول کیږي

د اګست پنځلمسه او د نجونو د تعلیم په وړاندې د حاکمې ډلې له خوا بندیزونه:

د اګسټ په پنځلسمه چې حکومت ړنګ شو د نجونو تعلیم هم ړنګ شو او د حاکمې ډلې له خوا د نجونو په تعلیم بندیز ولږیده سره له دې چې د اسلام مبارک دین او شریعت د هر انسان په زده کړه تاکید کوي او په قرانکریم کې لومړی ایت چې نازل شو د اقرا مانا ولوله وه چې هلته ټولو انسانانو ته امر شوی. خو حاکمه ډله چې د اسلام او شریعت د تطبیق دعوه کوي تل ددې خلاف عمل کړی او بیا یې هم داسې دلایل چې زموږ په کلتور کې منطق نه دی راوړل او بیا په اسلام ټپل د دوی عادت ګرځیدلی.  خدای ج په قران مجید کې فرمایلي: قل هل یستوی الذین یعلمون والذین لایعلمون. ژباړه: ایا هغه کسان چې پوهیږي له هغو کسانو سره چې نه پوهیږي برابر دي ؟ نه هیڅکله نه 

همدارنګه زموږ خوږ پیغمبر محمد ص حدیث دی چې وایي: د علم زده پر هر نارینه او ښځینه فرض ده.

سره له دې ټولو ولې د اوسنۍ حاکمه ډله دا ټول شرعي حکومونو سرغړونه کوي، او که نه نو ولې بیا د اسلام نوم دوی کاروي؟ ولې داسې نه وایي چې ددوی حاکمیت د ټینګښت لپاره دغه چاره کاروي نه د اسلامي بناه په اساس

  د دوی تر ټولو لومړیتوب د نجونو د زده کړو درول وه چې هم د پوهنتون او هم د ښوونځيو نجونې په کور کینول شوې. پّه لومړیو کې د حاکمې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویل چې د لنډې مودې لپاره به دغه ښوونځي بند وي ځکه د معارف برخه کې یو لړ داسې مسایل شته چې هغه اسلامي او شرعي چوکات باید ورته جوړ شي، سره له دې چې د افغانستان خلک خپل کلتور هم د پت او ستر څخه جوړ دی. د ا.ا حاکمې ډلې ددې خبر په اوریدو سره ټولو افغانانو ذهني نارامتیا او پوښتنه راپیدا شوه چې د دوی لوڼو ښوونځیو ته تګ او جامه شرعي ده؛ د نجونو ښوونځي جلا، جامې او هر څه  منظم دي  نو دا به څنګه شرعي چوکاټ جوړیږي؟ چې لا هم د اتو میاشتو په پوره کېدو د حاکمه ډله پرې بریالی نشو، او نن ورځ د نوي تعلمي کال په پیل کېدو سره دغه خبره راپورته شوه چې جامې اسلامي او کلتوري نه دي سره له دې چې د جدې میاشت کې دوی خبر خپور کړ چې د نجونو ښوونځي به پیل کیږي خو بیا هم د اسلامي امارت واکمنان د بار بار ژمنو په څیر بې وعدې او تر څنګ داسې دلایل راوړل چې یو ماشوم هم پرې باور نشي کولی راوړل د ولس لپاره یو لوی ناورین او سترګو کې خاورې اچول دي. 

ټولنیزې، اقتصادي، کلتوري ستونزې  او محدودیتونه: 

زرګونه نجونې د کورنیو تاوتریخوالي سره مخ دي چې کورنۍ  یې په زور د هغوی ودونه په کم عمر کې کوي، یا یې په بدو او بدل کې ورکوي. د نجونو په حق تیری کیږي دلته یو اړخ زموږ ټولنیزې ستونزې دي چې بیرته د افغانانو د لوی قشر ښخو د تعلیم څخه بې برخې توب له امله رامنځ ته کېږي، ښځې که تعلیم وکړي نو هغوی کولی شي ټولنې ته سالم نسل تربیه کړي. چې سیدجمال الدین افغان د ښځې په تعلیم ټینګار کاوه ویل یې: که چیرته یوه زوی تعلیم وکړي یوازې یو نسل او که لور تعلیم وکړي نو پنځه نسله به مو روزلي وي. له همدې امله ده چې زموږ ژوند کې ټولنیز عدل او متوازن ژوند ګډوډ دی او هر څه کې مو خلک له ستونزو سره مخ کیږي کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی رامنخ ته کېږي. 

که بل خوا وګورو د افغانانو ژوند له اقتصادي پلوه ډير کمزوری دی چې هره کورنۍ کې به یوازې یو کس کاروبار کوي او یا به ځمکو او نور ډېرو کمو امکاناتو ژوند مخ ته وړي، دوی ان د خپلې لور چې د دوی ناموس او وینه ګڼل کېږي د هغې د خرڅېدلو او په هغې خپل ژوند سمبالښت نه شرمیږي او دغه د یوه بد دود په بڼه د کالونو جګړو او ناخوالو افغانانو ته په میراث ورپاتې شو چې اوس د ولور په نوم زموږ ټولنه کې عام دود ګرځيدلی. 

اکثره خلک په کلیوالو سیمو کې لور ته د انسان نه بلکې د مال په سترګه ګوري، ما څو ځله اوریدلي چې ځیني پلرونه یا د کورنۍ نارینه خپلو لوڼو ته د مازدا او ډاینا په نامه خطاب کوي یا که د چا لور ښکلې وي نو هغه کس د هغې په سر بریت تاووي ته به وایې کومه خزانه یې د سرو زرو په کور کې خښه ده، ان تر دې چې ځیني خو غیر مستقیم خپلې لوڼې بولۍ ته وړاندې کوي یا هم په مرکچیانو کې پرې چڼي وهل شروع شي چا چې ډير قیمت پرې کېښود نو نجلۍ د هماغه کس ده . ځیني نورې غریبۍ کورنۍ بیا خپلې لوڼې بدل کې ورکوي دلته مهمه نه ده چې چا ته قسمت کې څه راووتل بالکل د یوه مال په سترګه ورته کتل کیږي چې دغه ټولې ستونزې په وروستیو کلونو کې دجګړو او بېسوادۍ له امله زموږ په خلکو کې دود شوې.

یوازینی لامل یې په وطن  کې جګړې او ناامنۍ وې چې وطن کې یې د یوه لوی قشر ښځینه و د تعلیم مخه بنده کړې وه.

د حکومت د ړنګیدو او نوې حاکمې ډلې  په راتګ سره یوازې قرباني د افغانستان لوڼو  ورکړه او لا یې هم ورکوي 

په داسې حال کې چې  ژمنه یې  وکړه او ټولو نړیوالو ته یې دا وویل چې دوی به نور ښوونځي نه سوځوي، نور په ښوونځي په بمونو نه الوځوي او نجونې ته به ګواښونه نه ورکوي چې ښوونځي ته مه ځه. خو بیا هم دوی په خپله خبره ونه دریدل او د افغانستان د لوی شمیر لوڼو په وړاندې یې ځان وښوده چې دوی د نجونو دغه انساني او اسلامي حق د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره قرباني کوي او دوی دا وښودله چې دوی هم یوازې د خپل واک او قدرت د ساتلو په لالچ کې دي چې تر ډیره د اسلام له نوم څخه په خپله ګټه کار اخلي..

ښځه یې په اوله ورځ له دفتره وشړله، افغان ښوونکې یې له مکتبه وشړله او د هر هغه کسبه یې منع کړه چې هغې په کې  یوه ګوله حلاله مړۍ  خپلو بچوړو ته پیدا کوله. 

د اسلامي چوکات جوړیدلو او د بودیجې کمښت په نامه سره افغانه لور د اتو میاشتو راهیسې له تعلیمه بې برخې ده سره له دې چې نارینه زده کوونکو ښوونځیو ته ځي او د هغوی لپاره د بودیجې خبره نه ده مطرح خو ولې؟

اکثریت ښځه که په تاریخ کې هم ولولو نو موږ به ددغې ورکې انسانې څېره کې دلویو قدرتونو او امپراطوریو ټول وجود ووینو چې ددغې ښځې ټول قدرت او ځواک یې په خپل نامه  کړی دی. چې د حاکمه ډله هم د ښخې د تعلیم او حق څخه په نړیوال ستیج سیاسي ګټه پورته کړه  او ددوی په نامه یې تیر ځل د یو میلیارد ډالرو بودیجې غوښتنه وکړه چې همداراز دوی د اسلامي او شرعي چوکاټ د جوړیدو خبره په داسې وخت کې کوي چې ددې چوکات لپاره د افغانستان په سنتي او اسلامي ټولنه کې هېڅ منطقي دلیل نشته ځکه د افغانانو خپل دود او دستور  د پت څخه ډک او مالامال دی.

د معارف د قانون په نهه دیرشمه ماده کې راغلي چې د زده کوونکو هر ډول جسمي او روحي ځورول(حتی د هغوی د تادیب او اصلاح په منظور) بند دي. د سرغړونکي د قانون د حکمونو مطابق تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.

خو اوس د افغانستان د میلیونونو ښځینه زده کوونکو سره په ملي کچه ذهني ځورونه پیل ده چې خورا بدې پایلې به ولري.

چې د معارف د قانون له مخې د اسلامي، وطن پالنې، ملي یووالي، د خپلواکۍ د ساتنې او له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع، د ملي ګټو، نوامیسو او د افغانستان اسلامي  نظام ته د وفادارۍ د ورحیې پیاوتیا او د  زده کوونکو اخلاقي، عاطفي، ذهني، بدني روزنې او ټولنیزې روحیې وده او پرمختیا لپاره دغه ډول چاره لویه بې انصافي او جفا ده.   

ددې پرځای باید د پوهنې ودې او ترقۍ لپاره د هغو د مادي او معنوي همکاريو د جلبولو د زمینې برابرول ته کار شوی وای او لاندې برخو ته پام اوښتی وای یا واړول شي دا به د معارف برخه کې لوی پرمختګ وي.

بیسوادي له منځه وړل

 د وخت او حالاتو سم متوازن حرکت کولو ته منظم پلان جوړول 

حرفوي، مسلکي او هنري ښوونې او همدارنګه هغې ته لا وده ورکول 

د دوامداره او حیاتي تعلیم لپاره منظم کار کول

د ښوونیزو موسسو د اړتیاوو مطابق د کتابونو، لابراتوارونو، کلتوري مرکزونو، معلوماتي ټکنالوژي او سپورټي ډګرونو جوړول او ورزشي وسایلو برابرول 

د نجونو لپاره د ښخینه ښوونکو  او د هغوی په ظرفیت لوړونې، ښوونیزې سطحې پورته کولو باندې کار کول

په هغو سیمو کې چې شل کاله د جګړو له امله یې پر مخ د ښوونځيو دروازې بندې وې پرانیستل 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب