جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېد نجونو د ښوونځيو د غلطو محاسبو خطرناکې پايلې

د نجونو د ښوونځيو د غلطو محاسبو خطرناکې پايلې

لیکوال: هارون حکيمي

د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د غلطو محاسبو پر بنسټ خطرناکه پرېکړه ده.

۱-که د دین په نامه دا کار کېږي نو دا د خدای، د هغه د رسول او دیني ارزښتونو څخه سرغړونه ده. ممکن د هغه دین امر وي چي د پاکستان پوځ جوړ کړی دی او پر افغانستان یې په یوه بڼه خو په پاکستان کي یې په بله بڼه پلی کوي. چي دا بالاخره د اسلام په وړاندي حساسیتونه او ناسم درکونه راپورته کوي.

۲-که د کلتور په نامه دا کار کېږي، دا د افغانانو اصلي کلتور نه دی بلکې د کلتور هغه غلط پوهاوی دی چي عمران خان یې خپروي او افغانان د جهالت د دورې خلک معرفي کوي.

۳-که پر نړیوالو د فشار لپاره دا کار کېږي، نړیوالو ته د امارتوالو د عقل، وطندوستۍ او تدبیر کچه ټیټه ورمعرفي کوي او په مجموع کي ځان بې ارزښته کوي چي برعکس پایلي ترلاسه کوي.

۴-که د رسمیت پېژندلو لپاره وي، نو دا د دولت جوړوني او نړیوالو سره د یوه دولت د تعامل ترکچي کښته چاره ده چي برعکس پایله لري او نړیوال به یې د یوې تاریک فکره تروریستي ډلي په توګه وپېژني.

۵-که د خپلو ټیټ رتبه جنګیالیو سره د فاصلې وېره لري چي دوې لسیزي یې د ښوونځیو په تخریب د جګړې انګېزه ورکوله، ممکن ټولنیزو رسنیو د هغو ذهنیت ور جوړ کړی او دې ته چمتو کړی وي چي د نجونو ښوونځي وزغمي. خو که پخوا نه پوهېدل چي دوی د قدرت پر سر قربانۍ ورکوي او اوس وپوهېږي چي مشران یې د قدرت لپاره آن د معصومو نجونو چي دوی یې ویني راتلونکی بربادوي، ممکن په وړاندي یې ودرېږي.

۶-که دوی فکر کوي چي د نجونو د ښوونځیو موضوع د نړیوالو او کورنیو مخالفینو سره د مذاکراتو او چنو لومړی سرحد وټاکي او وخت یې ورضایع کړي لکه د سولي په مذاکراتو کي چي یې وخت واژه، دا فکر یې ځکه ناسم دی چي دوی ته دا مهال د حکومتولۍ بوج ور له غاړي دی.

۷-که فکر کوي چي د تخنیکي عذرونو او بهانو په وړاندي کولو به دا موضوع له خلکو هېره کړي، دا برداشت ناسم دی. ښوونځیو جوړ سیستم درلود او که یې د مهالوېشونو تعدیل ته اړتیا وه، اووه میاشتي ډېر وخت دی. خلک مذهبي روبوټان نه دي.

۸-که فکر کوي چي په تدریجي توګه به خلک د نجونو ددغه حق څخه پر شا سي، دوی اصلاً د انسان پېژندني او عقلانیت سره نا اشنا چلند کوي.

۹-که دوی ځانونه ټولني ته د آیډیالو په توګه ورمعرفي کوي او یا داسي نمونې وړاندي کوي چي د هغوی لوڼي او خویندي تعلیم نه کوي، دا څوک نه ورسره مني ځکه چي په بهنرنیو پوهنتونونو کي د طالب مشرانو لوڼي له هیچا پټي نه دي. آن د تېري دورې بېلګي یې خلکو ته په ډاګه دي.

۱۰-که دوی فکر کوي چي په دې توګه به په اوږده مهال کي د حکومتولۍ څخه د ښځو ونډه وباسي او ټولنه به یواځي د نیمي برخي لخوا اداره کېږي، دوی د افغانستان د انزوا او خپلي بقا ډېر هوايي فکر کوي. خلک یې د تېرو څو میاشتو راهیسي په ازمایښتي ډول ګوري چي دوی څه کوي او د ناڅاپي بدلون له سایکالوجیکي شاک څخه راوزي. که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دی.

د دې ټولو غلطو محاسبو پایله دین، ارزښتونو، افغانانو او افغانستان ته په سپکه سترګه کتل او د افغانانو خوارول دي. دا کار یې د خورا ځپل سوي ولس دردول او د خپل ځان په وړاندي کرکه زیاتول دي چي هم په ملي او هم بین المللي کچه ټولو ته زیان رسوي.

په وړاندي یې د دوی له منځه، په هیواد کي او په نړیواله کچه هره معقوله او سوله ییزه لاره تعقیبول پکار دي.

2 COMMENTS

  1. ټولو هر څه ولیکل؛اوه میاشتی لیکنې،وړاندیزونه،د طالب العلم،عالم او متخصص په ژبه لیکل او غږیدل؛هر څه وشول،خو اوسنی امراء ورباندی پوه نشول او داسی علما هم دوی کی نشته؛چې دی ډول امراوو ته محضاََ لله ،توصیه وکړی ،او دوی ته ووایی ؛دا ډول موقف ،تاریخ اسلام کی سابقه نلری او په ټوله اسلامی نړی کې دا درسره څوک نه منی ؛له ازهر تر دیوبند او د مکی او مدینی له جامعاتو نیولی بیا تر جامعه اسلامی ـ اسلام اباد پوری
    او پدی باید پوه شی چی په علمی او دینی مسایلو کی د جاهل او ظالم پنجابی استخباراتو متابعت ،حرام دی، ځکه هغه په فحشا او منکر امر کوی لکه چی ټولو ته معلومه او اظهر من الشمس ده ، او تیرو څلویښت کلو کی مستقیماََ او غیر مستقیم د کرایی علماوو په ژبه ویل شوی چی مکتبونه وسوځوی ،جوماتو کی انتحاری وکړی ،مجاهد علما او متخصصین شهیدان او د سر او کار سړی نه مو
    محروم کړی ؛دا ټول تخریبات د جهاد تر پردي لاندی د علماوو په لباس کی پنجابی استخباراتو وکړل ،تر څو د عالِم د فساد له لاری ،عالَم فاسد کړی
    موږ حسب تجربه دا ویلی شو چی د اسلام صادق او عالِم مجاهدین پنجابی استخباراتو بندیان کړی،ویشتلی ،او یا لکه مرد جهاد او علم استاد شهید؛یاسر رحمت الله علیه، په شان د هیرا منډیی
    د اولادی په لاس له ډیری شکنجی وروسته وژل کیږی ،او اوس موږ له داسی مخلوق سره په عذاب اخته یو ؛چی نه پر وړو شفقت لری او نه د مشرانو وقار او عزت پیژنی او نه اهل الذِکر او نه اهل د الهی اماناتو پیژنی ،جهان بینی او برنامه زندګی نلری؛هر څه باید د جاهلی تعصباتو،نسوارین ګرداب په امواجو کی ملوث؛اسلام،افغان او انسان ته پیغور جوړوی
    دنجونو د تعلیم او شرایطو مسئله د حجاب نه تر معلم پورې د ظاهرشاه نه تر اوسه منحیث کل کوم شرعی تخلف نلری؛ استثنایی یو فیصد متخلفین به وو ،چې اوسنی تخلفات د څڼورو ، عدم کفایت
    ،جاهلی تعصبات او انحصار سخت تباه کن او ګمراه کوونکی دی۰
    د رئیس الوزراء ،ملا باقی او امثالهم د تحقیر ډکو څرګندونو په ځواب کی باید ووایم؛افغانان مسلمانان او اکثریت یی د روسانو د یرغل نه رادیخوا مجاهدین دی؛چا د اسلام په لاره کی سر ورکړی،چا په توره،چا په قلم ،چا په مال،ژبه او خدماتو سره،حال دا چې هغه جهاد سخت ،خالص او استخباراتی پلید اثر ورباندی نسبتاََ کم وو۰
    بیا د ډی مومن ملت تحقیر چې د مور د زنا نه هم لویه ګناه ده ؛ملا باقی او نور یی ولی ترسره کوی؛
    ان کنتم تومنون بالله والیوم الاخر

  2. سلام
    برخورد امارت اسلا می با تعلیم وتربیه نسل جوان غیرعادلانه وانحصاری است. فراموش نه کنیم که ما درسده بیست ویک زندگی می کنیم:
    بشنو از نی چون حکایت میکند واز جدایی ها شکایت میکند.برخی ازدولت ها موازین حقوق بشر را برسمیت نشناخته ودست به تعقیب وپیکرد فکری شهروندان خویش میزنند.به عنوان مثال می توان از دولت های ایران٬ عربستان٬کوریای شمالی٬ زمبابوی وچین نام برد.
    افغانستان هم از کشور های است که بیش ترین تخطی های حقوق بشر دران تمرین شده است.عدالت انتقالی در دور بین دیده نمیشود.ازبرخورد تندروانه رژیم های سیاسی گرفته تا مسابقه گروهی وتنظیمی٬سمتی وزبانی افغانها را به یکی از قربانیهای مهم جهان مبدل کرده است.سازمان ملل هم از تاکتیک های ظاهری٬ بیرو کراسی درونی٬ خورد وبرد ٫ سازش دزدی وغارت در طول تاریخ فعالیت های خویش دریغ نکرده است.شما میدانید بنام حقوق بشر سیما سمر وبرخی از زنان جاسوس چه نکرد!
    نبود حاکمیت قانون درافغانستان باعث زور گویی ها ٬ هیاهوی فاقد دانش وبینش٬ اعمال بشر دوستانه ومسالمت امیز وهمه جانبه تعلیم وتر بیه می گردد. تعلیم وتر بیه نسل جوان به هیچ وجه به بن بست بیرحمانه کشانیده نشود وهیچگون بهانه نمی پذیرد.این تصیم عجولانه باید بزودی گرفته شود. درواقع تعلیم وتربیه دختران در مشروعیت نظام امارت سهم بارزی دارد زیرا حقوق بشر از شالوده ای از حقوق سیاسی ٫ مدنی٫اقتصادی ٬اجتماعی وفرهنگی است.ما به یک جامعه ارزشمند وجامعه مرفه ومدنی نیازمندیم .جقوق بشر بدون حاکمیت قانون بی معنا میشودوحاکمیت ملی حاکمیت قانون بوجود میاورد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب