Homeخبرونهد نجونو د ښوونځيو خلاف پریکړې پراخ غبرګونونه پارولي

د نجونو د ښوونځيو خلاف پریکړې پراخ غبرګونونه پارولي

تاند:(چهارشنبه، د حمل درېیمه) ‏د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه تازه پریکړه په په هیواد کې دننه او بهر له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دفتر «یوناما» د طالبانو دغه پریکړه د خواشينوونکې وبلله.

دې ادارې ويلي چې یادې پريکړې سخت انديښمن کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان دا پریکړه «ځورونکې» ګڼلې او ويلي، چې ورته اندېښمن دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې د طالبانو په دې پريکړې سخت خواشينی دی.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې د نجونو تړلي ښوونځي بېرته ژر پرانيزي.
.
د‌ طالبانو په خلاف د مقاومت ډلې یوه ویاند علي میثم نظري وويل، چې طالبان ښځو ته يوازې د «بنده او د یوه داسې موجود په سترګه ګوري چې یوازې د ماشوم د زېږولو لپاره دی.

هغه پر لویدیځو سياستوالو او خبريالانو حیرانتیا ښودلې، چې څنګه له طالبانو څخه نجونو ته د زده کړو د اجازې تمه کوي.
. ‌
‏د طالبانو پوهنې وزارت نن په هېواد کې د نجونو له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه عملي نه کړه خو ویې ویل چې د نجونو ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي:«هر کله چې په دي اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ‏به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.»

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د طالبانو ژمنه نن بايد پوره شوې وای.

د طالبانو يوې سرچينې تاند ته وويل، چې دا پریکړه پرون په کندهار کې د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په مشرۍ د دوی د مشرانو په غونډه کې شوې ده.

سرچينې وويل، چې طالبان په دې پریکړه غواړي نړيواله ټولنه تر فشار لاندې راولي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

1 COMMENT

  1. ط هيڅ هم نه ده او نه د انسانيت تمه تر ليدل کيږي دا هر څه پنجاب په قندهار کې ورته سپارلي او دوی په ټيټ سر په افغانانو مني، خو زه ډاډه يم چې د خلکو حوصله نوره په کمیدو ده او نه خلک غواړي چې ط سره ځان په يو ښيښه کې وګوري او نه ځان له ط خر،غول جهان ته ور پيژني. تعليم زموږ حق ده او نور د پنجاب اشغال نه منو او نه به آخر څوک ورته په ارامه کيني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...