سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې سلګونه زره نجونې د ښوونځيو له لارو نهيلې کور...

په کندهار کې سلګونه زره نجونې د ښوونځيو له لارو نهيلې کور ته ستنې کړل شوې

تاند:(چهار شنبه، د حمل درېیمه) ‏د طالبانو پوهنې وزارت په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه نقض او ویې ویل چې د دغو ښوونځيو درسونه تر امر ثاني پورې وځنډول شوې.

د طالبانو په اړونده اعلاميه کې راغلي:«هر کله چې په دي اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او داسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ‏به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.»

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د طالبانو ژمنه نن بايد پوره شوې وای.

د طالبانو يوې سرچينې تاند ته وويل، چې دا پریکړه پرون په کندهار کې د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په مشرۍ د دوی د مشرانو په غونډه کې شوې ده.

سرچينې وويل، چې طالبان په دې پریکړه غواړي نړيواله ټولنه د دوی د واکمنۍ د په رسميت پېژندلو لپاره تر فشار لاندې راولي.

د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د تاند خبريالانو ويلي چې سلګونه زره نجونې له څو مياشتيني تعليمي محروميت څخه وروسته په ډېرې خوشالۍ د ښوونځيو پر لور روانې وې، چې د طالبانو له نوي اعلان څخه خبر او نهيلې کور ته ستنې شوې.

د طالبانو نننۍ پریکړه د‌ افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

خلکو طالبان دروغجن، د افغانستان د ودې او خودکفا کیدو دښمنان او د بهرنيانو په اشاره د ورته کړنو عاملان ګڼلي.

طالبانو خلکو ته د خپلې دې وعده خلافۍ دليل نه دی روښانه کړی.

8 COMMENTS

  1. ټالیب مالیب استخباراتی نوم دی اصلی خبره د پښتون ځناور علم ضد ماهیت دی که داسی نه وي نن به یو لک خلک کندهار په موجونو کړی خو ولاکه لس کسه راووځي…

  2. د مسلمان ژبه او ژمنه باید ژمنه وي. وعده خلافی د منافقت نښه. طالبانو الله دې هدایت درته وکړي، څومره ناسمه پرېکړه مو وکړه.

  3. دو بیغیوروته، بی ایمانه، دپنونجاب غولومون
    پونجاب ورته وویلو چه دا کار ونه کړی

    دپردیو غلامونو

  4. بدبختی دا ده چې میاشتې تیری شوې او مکتب ته د نه راتګ تصمیم په ۱۲ ساعتونو کې اعلانیږي! وزارت د ژمي په خوب ویده او وزیر یې په اکوړه خټک کې خپل کورکې ناست وو!

  5. لعنت په طالب او طالبي فکر ، پنجاب یوازي د افغانستان اصلي دښمنان روزلي خو دا پسه ملت یوازي د دوي په پښتو ویلو او جعلي اسلام خطا وتلي دي

  6. موږ ویل ګوندی دا پښتون به لږ په دی شلو کلو کې بیدار او هوښیار شوی وی ، خو هماغه شی چی و هماغه شی دی

  7. وا افغانانو، نر کله به ددین په نوم په تاسې يو ملحد هيواد خپل منافقت او خپل دين مني، تر کله به د پنجاب ملا ستا د ښځې، ژوند برخليک ټاکي، تر کله به ته د ايران او پنجاب له غولو ډکې دوړې سګمو کې کشه وې، تر کله به ستا ښځه، لور او اولادونه پنجابي داکتر ته په کرښه کې وهل کيږي او بیا وروسته به ستاسو ناموس يو بې ناموسه داکتر لاس پې وهي، تر کله به د جهان خیرات خور يي، انسانيت درنه تللی، عقل در نه تللی. په خدای نور په افغانیت او د طالب له اسلام نه نفرت لرم. تر کله به دين د افغانانو قلف وي، دين خو درته ژوند اسانه کړای… راپورته سی خپل ژوند خپل کړی… مرګ دې وي د غیرت دې وي تر کله به داسې سپي ژوند وي…تر کله به پښتون نړي ته دا سپګن نور هم ټيټ او بې علمه ښيي؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب