جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهعمران خان بيا د افغانستان د ط حاکمانو په استازيتوب خبرې وکړې

عمران خان بيا د افغانستان د ط حاکمانو په استازيتوب خبرې وکړې

تاند:(چهار شنبه، د حمل درېیمه) ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان د اسلامي همکاریو سازمان د پرونۍ غونډې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان او په خاص ډول د طالبانو په استازيتوب خبرې وکړې.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پر افغانانو د خپلو غوښتنو له تپلو لاس واخلي.

هغه له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل: نړيوال دې له هغو کارونو ډډه وکړي، چې د افغانستان ملي واکمني ننګوي.

پاکستاني صدراعظم دا هم وويل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم نور بهرني بې پیلوټه الوتکې په افغانستان کې بریدونه نه شي کولای.

د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډه پرون په پاکستان کې پیل شوه، چې نن به هم دوام وکړي.

له دې غونډې څخه يوه ورځ مخکې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو پر عمران خان تور پورې کړ، چې خپله دنده نه شي تر سره کولای او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په رول کې څرګندېږي.

مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياستوالو هم پاکستان د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنې او په استازيتوب یې په نړیوالو سټيجونو کې په څرګنديدو تورن کړي وو.

عمران خان له نړيوالې ټولنې دا غوښتنې په داسې مهال کوي، چې افغانان په ټوليزه توګه خپله پاکستان د افغانستان په چارو کې په پراخو لاسوهنو او ان د طالبانو په وسيله د دغه هېواد په اشغال تورنوي.

طالبانو د عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو د نورو نا مسوولانه ويناوو په شان دغې وينا ته هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. د منت دارو که راکړي نه یې غواړم
    که علاج لره مې راشي مسیحا هم
    ( )
    وایي یوه بیغیرته ته چا وویل چې په مقعد کې دې ونه شنه شوې! هغه وو یل چې خیر دی سیورې ته به یې کښینم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب