جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ د خوښیو پسرلی/ محمدظریف عنایت زی

 د خوښیو پسرلی/ محمدظریف عنایت زی

هرکال د پسرلي په رارسېدو سره زما د ځوانۍ د خوښیو وروستۍ خاطره را په یاد شي. هغه مهال چې زه د پنځلسو کلونو وم، هغه وخت چې زما د ذهن په سمندر کې کورنیو او ټولنیزو ستونزو، کړاوونو، غم اوغوسې مفهوم نه درلوده ځکه مانه و آزمویلي، د کور د ستونزو او مسوولیت کوم احساس هم نه و راسره هغه د چا خبره د فیل په غوږ کې بیده وم، د ځوانۍ په جوش او خوښیو کې مې یوازې په خوښیو فکر کاوه خو د اخترونو او نوي کال په رارسېدو سره به زما خوښۍ دوه برابرې کېدې.
د ځوانۍ کلونه داسې تېرشول ته وا چې همدا پرون یا وړمه ورځ وه کله چې په خیالونو کې ډوب شم هغه هرڅه راته یو خوب ښکاري او د سینما د پردې په شان مې ټولې خوښۍ د ذهن له پردې تېرې شي.
خو هغه د نوروز ورځ مې بیا هیڅ وخت له یاده نه وځي چې په کابل کې مو کور و، د نوروز په ورځ سهار وختي مې مور له خوبه پاڅولم او له لمانځه اوسبناري وروسته مې نوې جامې واغوستې، له کوره ووتلم او له خپلو همزولو سره یو ځاي د کابل ښار د نوروز د جشنونو او میلو ځایونو لکه عاشقان اوعارفانو، خواجه صفا، دسخي صاحب زیارت، بابربڼ، د شېر دروازې او آسمایي غرونو لمنو ته ولاړو. په دغه هر یوه ځاي کې به دومره ګڼه ګوڼه وه چې تا به ویل د کابل ټول ښاریان پکې راغونډ شوي دي هرې خوا ته یوه عجیبه خوښي او ولوله وه، ماشومانو رنګ او رنګ نوې جامې اغوستې وې، د ډول ډول لوبو د سامانوغږونو ټوله فضا په سراخیستې وه له هرې خوا د سماوارونو لوګي له لیرې ښکارېدل، موږ هم څوځایه د همدې سماوارنو ترڅنګ کښیناستو او چاي او وچه میوه مو وخوړه، لنډه دا چې ټوله ورځ مو په خوښیو ټوکو او ټکالو تېره کړه ماښام مهال بېرته راستانه شوو ډېر ستړي شوي و، همزولي مې هم د ماښام ډوډ‌ۍ ته کور ته راسره راوستل.
زما مور به مېلمه ته ډېره خوشحالېدله تل به یې ویل مېلمه د خداي دوست دی، د مېلمه روزي له هغه مخکې د سړي کورته ورځي، څوک چې میلمه پال وي پرهغه کور د خداي رحمت وي او د کور برکت ورسره زیاتېږي.
 زما په باورهره مور د خپلو اولادونو د خوښۍ او هوساینې لپاره هرې ستونزه پرځان مني خو زه داسې فکرکوم چې زما مورله نورو میندو سره توپیردرلود کېداي شي دا زما خپل اخیستون وي ځکه ما چې په څلور پنځه کلنۍ کې خپل پلار له لاسه ورکړی و له هغه وروسته زما مور ما ته د مور مینې ترڅنګ د پلار مینه هم راکړې وه ما تر دې وخته د بې پلارۍ احساس و نه کړ مور مې هره ستونزه په ځان منله که څه هم اقتصادي ستونزې مو ډېرې لرلې خو بیا هم د چا خبره که له ځمکې و او که له آسمانه زما هره غوښتنه به یې پوره کوله په دې وخت کې چې زما د ځوانۍ پړاو و هغې به بیا هم زما د ماشومتوب د وخت په شان نازولم زما ټوله خوښي د مور په شتون کې وه ما د هغې په موجودیت کې د هېڅ راز کمي احساس نه کاوه، که څه هم زما مور نالوستې وه خو داسې لارښوونې به یې راته کولې چې پرهغوي د عمل کول د ژوندانه په ټولو برخو کې زما د بري سبب کېدې چې له هغې جملې میلمه پالنه اومیلمه ته خوشحاله کېدل دي.
په دې ماښام هم چې ما خپل همزولي له ځان سره د ډوډۍ لپاره راسره راوستل زموږ په کورکې نور میلمانه هم و چې له وطنه راغلي و، مورمې ډېره خوشحاله شوه ماښام ته یې وچه غوښه (لاندی) وریجې، او سابه پاخه کړل او داسې خوندوره ډوډۍ یې تیاره کړې وه چې هغه د چاخبره ګوتې ورسره خوړل کېدې. مور مې په هغه شپه تر ناوخته له وطنه راغلو میلمنو سره ناسته وه او ټولو له یوې خوابلې خوا خبرې او ټوکې ټکالې کولې.
خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې بل پسرلی زما لپاره نړۍ نیمګړی وه، هر لوری راته تورتم او هرڅه راته پیکه ښکارېدل نور نو ما هغه د تېر پ]سرلي خوښي نه لرله، نور زما هغې نږدې خواخوږې زه په دې دنیا کې یکي یوازې پراېښی وم ما به چې کله له دې مخکې له ځان سره فکر کاوه که مې یوه ورځ مورنه وي زه به څه ډول ژوند کوم خو اوس په ریښتیا هماغه وخت راغلی و، ما بیا هم ژوند کاوه هېڅ مې له لاسه پوره نه شول د لوي خداي تقدیر ته مې غاړه ایښې وه، ځکه دا فاني دنیا ده ټول انسانان یوه ورځ نه یوه ورځ هرومرو له دې دنیا د تل لپاره رخصت اخلي په همدې مې ځان ته مې تسلي ورکوله. هو! مورمې هم زما لپاره په زرګونه هیلې له ځان سره یوړې.
له هغې وروسته چې دا دی اوس نږدې شل کاله تېرېږي زما لپاره اخترونه او پسرلي هغه خوند، خوښي او ښکلی رنګ نه لري، نور نو زما د خوښیو پسرلی په خزان بدل شو، ځکه هغه څوک چې په ریښتیا د مور او پلار په قدر پوهېږي یوه شېبه هم د هغوي نشتوالی ورته ګران وي. مور د پنځون او انسانیت داسې لوړ نوم او بېلګه ده چې اخلاص، صداقت، ښکلا، مینه، محبت او لنډه دا چې ټولې ښېګڼې د هغې په وجود کې خلاصه شوې دي. هغه وخت د یوه نعمت په قدر او ارزښت سړی پوهېږي چې نشتوالی یې احساس کړي نو تاسو ته چې دغه لیکنه لولئ دا هیله درنه کوم چې د مور او پلار د هرې شېبې ژونده یې ګټه پورته کړئ، زړونه یې ترلاسه کړئ دعاګانې یې وګټئ، نیکي ورسره وکړئ او تر وروستي حده یې خیال وساتئ ځکه دا داسې مرغلرې دي چې بیا یې په هېڅ بیه نشئ پيدا کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب