جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+يو والی / رحمت شاه فراز

يو والی / رحمت شاه فراز

کتاب: د بدلون پر لور

هره ټولنه – هغه که پرمختللې وي او که وروسته پاتې – یو شمېر ارزښتونه پالي. اصلاً دا ارزښتونه په یوه ټولنه کې د ملا د تیر او پښتۍ رول لوبوي او ټولنه په همدې تکیه و ولاړه وي. د ټولنې هر وګړی مکلف وي چې دې ارزښتونو ته ژمن پاتې شي او سرغړونه ترې ونه کاندي.

خو په دې برخه کې د پرمختللو او وروسته پاتې ټولنو تر منځ یو څرګند توپیر وي، چې پرمختللې ټولنې هر وخت دې ارزښتونو ته ور ګرځي، پر هغو بیا کتنه کوي، سم او ناسم اړخونه يې را برسېره کوي، سمو ته يې دوام ورکوي او ناسم يې اصلاح کوي، وراسته او بېکاره ارزښتونه ایسته غورځوي او نوي ارزښتونه ور خپلوي. د هغوی د دې کار پایله مبهمه او یا ناڅیزه نه وي، بلکې د همدې کار له کبله دوی ته پرمختللې ټولنې ویل کېږي.

د دې برعکس، وروسته پاتې ټولنې خپلو زړو ارزښتونو ته ژمن وي او له همدې ارزښتونو سره خپل ژوند ته دوام ورکوي. دوی خپل ارزښتونه له تېرو نسلونو ور پاتې میراث او ګرانبیه پانګه ګڼي، او کله چې یو څوک پر دې ارزښتونو نیوکه وکړي او یا يې نیمګړتیا را برسېره کړي، نو بیا ډول ډول نومونه پرې ایښودل کېږي او د ځان پر وړاندې يې د پردیو توطیه ګڼي او په دې باور وي چې پردیو، له نیکونو او پلرونو څخه د ور پاتې میراث د له منځه وړلو او نابود کولو په موخه لومه ورته جوړه کړې. او د هغوی د همدې ناسم چلن مېوه دا وي چې تل له نورې نړۍ شاته پاتې وي او هېڅکله له هغوی سره د سیالۍ جوګه نه ګرځي.

د ټولنې د بقا، پرمختګ او ودې لپاره بویه چې ارزښتونه وخت په وخت بدل شي، د لرغونو وختونو ګرد او دوړې تر وڅنډل شي او ټولنه دې ته تیاره کړای شي چې په پراخه سینه د نوو ارزښتونه هرکلی وکړي.

له همدې زړو ارزښتونو څخه یو ارزښت چې زموږ د ټولنې هره طبقه – ملایان، د  عصري علومو پوهان، مشران، عادي وګړي… – او تقربیاً هر شخص يې په ډېر ټینګار یادوي او د هغه ارزښت په له منځه تلو اوښکې بهوي او د بېرته را ژوندي کولو لپاره یې چیغې او نعرې وهي، ((یو والی او اتفاق)) دی. که زموږ د ټولنې له یوه ماشوم نه هم وپوښتل شي چې زموږ د بدمرغیو او وروسته پاتې والي لامل څه دی نو بې له ځنډه به ترې واورئ چې: ((په موږ کې اتفاق نشته.)) خو که له یو چا نه پوښتنه وکړو چې اصلاً دا یو والی څه شی دی او د یو والي تعریف څه دی؛ بیا نو هېڅ ځواب ورته نه لري. په دې چې که یو والی دې ته وایي چې په یوه ټولنه کې یو دین، یوه ژبه، یو قوم، یو نسل، یو ذات، یو فکر او یوه عقیده شتون ولري، نو هغه ټولنې ته به متفقه او پر یو والي بنا ټولنه ویل کېږي نو داسې ټولنه د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم نه موندل کېږي. نو له دې ښکاري چې موږ د یوه داسې ارزښت غوښتونکي یو چې اصلاً یو ښکاره، غوڅ او څرګند تعریف ورته نه لرو او یوازې یې له نوم سره اشنا یو.

په هغه ټولنه کې چې هر وګړی يې عاقل، مخلص او فکرمن انسان وي، هلته د یو والي رامنځته کېدل یو ناشونی کار دی. ځینې مسلمانان د یو والي پر موضوع باندې د بحث پر مهال د نبوي او را وروسته دور مثال ورکوي چې د هغوی د پرمختګ او سوکالۍ لامل د هغوی تر منځ د یو والي شتون وو او د د دوی په اند که دا مهال هم هماغه یو والی رامنځته شي، نو اسلامي ټولنه به یو ځل بیا له هوساینې او سوکالۍ برخمنه شي.

خو که لږ تم شو او هغه ټول دور ته د علم او عقل په رڼو سترګو وګورو، نو لاندې څو ټکي مو مخې ته راځي:

الف) په نبوي ص دور کې د مسلمانانو پر یوه غږ را ټولېدل د هغوی ترمنځ د رسول الله ص د شتون له امله وو؛ خو دا باید له یاده ونه باسو چې دا همغږي او اتفاق هم یوازې په دیني و مذهبي امورو کې وو، له دې ور هاخوا، په دنیوي چارو کې فکري او نظري اختلاف د نبي کریم ص او صحابوو ترمنځ هم رامنځته شوی.

ب) کله چې نبي کریم ص له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه، نو د هغه مبارک ص له تکفین و تجهیز وړاندې لا په ثقیفه بنو ساعده کې د مسلمانانو ترمنځ د واک پر سر شخړه رامنځته شوه او د مسلمانانو د یو والي او اتحاد د خوبونو او هیلو هنداره ټوټې ټوټې شو.

ج) په را وروسته پېر کې هم د مسلمانانو ترمنځ همغږي او اتحاد د هغه مهال د قبیلوي نظام، ټولنیز جوړښت او مذهبي عصبیت له امله وو؛ که چېرته داسې نه وای، نو بیا ولې له قریشو څخه د خلیفه پر ټاکلو ټینګار کېده؟ د دې لامل دا وو چې هغه مهال د مسلمانانو لپاره تر ټولو غوره واکمن د قریشو د قبیلې یو تن کېدای شوی.

د) که چېرته د یوه واکمن تر قوماندې لاندې د مسلمانانو را ټولېدو ته د یو والي او اتحاد نوم ورکړو، نو اړیو چې لاندې دوه ټکي له پامه وغورځوو:

یو، په اسلامي نړۍ کې د یوه واکمن، واکمني د عثمان رض تر لومړنیو وختونو پورې وه، له هغه وروسته لومړی دا واکمني په وړو – وړو ټوټو ووېشل شوه او په دوهم پړاو کې د اندلس او بغداد په دوو سترو واکمنیو بدله شوه.

دوه، دا ډول د یوه واکمن تر چتر لاندې را ټولېدل یوازې د مسلمانانو ځانګړنه نه شو بللای، د نړۍ په هره برخه کې چې یو ټولنیز نظم رامنځته شوی، نو هلته په همدې ډول د واکمن امر ته په یوه لویه کچه لبیک ویل شوي.

له پورتني بحث څخه دې پایلې ته رسېږو چې د یو والي او اتفاق ارزښت یوه مبهمه غوښتنه او داسې خوب دی چې هېڅکله به پوره نه شي، ځکه په عملي ژوند کې د یو والي رامنځته کېدل او شتون یو ناممکنه کار دی. اصلاً دا امکان نه لري چې د یوې ټولنې ټول وګړي دې د یو ډول افکارو او عقایدو تر چتر لاندې ژوند وکړي.

اوس چې د دې ارزښت اصلي څېره په دې ډول ده نو څه پکار دي؟ د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی؛ په دې ځای کې هماغه د پرمختللو ټولنو چلند بویه چې کله د یوه ارزښت پالل ستونزمن، هغه ارزښت پخپل ذات کې مبهم او له مادي و معنوي اړخونو بې ګټې شي نو خپله ټولنه له هغه ارزښت څخه پاکوي او پر ځای يې نوي ارزښتونه رامنځته کوي. موږ ته هم پکار ده چې د یو والي پر ځای نوي ارزښتونه ولټوو او یو داسې دریځ ومومو چې په رښتیني معنا زموږ د سوکالۍ، هوساینې او پرمختګ لامل وګرځي.

د یو والي د ارزښت پر ځای کولای شو چې د یو بل د منلو، د یو بل افکارو او عقایدو ته د درناوي، زغم، په غوره او احسن ډول د اختلاف کولو، د یو چا په شخصیت او ژوند کې د کار نه لرلو او د اعراض په څېر ارزښتونه را خپل کړو.  یو څوک په کوم فکر ده، عقیده يې څه ده، د کوم دین او مذهب پلوی ده، شخصیت يې څنګه دی، پکار ده چې دې او دې ته ورته مسایلو سره هېڅ غرض ونه کړو، بلکې د هر چا فکر، نظر، شخصیت، دین، عقیدې، کلتور او ارزښتونو ته رښتینی درناوی وکړو او په درنه سترګه ورته وګورو. په ټوله کې باید خپل حد وپېژنو او په دې پوه شو چې که موږ د خپل شخصیت او فکر سپکاوی نه غواړو، نو لومړی باید د نورو د افکارو او نظریاتو درناوی زده کړو.

زموږ لویه ستونزه دا ده چې د یو والي غوښتنه به کوو، او بیا د یو چا په شخصیت پسې به بد او رد هم وايو؛ په یو والي پسې به ژړا کوو، او د یو چا په فکر، دین او عقیدې پسې به رشخند او ملنډې هم وهو؛ په یو چا ډول ډول ټاپې هم لګوو، د یو بل منلو ته په پوره اخلاص او مینه اماده هم نه يو، د یو بل د زغملو او منلو وړتیا هم نه لرو، د نورو له غیبت، چغلي او تجسس څخه به لاس هم نه اخلو، د نورو په شخصي ژوند کې مداخله او لاسوهنه به مو خپله په زړه پورې بوختیا هم ګرځولې وي؛ خو له دې ټولو سره- سره د یو والي په نشتون پسې به آه و فریاد هم کوو.

پکار ده چې دا خبره د یوه حقیقت په ډول ومنل شي چې یو والی د انسانیت په ټول تاریخ کې اصلاً وجود نه دی لرلی او نه هم د یو والي راتګ شونی دی. دا یو ناشونی کار دی او د هغو ارزښتونو چې په انساني ټولنه کې د نېکمرغۍ، نوښت او بدلون لامل ګرځي، د هغو د لارې یو ستر خنډ دی. او په دې برخه کې له هغو خلکو چې د یو والي نعرې اوچتوي باید دا پوښتنه وشي چې دوی اصلاً یو والی څه شي ته وايي؟ او آیا د یو والي لپاره یو بشپړ او غوڅ تعریف لري هم او که نه؟ او یو والی په کومه برخه کې باید رامنځته شي؟

دا خلک د وروستۍ پوښتنې په ځواب کې وايي چې زموږ د بدمرغیو تر ټولو لوی لامل دا دی چې له مذهبي اړخه یوه ډله نه یو او بې شمېره او ډول ډول فرقې رامنځته شوې، که موږ ټول یوازې یوه ډله وای نو بیا د یو والي راتګ اسانه وو او هغه وخت مو کولای شوی چې پرمختګ او وده وکړو. خو که دوی ته وویل شي چې د عیسویت دین په اوس وخت کې له ۲۵۰ زیاتو فرقو وېشل شوی، او په هېڅ هغه هېواد کې چې رسمي دین یې عیسویت دی دا ډول بدبختۍ او بدمرغۍ نه لیدل کېږي لکه اسلامي هېوادونه چې نن ورځ پرې اخته دي. حال دا چې په اسلامي هېوادونو کې خو یوازې د ۵۰ شاوخوا ډلې دي. د دې لامل څه شی ده؟ نو تاسو به وګورئ چې دوی يې په ځواب کې هېڅ هم نه لري؛ ځکه موږ نېکمرغي او هوساینه په داسې ځای کې لټوو چېرته چې له بدمرغیو او ناخوالو پرته د بل هېڅ شي څرک هم نه وي.

د دې پوښتنې چې نور اقوام ولې دومره هوسا او پرمختللي دي، ځواب ډېر ساده دی او هغه دا چې هغو خپل ارزښتونه بدل کړي. د هغوی ترمنځ که دیني یو والی نشته، نو د بلې ډلې او فرقې په یوه پیرو باندې د کفر او منافقت تور لګول هم نشته؛ که په هغوی کې فکري همغږي نشته، نو د یو بل فکر او نظر ته په سپکو سترګو کتل هم نشته؛ هغوی دا منلي چې په بشپړ ډول دیني، فکري، عقیدوي، ټولنیز او نظري یو والی رامنځته کېدل ناشونی دی او په دې يې ځان پوه کړی چې د انساني ژوند ښکلا په بېلتون، توپیر، ګڼوالي او تنوع کې نغښتې.

د دې یو ښکاره مثال لویدیځ دی. په لویدیځ کې اکثریت کورنۍ داسې دي چې په سهار سهار کې مور د بودا د مجسمې په وړاندې ولاړه وي او د بودایت له دین سره سم عبادت کوي. پلار يې په هماغه وخت کې په بېله کوټه کې د عیسی او مریم مجسمو ته شراب نیولي وي. خو زوی يې د موسیقۍ د اورېدو په حال کې له کور نه د پوهنتون په لور روانېږي. د زغم اندازه يې تر دې بریده وي چې پر یو بل د بې دینۍ او بې لارۍ ټاپې لګول یوې خوا ته کېږده، پر یو بل غرض هم نه کوي او دا یې منلي وي چې د کورنۍ ارامتیا لپاره یو والی نه، بلکې د یو بل منل او زغمل بویه. د دې پر خلاف، که موږ خپل حالت وګورو، په یوه کور کې دوه مسلمان وروڼه چې مور، پلار، خویندې او ټوله کورنۍ يې په یوه دین (اسلام) وي، یوازې له دې امله یو بل وژني چې یو یې د وهابیت پلوی وي او بل يې د حنفي مذهب! دا پېښه خو زموږ په هېواد کې د وژلو یو ډېر لوی لامل ده، دلته خو د ((یوازې)) یوه معمولي کلمه ورته کارول شوې؛ او بله دا چې په دې بېلګه کې د حق په پلوي کې یو ورور بل ورور وژلی یعنې یوه ورور غوښتل چې خپل دا بل ورور له باطلې! لارې راوګرځوي خو هغه يې خبره نه ده منلې ځکه قضیه تر دې ځایه رسېدلې. زموږ ټولنه له داسې پېښو هم برخمنه ده چې د یوه درېیم کس د حق او باطل په پرېکړه کې د زوی او پلار او دوو وروڼو ترمنځ داسې حالات رامنځته شوي.

د ټول بشري تاریخ له لوستلو او ځیرنې وروسته همدا په ډاګه کېږي چې جنګ، جګړه، د وینې بهېدل، د تورې او توپک اړتیا یوازې او یوازې هماغه وخت پېښه شوې چې کله د انسانانو یوې ډلې غوښتلي، چې ترمنځ يې یو والی او اتفاق رامنځته شي. که د دې پر ځای دوی د ځینو نورو ارزښتونو لپاره هڅه کړې وای، نو نن به هغه جنت ته چې الله تعالی يې راسره ژمنه کړې په تمه نه وو، بلکې همدا نړۍ به راته یو جنت ګرځېدلای وو.

د یو بل منل – هغسې څنګه چې هغوی دي – یو لوړ او اوچت انساني ارزښت دی، د دې ارزښت په خپلولو بشري ټولنه خپل اوج ته رسېږي او د دې ارزښت تر پښو لاندې کول د ټولنې د ځوړتیا پیلامه ګرځي.

***

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب