دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهادعا کېږي چې کابینې د هبت الله اخوند په حضور کې غونډه...

ادعا کېږي چې کابینې د هبت الله اخوند په حضور کې غونډه دایره کړې

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲ مه) د طالبانو د لوی مشر په اړه د شکونو له یو وار بیا څرګندېدو وروسته طالبانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په لومړي ځل د کابینې غړیو په کندهار کې د هبت الله اخوندزاده په حضور کې غونډه وکړه.

د طالبانو کابینه له معمول سره سم، د یکشنبو په ورځو په کابل کې د ملا حسن اخوند تر مشرۍ لاندې اوونیزه غونډه جوړوي خو طالب سرچینو ویلي چې د حمل په لومړۍ نېټه په لومړي ځل د کندهار په منډیګک ماڼۍ کې د شیخ هبت الله په حضور کې کابینې غونډه دایره کړه چې د سې شنبې په ورځ یې هم دوام وکړ.

د کابینې په غونډه کې ريیس الوزرا ملاحسن اخوند، د ريیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر، سراج الدین حقاني، دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، د مالیې وزیر قاري دین محمد، د کانونو او پیترولیم وزیر شهاب الدین دلاور، د افغاني سره میاشت ټولنې رييس مولوي مطیع الحق خالص، لوی څارنوال او نورو وزیرانو ګډون درلود.

په غونډه کې ډېر تمرکز په دې و چې د اوو میاشتو له تېرېدو وروسته د طالبانو حکومت ولې د نړیوالو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. کابینې پرېکړه وکړه چې باید نور ګامونه واخیستل شي چې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

د غونډې برخوالو په دې اړه هم خبرې وکړې چې په کابینه کې دې بدلون راوړل شي چې د طالبانو حکومت مشروعیت ترلاسه کړي. دوی د لویې جرګې په دایرېدو او ځینو نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې، هم ځینو نړیوالو او هم ډېرو افغانانو ویلي چې که طالبان غواړي چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، باید لومړی کورنۍ مشروعیت ترلاسه کړي. له ملي بیرغ سره د دښمنۍ په شمول د افغانستان له هویتي ارزښتونو سره د طالبانو مخالفت سبب شوی چې ورځ تر بلې ولس له دې ډلې سره مخالف شي او هغې ته د یوې بهرنۍ ایجنټې ډلې په سترګه وګوري.

راپورونه وايي چې ممکن طالبان ريیس الوزرا ملاحسن اخوند ګوښه کړي او پر ځای یې ملابرادر ريیس الوزرا وګومارل شي چې ګومان کېږي په تېرو دووو کلونو کې له لوېدیځوالو سره بلد شوی او د ملاحسن په شان د پاکستان تر ډېر اغېز لاندې نه دی.

طالب سرچینو په دې اړه هیڅ ونه ویل چې په غونډه کې د ملاهبت الله اخوند دریځ څه و.

په تېرو اوو میاشتو کې نه هبت الله اخوندزاده نه په تلویزیون کې لیدل شوی، نه یې کوم تازه عکس خپور شوی او نه یې کوم غږیز پیغام خپور شوی دی.

3 COMMENTS

  1. کوم هیبت الله؟ په ولاکه یا هیبت الله وی یا خیر الله ټول د پنجاب تولیدات دی. قریشی یی د خارجه سیاست نمایندګی نکوی؟

  2. نه ملا هيبت سته نه ملا غضب دا ټول درواغ دي د ای ايس ای مشر يا باجوه يې ملا هيبت ده.

  3. هیبت الله څو کاله پخوا مړ او د قچلاغ په یوه هدیره کې د تورو خاورو لاندي پروت دى. اوس به یې هډوکۍ هم خاوري سوي وي. ډیره عجیبه دي چې ترلیبان د مړو په موجودیت کې د کابینې غونډه دایروي. د ملا هیبت الله په نامه ټول فرامين د پاکستاني شمیری واتسپ له لارې ترلیبانو ته استول کیږي. دا شمیره د ای آیس ای په هغو دوه شبکو پورې اړه لري چې افغانستان کې فعالیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب