دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+متقي: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نشتوالی د افغانانو...

متقي: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نشتوالی د افغانانو حق تلفي ده

تاند:(چهارشنبه، د حمل درېیمه) ‏د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن د یوناما له مشرې دیبورا لاینز سره لیدلي.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ويلي چې په دې کتنه کې پر بشري مرستو او حقونو، انکشافي پروژو، بانکي سکتور، اقتصادي ودې او پر ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

سرچینه د مېرمن لاینز په حواله وايي، چې د امنیت شورا په تېره غونډه کې یې د افغانستان په اړه مثبت راپور وړاندې کړی چې دا د نوي حکومت د پرمختګ او لاسته راوړنو ښکارندويي کوي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د یوناما د ماموریت له یو کلن تمدید څخه تمه دا ده چې د افغانستان لپاره مثبتې پایلې ولري، د بشري مرستو ور ها خوا په سیاسي برخو کې هم اغېزمن ګامونه واخلي. په خبره یې د نوي حکومت په رسیمت پېژندلو، پر شخصیتونو او اقتصادي برخو کې د بندیزونو لري کولو سره به د افغانانو اساسي حقوق خوندي کړل شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وویل چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نشتون په کور دننه او بهر د افغانانو د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې ده او تر پښو لاندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری افغانان او نړيوال بيا طالبان د په زوره واک ته رسېدو او نظام شړولو له کبله طالبان د افغانانو د ننني وضعيت اصلي مسوول ګڼي او ترې غواړي چې د روان ناورين د حل لپاره افغانانو سره لویې جرګې ته کیني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب