دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط د ډاکټر غني وروستي پيغام ته په ملنډو ځواب ورکړ

ط د ډاکټر غني وروستي پيغام ته په ملنډو ځواب ورکړ

تاند:(سې شنبه، د حمل دويمه) ‏د طالبانو يو شمېر وياندويانو او مطبوعاتي مبلغانو د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني وروستي پيغام ته، چې د روان افغان ناورين د حل لپاره یې خپل نظرونه وړاندې کړي وو، په منلډو بدرګه کړ.

د طالبانو د واکمنۍ مرستيال وياند انعام الله سمنګاني، چې ډېر ځله په دري ژبه د دوی په استازيتوب خبرې او لیکل کوي دا ځل به پښتو ژبه د ولسمشر غني د تېرې شپې پیغام ته له ملنډو ډک غبرګون ښودلی.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي:« د نړۍ زوړ دویم ستر مپکر (؟) بیګاه بیا عجبه فلسفه بیان کړی، چې:که ته ووایی چه ته يې او زه ووایم چې زه یم نو نه به ته یې او نه به زه یم، او که زه ووایم چی ته یې او ته ووایی چې زه یم، نو هم به ته یی او هم به زه یم.»

د طالبانو يوه بل مطبوعاتي مبلغ قاري عبدالستار سعيد چې د چارو ادارې د مطبوعاتو رييس ټاکل شوی، په دې اړه داسې لیکلي دي:« ‏افلاطون به څه درانه خوبونه ویني:غیاث اللغات، فرهنګ عمید، معجم الوسیط او د لغاتو ټولو کتابونه وایي چې سوله او جنګ دوه سره متناقض لغات دي. یا د منطق او فلسفې په اصطلاح (مانعة الجمع و الخلو) لکه جفت او طاق.خو مفکر صاب بیګا وویل چې افغانستان کې نه جنګ سته او نه سوله.»

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي غني په ياد شوي پيغام کې د طالبانو د واکمنۍ په اړه کومه مشخصه نيوکه يا اشاره نه لرله او ټول افغانان يې يوې ملي روغې جوړې ته وبلل.

ډېرو افغانانو بيا په خواله رسنیو کې د طالبانو د پابنديو باوجود د ډاکټر غني د خبرو ځينې برخې خپری کړي او ملاتړ یې ترې څرګند کړی دی.

د ښاغلي غني د بيګاني پيغام جزییات دلته ولولئ:

ډاکټر غني د روان ناورين په اړه خپلې ارزونې او حل لارې اعلان کړې

5 COMMENTS

  1. ډاکټر صاحب ِغني: ته خو امریکا پر پاکستان مفت خرڅ کړې او بیا چي تا غوږ نه ورته نیوی نو په زور یې په تیاره کي کښېنولې او په اماراتو کي یې کښته کړې ستا وار تېر دئ ښه به وي چي دخل په معقولاتو و نکړې.

  2. ښه سو دنړی بیسواده مفکر له اسمانه راکښته سوی. پوره یوکال دده دورکیدو نه مخکی مو دلته او هلته ورته لیکل چی وخت حساس دی او امریکایان یی په ډاک هک او حیران پریږدی. ویل مو چی سوله وکړی او نخری پریږدی. خو ترڅو افغانان دخلکو وژلو ته تیار ول او يو څو کم اصل کسانو ښکنځل دده په ګټه کولی نو نه یی اسمان او نه یی زمکه پیزندله.
    اوس ښه سو چی دوی ډونګیږی او خلک به یی په … پسی هم نه خاندی. خدای دی دوطن دښمنان همداسی شرمنده کړی.

  3. غني ګل شرافتمندانه او با عزته سوله غوښتله خو داسې ونشول او بېچاره لنډغر د بې عزتې سولې سره مخ شول. هرررررررررررر

  4. ghani&talib booth are same shit
    what ghani did for nangarhar. nothing,
    talib just happy by power.
    we want to build one project in kamah for electricity.dame for gambiry.
    find jobs for NANGARHAR PROVINCE.

  5. د لوړنی ښونځی ناکام نیمه باسواده پدی څه پوهیږی ، چه فزیکی جنګ ،مخالفت ، د متخاصمو لوریو موجودیت، ناراضیتی او دایمی سوله ، ورولی ، او یوبل منل او نه منل ، ټول سره بیل بیلی معنا وی لری . ( که یو څوک ووایی چه ډوډی نه خورم ، نو دا معنی تل نلری چه هغه به موړ وی )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب