دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان د داعش ځپلو لپاره ط سره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه

پاکستان د داعش ځپلو لپاره ط سره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه

تاند:(سې شنبه، د حمل دويمه) ‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له نړيوالو وغوښتل، چې د داعش ډلې د ځپلو لپاره له طالبانو سره مرسته وکړي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د اغېزناکې ستراتيژۍ اړتيا ده.

پاکستاني وزير دا څرګندونې نن د هېواد په کوربه توب ېې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په پیل شوې غونډه کې کړي دي.

ياده غونډه سبا ورځ هم دوام لري.

دې غونډې ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي هم د مېلمه په توګه بلل شوی و، خو هغه له دې کبله ګډون رد کړی چې د یاد شوي سازمان په تېره غونډه کې د اسلامي هېوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره په ډله يیز عکس اخيستو کې د ودریدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

پاکستاني وزير په داسې مهال يادې څرګندونې کړي، چې طالبان په پرله پسې ډول د داعش ډلې د ځپلو ادعا کوي چې مخکې یې په دې برخه کې د امريکا او نورو هېوادونو د مرستو احتمال رد کړی و.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو پرون د دغه هېواد صدراعظم عمران خان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن او وویل، چې هغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په رول کې څرګندېږي.

طالبانو د وروستيو دغو موضوعاتو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. عجیبه نه ده؟
    په تېره پښتنی سقاوی دوره کی ( څوویشت کلونه مخکی ) طالب جان د تلویزیون او عکسونو سخت دښمن ؤ خو نن ورځ ور ته عکس دومره تقدس لری چی د عکس د اخیستو د نه اجازې له کبله ئې ځان مَرَوَر او حتی د پنجاب د خوږو او خوندورو مِټایانو د خوړلو څخه بې برخی کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب