Homeخبرونهتورخم ۲ کارګر ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی

تورخم ۲ کارګر ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی

تاند:(سې شنبه، د حمل دويمه) ‏په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي چې د دې ولايت تورخم ښارګوټي کې له فرضي کرښې ها خوا دوه افغان ماشومان هغه مهال شهيدان او يو ټپي شو چې د مڼو لېږدولو پر مهال د بار ټيلر ټيرونو لاندې راغلل.

په تورخم کې د طالبانو کمېسار مولوي غازي الله پر يادې پېښې خواشيني ښودلې او ويلي، چې په دې ښارګوټي کې سلګونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.

د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

معلومه نه ده، چې د پېښې عاملین نيول شوي کنه؟

په افغانستان کې د ماشومانو شاقه کارونه له پخوا څخه یوه جدي ستونزه ده، خو د طالبانو له واکمنیدو او د فقر او اقتصادي ناورين له شدت سره بېساری زیادښت پکې راغلی.

پرون د جلال اباد ښار په رینګ روډ سړک د یوې ټرافيکي پېښې له امله د څو ښځو په ګډون ۸ تنه وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...