یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي د مېلمه په توګه د اسلامي هېوادونو سازمان په غونډه کې...

متقي د مېلمه په توګه د اسلامي هېوادونو سازمان په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه

تاند:(سې شنبه، د حمل دويمه) د ط د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ته يوې نيږدې وېبپاڼې ويلي چې متقي په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو سازمان په نننۍ غونډه کې ګډون نه کوي.

 وېبپاڼې ويلي چې متقي په ياده غونډه کې د ګډون بلنلیک تر لاسه کړی، خو له دې کبله چې غونډې ته د مېلمه په توګه بلل شوی، له ګډون څخه ډډه کوي.

سرچینه زیاتوي، چې متقي دغې غونډې ته د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست رئیس محمد اکبر عظیمي په مشرۍ یو ټيټ رتبه پلاوی ور لیږي.

متقي څو مياشتې وړاندې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان فوق العاده غونډې ته د مېلمه په توګه بلل شوی و، خو د غونډې د ډله ییز عکس اخيستو پر وخت ورته
د غونډې د ګډونوالو په ډله کې د ودریدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د ملګرو ملتونو او ډېرو نورو مهمو سازمانونو په شان له دې کبله، چې نړيوال او هیڅ هېواد طالبان په رسميت نه پيژني، دوی په رسميت نه پيژني او د افغانستان د استازيتوب څوکۍ نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملا متقي په ځلونو- ځلونو ټينګار کړی، چې رسميت پېژندل دومره مهم نه دي، ځکه د ده په وينا ټوله نړۍ له دوی سره د یوه قانوني دولت په توګه تعامل کوي.

5 COMMENTS

  1. یو وخت همدغو عسیلامی ملکونو د ایسلام په نوم د افغانستان غړیتوب لغو کړی و چی ګویا افغانستان کی کوپری رژیم دی او افغانان یی عربی جهادونو خرتوبونه ته شکیرل… اوس چی عربی پنجابي خرتوبونو ثمره ورکړی او سوچه ۱۰۰٪ سپین عیسلام حاکم دی دوی پل وباسي
    یاره اربو چلتاریانو نوش جان موشه

  2. په رسمیت پیژندل هیڅ مهم ندی اوس لله الحمد هر طالب قوی وسله لری هر طالب ته دوه دوه رنجر رسیدلی دافغانستان ټول رنجران یو لک او شپیته زره دی او طالبان اتیا زره نو د هر چا دوه دوه رنجر شول، دطالب جان پخوانی دوره کی ټول دفترونه سپیره و ارګ یوه کنډواله وه چی سپیان هم پکی ویریدل او پکی نه ګرځیدل، جوماتو کی لا اوبه نه وی او سړکونه ټول کنډوکپر و هیڅ پول روغ نه و برق او د ځښلو اوبه نه وی اوس ټول دفترونه لوکس و فیشنی او سرکونه پاخه برق شته او ښه دیر جوماتونه جوړ شوی او مدرسی هم شتته چی وضوخانه او او اوبه هم لری او فرشونه هم لری لازاتی ښه ډیر نوی جاینمازونه هم پکی شته دا خو ښه خبره شوه نو رسمیت پیژندل څه معنی لری؟ پاکستان ته یو ټیټ صلاحیته کس هم ډیر دی که هغه هم لاړ نشی مهمه نده بلا د په کانفرانس شی

  3. بکستان همدی ته خوشاله دی چی به هر زای کی دافغانستان استازیتوب وکی. بنجابیان غواری چی افغانان هرسه کې دوی ته محتاج وی. داشلمه درجه مسلمانان دهندوو نمسیان اسلام دخبل مفاد لباره استعمالوی. دوی نه غواری چی افغانن هم ترقی وکا

  4. یو ملک چی د بل ملک پنځمه صوبه شی بیا نو رسمیت پیژندلو په ریښتیا هم ضرورت نشته. دا زړې پیسی به ټولی ختمی شی طالبان به بیا په دغو رنجرو کی تیل په څه اچوی، همدا اوس د طالبانو کونډی په یوې مړی ډوډی پسی بغاوری وهی ټول ملت مو له لوږی اومرض سره مخامخ کړی تاسی بیسواده او جاهله په رسمیت پیژندلو څه پوهییږی او تاسو ته څه اهمیت لری؟

  5. اوس خو یی بوا داران پوکستون ددو نومایندګی کوی، طولبان خو دپوکستون نوکوران دی

    موتکی تورکیه کښی دی….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب