دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهډاکټر غني د روان ناورين په اړه خپلې ارزونې او حل لارې...

ډاکټر غني د روان ناورين په اړه خپلې ارزونې او حل لارې اعلان کړې

تاند:( سې شنبه، د حمل دويمه) د افغانستان بې واکه شوي او جلا وطنه ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمريز کال په مناسبت يوه ويډيويي پيغام کې د افغانستان د روان ناورين د حل لپاره خپله اوه ماده ييزه طرحه اعلان کړه.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغانستان په یوه دوه لاري کې دی، چې هم د سولې ښه فرصت او هم د یوې خطرناکې جګړې پر لور یې بیولای شي.

‏بې واکه شوي ولسمشر وویل: «د حل یوه لاره شته چې د ملي وحدت، تلپاتې سولې، اقتصادی خوځښت، د ملي، منطقوی او نړیوال مشروعیت لاره ده؛ نو د دې لپاره اړتیا ده چې خپل منځي ملی بحث رامنځ ته کړو.»

‏هغه په ورته وخت کې خبرداری ورکړ: «افغانستان په یوه دوه لارې کې دی یا به د تېرو ۴۰ کلونو لاره تکرارېږي او د جنګ میدان به ګرځي یا به د نورو له‌خوا د افغانان د شمنیو د لوټولو شاهدان کېږو.»

‏ډاکټر غني وویل: «افغانستان هم ظرفیتونه لري، هم ملي شتمني چې کولای شوو په دې توګه له لوږې او اقتصادي بحرانه ووځوو.»

‏نوموړي له روان ناورين څخه د وتو لپاره لومړی دا اړينه وګڼله چې وضعیت باید تشريح او لومړيتوبونه واضح شي.

نوموړي زياته کړه: «وضعیت باید تشریح کړو چې لومړیتونه څه دي او نړیوالې مرستې په شفاف ډول څنګه مدیریت شي.»

ولسمشر غني دغه راز وويل، چې نرۍ نور پر افغانستان ډير تمرکز نه لري او افغانان بايد له خپلو امکاناتو او ظرفيتونو د ځان بسياينې غم وخوري.

د هغه په وينا په افغانستان کې جکړه درېدلې، خو سوله لا نده راغلې؛ نو ضرور ده چې ولس کې سوله راوستل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، نه کېږي چې څو کسان په قدرت کې وي، باید ټول سره راټول او شریک کړای شي.

‏د ده په وينا ملي مشروعیت اساس دی، ولس باید خپل راتلونکی نظام د ملي اجماع له لارې جوړ کړي، په دې سره کېدای شي چې ملي، سیمه‌ییز او نړیوال مشروعیت واخلو.

بی واکه شوي ولسمشر سپارښتنه وکړه، چې د بې‌طرفۍ لاره بايد ونیسو، او له نړۍ سره لوی پروژې عملی کړو.

‏د هغه د ارزونې په اساس، پخوانیو تجربو ښودلې چې د کار پر وړاندې امنیت خنډ و، که د امنیت ستونزه حل شي کېدای شي چې له خپلو منابعو ځان بسیا کړو.

له دې سره پخواني ولسمشر ټينګار وکړ، چې د اقتصادي ودې لپاره جوړې شوې طرحې يې بايد غني او ګڼه ترې واخيستل شي.

طالبانو او افغان سياسي لوريو د بې واکه شوي ولسمشر دغو څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر غني دغه پيغام د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.

3 COMMENTS

  1. غنی بابا دی جوړ اوسی. فقط دده طرحی افغانستان بسیا او افغانان خوشبخته کولای شی افسوس چی د ده پرمهال لنډغرو، یوی فاسدی حلقې او پاکستان ( پنجابی ګوډاګیانو) هغه کارته نه پریښود که نه اوس به پوره اباد و افسوس افسوس

  2. وحیدخانه ولې سترګې پټوې خپلې تېروتنې او جنایت په پرو پاګنده پټوې : غني به څه وېلې د چا تر څنګه به ولاړ وو ! څوک وو له غني سره ؟؟؟
    له غني ولې د معجوز ه جوړوې !! زه څو ورځې مخ کې په افغانستان کې ومه ! هلته امنيتي انسانان ټو ل افِغانان دي !!!!!!!!!!!!! نو دا خیالی پنجاب چېرې دی ! تهمت وېیل جهالت دی …..زما په زړه دي ، هغه وخت چې زه جاهل ومه ، هم به مې درواغ وېیلې او هم به مي کیفې پروپاګنده کوله !!

  3. په انګلیسی ډیر نه پوهږم لکه چی نوم دی دلبر یا بل څه دی خو زما مقصد دا و چی له غنی ډیر څه پاتی شو چی اوس امارت ته بکاریږی نو ځکه می ښه یاد که او لنډغر خو هم دغنی او هم د امارت مخالف و او دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب