دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهغني: امنیت راغلی خو سوله نه ده راغلې

غني: امنیت راغلی خو سوله نه ده راغلې

تاند(سې شنبه، د حمل ۲ مه) د افغانستان پرزول شوي ولسمشر اشرف غني د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ ملت ته په وینا کې له طالبانو ځینې مهمې غوښتنې وکړې.

ښاغلي غني د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته وضعیت ته په کتو ویلي چې امنیت راغلی خو سوله نه ده راغلې او پکار ده چې د یوې تلپاتې او عزتمنې سولې لپاره کار وشي.

ده پر طالبانو کومه نیوکه ونه کړه بلکې پانګوال یې وهڅول چې په هیواد کې امنیت شته او باید پکې پانګونه وکړي.

خو ښاغلي غني په عین حال کې وویل چې افغانستان د تاریخ په یوه داسې دوه لارې کې دی چې که له تاریخه درس واخیستل شي نو ښه لوري ته روانېدای شي او کنې هیواد به بیا څلوېښت کلنو جګړو ته ستون شي.

ده د محدودو کسانو په لاس د قدرت د انحصار پر ځای ملت ته د واک ورکولو غوښتنه وکړه، ویې ویل، که داسې ونه شي افغانستان بیا د یوې خطرناکې جګړې لور ته ټېل وهل کېدای شی.

پرزول شوي ولسمشر د افغانستان اوسني حکومت ته، چې د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، مشروعیت مهم وباله، ویې ویل چې باید د یوې داخلي اجماع له لارې مشروعیت ترلاسه کړي او ملت ته واک ورکړل شي چې راتلونکی نظام وټاکي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې د نظام د مشروعیت لپاره باید لویه جرګه دایره شي.

ښاغلي غني د نړیوالو مرستو د سم مدیریت کېدو ترڅنګ اندېښنه ښکاره کړې چې د نړۍ پام د اوکراین لور ته اوښتی نو افغانان باید په خپله لاس په کار شي:«که یو بل ومنو، د انحصار له سیاسته ځان خلاص کړو او له موجودو ظرفیتونو کار واخلو ملیونونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړو.»

ده د ښځو په ځانګړي ډول یادونه وکړه، ویې ویل چې هغوی تر ټولو زیاتې زیانمن شوي او باید ورته توجه وشي.

پرزل شوي ولسمشر له نړۍ او سیمې سره تعامل ضروري وباله او په راتلونکو سیمه ییزو لوبو کې یې د بشپړې طرفۍ غوښتنه وکړه خو له ګاونډیو هیوادونو سره یې د سترو پروژو د عملي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اشرف غني په باور تر مرستو پر داخلي عوایدو اتکا خورا مهمه ده:«یوه افغانۍ چي موږ یې خپله ګټو، د بل تر مرستې یې لس واره ارزښت ډېر دی.»

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو سر ه هممهاله اشرف غني متحده عربي اماراتو ته لاړ او ویل کېږي چې متحده عربي اماراتو ورڅخه غوښتي چې پر سیاسي مسایلو ډېر څه ونه وايي.

ښاغلي غني د واک له پرېښودو وروسته ډېرې ویناوې نه دي کړي.

طالبانو د اشرف غني د تازه څرګندونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. ،امنیت راغلې، خو د تالبانو په مبارکو لاسونو د افغانانو بی عزته کول، ځورول، وژل او ربړول شروع شوی دی او دوام لری.

    همدا راز د امیرالمومینین کرنل هیبت الله د فرمانونو باران په افغانستان کی په درز روان دی چی د افغانستان نه به د وچ کالۍ نښی نښانی ټولی ورکی کی.

    همدا راز په ارګ کی ددرغو یوه لویه فابریکه د تالبانو دورور هیواد پاکستان په مرسته لګیدلی او په کار يی شروع کړی او د پاکستانی شرعی درغو محصولات پکی پریمانه تولیدلیوی چی ډیر ژر به يی ټولی نړۍ ته صادرول شروع شی او افغانان به ددې اوسنۍ بدبختۍ او ناورین نه ډیر ژر خلاص کړی.

    همدا راز افغانستان ته د منصور احمد خان په شکل الهی نصرت او د خلاصون ملایکه راغلی چی تالبان يی اوس د افغانانو په کورونو ګرځوی چی برکتونه ورته وبخی او منګولی يی د برکتونو ډکی شی.
    حقانیان خو يی هر سهار د تبرک لپاره پدی ښکلی تندی ښکلوی چی ټوله ورځ يی د برکتونو ډکه وی.

    افغانان چی اوس هم شکر نه اوباسی نو دا به ډیر ناشکره خلک وی.

  2. امنیت راغلی خو سوله ته مفکر راوله. د لنډغرو او د هغوی د تاليڅټو لپاره په افغانستان کې ځای نشته. :کاروان تېرېږي – سپي غپېږي

  3. داسی نښې ښکاری چی غنی له لنډغرو او مفسدینو جدا حسابول کیږی او اوازی دی مشرانو هم منلی چی غنی به امارت سره اوږه ورکوی چی د امارت او افغانستان اقتصاد جوړ او د خارجیانو له منت خلاص شی خو مفسدین به موقع نه مومی غنی بهرنی مرستی هم راجاری کولای شی نو ځکه اوس په غنی پسی تبلیغات نشته او دی برخه کی احتیاط څخه څه چی له نرمی کار اخیستل کیږی . والله اعلم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب