ډیوه- بیجینګ
ډېری افغان ځوانان په چين کې زده کړې کوي، چې د دوی له جملې یو هم محمد حسن مخدوم زاده دی.محمد حسن مخدوم زاده د چين ان هوې ولايت د هه فې ښار صنعتي چارو پوهنتون محصل دی او دا یې اووم کال دی، چې په چين کې زده کړې او ژوند کوي. نوموړي څه موده مخکې د شانګهای د بهرنيو چارو مجله کې (د هېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم یوه مقاله لوستلې او وروسته يې خپل احساسات په يوې لېکنې(خلک باور لري، ملت هيله لري او هېواد قوت لري) کې ځای کړي دي. حسن د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې سره مرکه کړې ده. نوموړی وايي، چې چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ او تر خاصې لارښوونې لاندې ډېر پرمختګ کړی او د خلکو ژوند يې ښه او نیکمرغه شوی دی.
حسن په چين کې د خلکو ژوند له نژدې ليدلی او ليوالتيا يې ښودلې، چې د دغه هېواد د پرمختګ د لارو چارو په هکله معلومات تر لاسه کړي. هغه په لومړي ځل د شي جين پينګ په اړه يو کتاب (د شي جين پينګ اوه کلن کليوال ژوند) ولوسته او پوی شو، چې شي جين پينګ هم کليوالي ژوند کړی او د خلکو لپاره يې په زړه پورې خدمتونه ترسره کړي دي.
حسن په دې اند دی، چې شي جين پينګ په کلي کې ژوند او کار کړی او د کليوالو او بزګرانو ستونزې او مشکلات درک کولی شي، نو ځکه يې د کليوالو سيمو لپاره ډېر زيات ګټور کارونه تر سره کړي دي. ګڼ افغانان هم په کليوالو سيمو کې اوسي او د کليو پرمختګ د افغانستان لپاره حیاتي او ډېر مهم دی. حسن وايي، چې افغانان کولی شي، چې د چين د حکومت له تجربو ګټې واخلي او اوس هڅې کوي، چې د کليو د ادارې په اړه د شي جين پينګ نظریې راغونډې کړي او په دې اړه ډېر کتابونه ولولي.
نوموړي د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې ( دهېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم کتاب ولوسته. حسن د دغه کتاب د لوستلو په بهير کې د چين د تاريخ په اړه ډېر مالومات ترلاسه کړي او د چين کمونېست ګوند له پرمختګ سره يې ليوالتيا ډېره شوې ده.
نوموړی وايي، چې شي جين پينګ د چينايانو د نيکمرغه ژوند لپاره پلانونه جوړ کړي او ډېر ښه کارونه يې تر سره کړي دي. برسیره پر دې چين د نړيوالو د نيکمرغه ژوند لپاره هم ګټور پلانونه جوړ کړي دي. د ساري په توګه يې د يو کمربند او يوې لارې پلان یادولی شو او دغه پلان د زياتو هېوادونو اقتصاد په خوځښت راوستلی دی.
حسن وايي، چې هغه د چين په پوهنتون کې يو افغان محصل دی او دا یې درک کړې، چې د يو کمربند او يوې لارې پلان د افغانستان د پرمختګ لپاره څومره ستر اهميت لري او هيلمن دی، چې هيواد یې د دغه پلان له لارې د پرمختګ فرصت ومومي. حسن د شي جين پينګ ډېرې ويناوې اوریدلي او هغه ته يې ډېرې ژورې خاطرې وربښلې دي.
په چين کې د کمونېست ګوند او ولسونو تر منځ اړيکې څنګه دي؟
حسن د دې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هغه د شي جين پينګ د نظريو په اړه يوې ليکنې کې ليکلي، چې شي جين پينګ په خپلو ويناوو کې هميشه د چين د کمونېست ګوند او ولس پر اړيکو ټينګار کوي او وايي، چې د ګوند غړي بايد له خلکو څخه نظريې واخلي او د دوی لپاره باید خدمتونه وکړي او همدا د دغه ګوند اصلي او بنسټيزه کاري نقشه ده. د حسن په اند، د شي جين پينګ خبرې حقیقت لري، ځکه د چين کمونېست ګوند قوت د خلکو په باور رامنځته شوی او له خلکو سره ټينګې او نیغې اړيکې لري.
نوموړی د شي جين پينګ له دغې خبرې سره ډېره همغږي لري، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډون ته اړتيا لري. شي جين پينګ وايي، چې موږ بايد د مختلفو قومونو او ځايونو د خلکو ګډې نظريې راغونډې کړو او بېلا بېلو فرهنګونو او عقيدو ته باید درناوی وکړو او په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو.
حسن د مرکې په پای کې وويل، چې (د هېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم کتاب له لوستلو وروسته یې (په شيا من ښار کې د شي جين پينګ د ژوند) په نوم يو بل کتاب هم لوستلی دی. نوموړی وايي، چې هغه د داسې کتابونو د لوستلو علاقه لري او غواړي، له کتابونو څخه ګټورې تجربې او پوهه ترلاسه کړي، ځکه د هغه په وينا د شي جين پينګ د ژوند، کار او د ډيموکراتيکې نظريې او د زحمتونو د روحيې په هکله معلومات د ده د راتلونکي ژوند او کار لپاره ډېر ګټور دي.
نوموړی هیله مندي ښيي، چې په راتلونکي کې د خپل وطن په ډيپلوماتيکو چارو کې برخه ولري او د هيواد د پرمختګ اوږده لاره کې د چين ښې تجربې وکاروي او ګټه ترې پورته کړي. افغانستان به هم د اوسني چين په شان له هوساينې او سمسورتيا ډک وي.