شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د مینې څلور ډولونه

د مینې څلور ډولونه

کتاب: د مینې څلور ډولونه

ژباړه: رحمت شاه فراز

———

دوهمه برخه

زموږ لپاره د دواړه ډوله خوښیو ارزښت په دې کې نغښتی چې دغه دواړه تر کومه بریده زموږ د ((مینو)) پر ځانګړنو رڼا اچوي.

هغه تږی کس چې د اوبو یو ګیلاس يې په سر اړولی وي، ممکن له خولې یې دا خبره راووځي چې ((قسم په خدای، همدا مې غوښتل.)) ممکن هغه شرابې هم همدا خبره وکړي چې لږ مخکې یې د شرابو غوړپ کړی وي. دغه راز، هغه کس چې سهار د قدم وهلو پر مهال د خوږو مڼو پر باغ تېرېږي، ممکن ووايي ((اوه، څومره خوږ بوی دی.)) د شرابو ماهر هم ممکن تر خپل لومړني غوړپ وروسته همدا خبره وکړي ((دا ډېر غوره شراب دي.)) کله چې د اړتیا په خوښیو خبره کوو، نو موږ د ځان په باره کې په تېره زمانه کې خبرې کوو. خو کله چې خبره د ارزښت د خوښیو وي، نو موږ د هغه شي په باره کې په اوسنۍ زمانه کې خبرې کوو او علت يې واضح دی.

شکسپیر د یوه وحشي هوس خړوبتیا په دې ټکو کې بیانوي:

Past reason hunted and, no sooner had,

Past reason hated.

ژباړه: د هوس خوشالي لنډمهاله وي،
ډېر ژر په انسان کې د کرکې احساس را پاروي.

خو د اړتیا د خوښیو تر ټولو سپېڅلی او اړین ډول په خپل ځان کې یوه ورته ځانګړنه لري. هغه دا چې د دې خوښۍ د احساسولو په وخت کې موږ ترې کرکه نه کوو، خو دا خبره یقیني ده چې د دوی له منځه تګ ډېر ناڅاپي او په بشپړ ډول وي. د پخلنځي د اوبو نل او د شرابو جام دواړه ډېر زیات راښکونکي څیزونه دي، خو هغه وخت چې د وښو له رېبلو وروسته ستومانه او تږي راستانه شوي یو؛ خو شپږ ثانیې وروسته د دغو دواړو ټول جذابیت له منځه تللی وي. د پخېدونکو خوړو بوی تر خوړلو مخکې او وروسته ډېر زیات مختلف وي. او که مو اجازه وي، نو زه به یوه بله تر ټولو لویه بېلګه هم درکړم، آیا پر موږ کله داسې شېبې نه دې تېرې شوې چې (په یوه نوي ښار) کې د دروازې پر مخ د ((ښاغلیه)) کلمه راته لیکل شوي وي او له ډېرې خوښۍ مو زړه غوښتی وي، چې دغه شېبه په ګډا او نڅا ونمانځو؟

د ارزښت خوښۍ بیا ډېر زیات توپیر لري. دغه خوښي موږ ته دا احساس راکوي چې یو څیز نه یوازې زموږ حواسو ته خوښي او ارامتیا بښلې، بلکې له موږ نه ارزښت غوښتل خپل حق بولي. په دې اساس، د شرابو ماهر له خپلو شرابو یوازې داسې خوند نه اخلي، لکه د خپلو یخو پښو له تودولو يې چې اخلي. بلکې نوموړی دا احساسوي چې زما په لاس کې داسې شراب دي چې زما د بشپړې توجه مستحق دي؛ او داسې شراب دي چې هغه ټول روایت او مهارت توجیه کوي چې په پایله کې يې دغه شراب جوړ شوي، او د هغو ټولو کلونو توجیه کوي، چې په ترڅ کې يې د شرابو د ماهر د ذایقې حس د دې جوګه کړی، چې اوس د شرابو په هکله قضاوت وکړي. حتی د نوموړي ماهر په چلند کې د خیرخواهۍ یوه ځلانده رڼا برېښي. دی غواړي چې شراب باید په ښو شرایطو کې وساتل شي، نه یوازې د ده د خپل ځان لپاره، بلکې که نوموړی د مرګ په بستره هم پروت وي او بیا به هېڅ کله هم شراب ونه څښي، نو بیا به يې هم په دې فکر وېښتان زیږه شي او د وحشت احساس به وکړي، چې دغه ګرانبیه  شراب توی شي او یا خراب شي او یا یو داسې بې ذوقه (لکه لیکوال) شرابي يې وڅښي چې دومره مهارت هم نه لري، چې ښه شراب له بدو توپیر کړي. هغه انسان هم په همدې ډول دی چې د مڼو د باغ په خوا کې تېرېږي، دی یوازې خوند نه ترې اخلي، بلکې دا احساس ورسره وي، چې دغه بوی د دې مستحق دی چې خوند ترې واخیستل شي او که چېرته په بې پامۍ او ناخوښۍ کې يې تر څنګ تېر شو، نو ځان به ملامت بولي او دغه کار به ناوړه او بې احساسه ورته برېښي. نوموړی به دا یو شرم ګڼي چې دومره یو لطیف څیز پرې ضایع شوی دی او دغه شېبه به يې کلونه، کلونه په ذهن کې پاتې وي او په دې به خفه وي چې پوه شي چې هغه باغ چې دی یوه ورځ پرې تېر شوی وو، اوسمهال يې پر ځای سینماګانې، د موټرونو ګیراج او یا نوی سرک جوړ شوی دی.

په دې کې شک نشته چې له علمي پلوه دواړه ډوله خوښۍ په موږ پورې مربوط دي. خو د اړتیا خوښۍ په ډېر زور دا ادعا کوي چې د دې خوښۍ نسبت یوازې تر انسان پورې نه دی بلکې په یوه مؤقتي شرط پورې هم تعلق نیسي، او تر هغه ځانګړي شرط ور اخوا زموږ لپاره اصلاً معنا او ګټه نه لري. هغه څیزونه چې موږ ته د ارزښت خوښي را بښي، دا احساس راکوي– دغه احساس که منطقي وي یا غیر منطقي– چې په یو نه یو ډول دغه خوند پر موږ حق لري چې لذت ترې واخلو، توجه ورته وکړو او ویې ستایو. د شرابو یو ماهر وايي ((دا به یوه ګناه وي چې دا ډول شراب د لوویس مخې ته کېږدې.)) همدا رنګه، موږ پوښتنه کوو ((ته څنګه د دې باغ تر څنګ په داسې حال کې تېرېدلی شې چې بوی ته یې هېڅ پام ونه کړې؟)) خو موږ د اړتیا د خوښۍ په هکله هېڅ کله دا ډول احساس نه لرو؛ یعنې هېڅ کله خپل ځان یا نور د دې لپاره نه ملامتوو چې ولې تږي نه یو او یا دا چې ولې د یوه څاه ترڅنګ بې له دې چې اوبه ترې وڅښو، تېر شوي یو.

دا چې د اړتیا خوښۍ په څه ډول زموږ د اړتیا د مینې څرک را کوي، په کافي اندازه روښانه ده. د اړتیا په مینه کې موږ، ((محبوب)) د خپلو اړتیاوو په رابطه کې وینو، کټ مټ هماغسې لکه یو تږی انسان چې د اوبو نل ویني او یا یو شرابي د شرابو جام ته ګوري. او د اړتیا مینه هم د اړتیا د خوښۍ په څېر تر اړتیا ډېر ژوند نه کوي. خو له نېکه مرغه دا په دې معنا هم نه ده چې ټول هغه رغبتونه چې د اړتیا په مینه پیلېږي، مؤقتي او انتقالي بڼه دې ولري. کېدی شي چې اړتیا په خپل ذات کې یا دایمي وي او یا مهالنۍ وي او یا کېدی شي چې د اړتیا مینه د یوې بلې مینې په زیاتوالي تر ډېره پورې وغځېږي. اخلاقي اصول (جنسي وفا، تقوا، مننه او داسې نور) ممکن یوه اړیکې ته د ژوند تر پایه پورې بقا ورکړي. خو په کوم ځای کې چې د اړتیا مینه بې مرستې پرېښودل شي، بیا نو د دې تمه ډېره سختېږي چې د اړتیا تر ختمېدو وروسته دې هم هغه مینه پاتې شي. له همدې امله نړۍ د هغو میندو له ژړاوو او شکایتونو ډکه ده چې زلمي زامن يې له پامه غورځوي او دغه راز نړۍ د هغو مېرمنو فریادونو په سر اخیستې چې د میینانو مینه یې سوچه اړتیا وه – چې دوی یې هغه اړتیا ور خړوبه کړې ده. البته، له خدای سره زموږ د اړتیا مینه په یوه مختلف مقام کې ولاړه ده، په دې چې خدای ته زموږ اړتیا او احتیاج هېڅ کله پای نه مومي، نه په دې دنیا کې او نه په بله دنیا کې. خو د دې اړتیا په باره کې زموږ اګاهي دغه اړتیا ختمولی شي، چې له دې سره د اړتیا مینه هم مري. ((شیطان ناروغه وو، یو راهب به شیطان وي.)) د داسې کسانو د تقوا او دیندارۍ په هکله خبرې کول هېڅ لامل او دلیل نه لري چې د ((خطر، اړتیا او نعمتونو)) د زوال او ختمېدو وروسته يې دین هم ورو، ورو له منځه ځي. دوی ولې رښتیني نه وو؟ ځکه چې دوی ناهیلي وو او د مرستې لاسونه يې لپه کړي وو. اخر، څوک يې نه کوي؟

هغه څه چې د ارزښت خوښي یې څرک را کوي، سمدلاسه نه شي واضح کېدی.

تر ټولو له مخه، د ارزښت خوښي زموږ د ښکلا د کاملې تجربې لپاره د پیل ټکی دی او دا ناشونې ده چې داسې یوه کرښه وباسو چې تر هغه لاندې خوښۍ ((حسي)) او تر هغه بره خوښۍ ((جمالیاتي)) وګڼو. د شرابو د ماهر په تجربو کې تر مخ لا د تمرکز، قضاوت او منظم ادراک ګڼ عناصر شامل دي چې اصلاً حسي نه دي؛ البته د موسیقي پوه تجربې داسې عناصر لري چې حسي جنبه لري. په دې اساس، د یوه بڼ د خوشبویانو د خوښۍ او د یوې منظرې (یا ښکلا) یا آن د هغو شاعرانو او انځورګرانو د لذت ترمنځ اصلاً پوله نشته چې له دې منظرې سره تعامل لري، بلکې ترمنځ یې یو نامريي تسلسل موجود دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب