یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+خدای پاماني/ عزیزالله انیس

خدای پاماني/ عزیزالله انیس

     سترگي مي پرانیستې. رڼا راخوره شوې وه، خو لمر لا نه ؤ راختلی. د دواړو لاسونو ګوتې مې په ګوتو کې ورکړې، لاسونه مې هوا ته پورته کړل، ځان مې سر کش کړ. ناڅاپه مې سپین کاغذ ته پام شو، پر بالښت اېښی ؤ، ورباندې لیکل شوي: د خدای په امان!. حیران شوم، چې په دې شپه کې څوک ولاړل؟ کاغذ مې پرانیست، په کې لیکل شوي وو:

ستا سر ته ناست یم، لیک درته لیکم. غوښتل مې راوېښ دې کړم، خو ته داسې وېده یې چې زما هېڅ غږ نه اورې. که زما په ځای بل څوک وای، ممکن خفه شوي وای. خو زه نه خفه کېږم. زه ستا ښوونکی یم او ښوونکی د زده کوونکو تېروتنې بښي. زه درڅخه ځم. یو سات وروسته خپل مزل پیلوم. په توره تیاره کې ځکه ځم چې لاره اوږده ده، مخکې له دې چې رڼا راخوره شي، ما باید په یوه اندازه مزل کړی وي. خلک هسې هم ټول وېده دي، په داسې وخت کې تګ اسان و.

غوښتل مې تا ته هغه څه دریاد کړم چې در زده کړي مې دي، ځکه زه بیا نه راګرځم. دا ټول موضوعات نشم لیکلی، خو مهم یې درته لیکم:

• هېڅ ملګری دې د ورور ځای نشي نیولی، خو ته بدبخته یې چې ورور نلرې او هېڅ ملګری دې تر مرګه ملګری نشي پاتې کېدلی، هر وخت امکان شته چې یو ښه ملګری دې له لاسه ووځي. د ملګري علمي او موقفي پرمختګ هم ستا ملګری له تا لرې کولی شي. د دې لپاره باید ته د هغه سره یو ځای پرمختګ وکړې.

• د خپلو افکارو لپاره ناندرۍ وهل نه دې په کار. که خپل افکار درباندې ګران وي، یوازې ګټې او جوړښتونه یې بیان کړه.

• تا غوښتل د ټولنې ټول وګړي ستا په څېر فکر وکړي، که هغوۍ نه پوهېږي، ته یې باید ژر پوه کړي. خو ما در زده کړل چې د دې ټولنې ژر بدلول امکان نلري، باید په قرار قرار بدلون ته لاره هواره کړو. که یې ژر بدلون وغواړو، د اکثریت له عکس العمل سره مخ کېږو، چې همدا په ژوندوني مرګ دی.
• هر څوک په بحث نه ارزي.

• هر چا ته خپل ارمانونه او اهداف بیانول د ځان سپکاوی او ریشخند کول دي.

• د تشویق په تمه مه اوسه. په اوس کې هغه خلک کم دې چې ستا په ارزښت وپوهېږي، په دې کمو کې ځینې نغواړي چې ستا ارزښت خلکو ته په ډاګه شي او ځینې نور ستا د تشویق اړتیا نه احساسوي، نو ځکه ستا د تشویق خلک په نشت حساب دي.

• په ملي او ټولنیزو مسایلو کې ستا پلټونکی حس له وطن او د وطن له خلکو سره مینه ده او دا مینه باید هېڅ وخت کمرنګه نشي.

• ستا اولادونه باید ځانګړی شناخت ولري، داسې نه چې خلک یې ستا په نامه وپېژني. هغوۍ باید خپلې لارې او خپلې لاسته راوړنې ولري.

• افکار او ارزښتونه د خرڅلاو شی نه دی، چې موږ یې د دندې او نورو مالي توکو په مقابل کې وپلورو.
• د ځان په اړه ډېر کم وغږېږه، خاصن په ټولنیزو رسنیو کې.

• ټولنې او وطن ته کار کول، تر سیاسي ملاتړ مه محدودوه او د دې کار په مقابل کې سیاسي ملاتړ هم مه غواړه. د دې کار ارزښت ډېر لوړ دی او په سیاسي ملاتړ یې بدلول کمعقلتوب دی.

• اړینه نه ده چې په هره رسمي او غیررسمي اداره کې خپل ملګری او شناخته ولري، څو ستا او ستا د ملګرو د کارونو په خلاصولو کې درسره مرسته وکړي

په وروستیو کې بیا درته وایم، د ټولنې په پېژندلو کې سخت تېروتلی وې، که ما په وخت نه وای پوه کړی، نو ځښته ډېرې غلطۍ به دې کړې وي. یو څو خبرې نورې هم شته، خو تا ته یې دلته ځکه نه لیکم چې هسې نه دا لیک بل چا ته په لاس ورشي، مشکل به درته جوړ شي. زه هیله لرم چې زما زده کوونکی به په راتلونکو پنځو کلونو کې دومره بدل شي، چې که یې زه وهم وینم، نو وبه یې نه پېژنم.

ستا ښوونکی

دا ښوونکی چې په نېمه شپه راڅخه لاړ، ۱۴۰۰-م لمریز کال ؤ، خفه شوم چې له خدای پاماني پرته راڅخه ولاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب