دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه جلال اباد کې ترافیکي پېښې ۸ تنه مړه کړل

په جلال اباد کې ترافیکي پېښې ۸ تنه مړه کړل

تاند(دوشنبه، د حمل ۱ مه) په جلال اباد ښار کې نن (دوشنبه) د نوي کال په لومړۍ ورځ په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د ترافیکو مدیر جواد شېرزاد رسنیو ته په استولو معلوماتو کې ویلي چې دا پېښه د ماښام شاوخوا شپږ بجې د شپږمې ناحیې پر حلقوي سړک وشوه.

د شېرزاد په وینا د یوه کرولا او ډاټسن د ټکر په نتیجه کې څلور ښځې، ۳ نارینه او یو ماشوم مړه شوي او یوه ښځه او یو نارینه ټپیان شوي دي.

ټپیان حوزوي روغتون ته رسول شوي او هیله شته چې ژوند ته یې خطر نه وي.

د ترافیکو مدیر وايي چې دا پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله شوې ده.

د موټرچلوونکو بې احتیاطي، تر ټاکلي حد زیاد سرعت، د لارو خرابوالی او د ترافیکي اشارو کموالی په افغانستان کې د ډېرو ترافیکي پېښو عوامل ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب