تاند:(دوشنبه، د حمل لومړۍ- نوروز) د طالبانو د واکمنۍ مرستيال وياند بلال کريمي ويلي چې د افغانستان د ملي بیرغ بدلیدو په اړه د هغه حکم کره والی څېړل کېږي، چې د طالبانو لوی مشر ملاهیبت الله اخوند زاده ته منسوب ګڼل شوی و.
څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ملا هیبت الله اخوند زاده ته منسوب دوه حکمونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول چې د طالبانو رييس الوزرا ته پکې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د ورکولو، د ملي ټلويزيون له ټولنیزو رسنیو څخه د ملي بیرغ د رنګونو د پاکولو او دغه راز له دریشۍ اغوستو څخه د ملي ټلويزيون د کارکوونکو د منع کولو امر شوی و.
د طالبانو له لوري د ملي ټلويزيون ټاکل شوي رييس او د طالبانو د وياند مرستيال احمدالله وثیق په هماغه ورځ د يادو حکمونو کره والی تایید او د عملي کیدو ډاډ یې ورکړ.
په هماغه ورځ د طالبانو له لوري د ملي ټلويزيون د ټولنيزو رسنيو له لوګو ګانو څخه د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه پاک او د دوی تبلیغاتي مبلغينو د ملي بیرغ په توګه د طالبانو د سپین بیرغ د اعلانولو خبر ورکړ.
په دې اړه له پراخو ولسي اعتراضونو وروسته د طالبانو بل وياند بلال کريمي ويلي چې ملاهیبت الله ته منسوب شوي دغه حکمونه څیړل کیږي، چې ريښتيا دي کنه؟
ځينو څارونکو ويلي، له دې وضعیت څخه ښکاري چې ملا هیبت الله اخوند زاده مړ دی او په نوم یې خپريدونکي حکمونه بې بنسټه دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني مرستيال هارون حکيمي د ځينو طالب سرچینو په حواله ويلي چې ملاهیبت الله نه شته او په نوم یې ځينې حکمونه له یوې پاکستانۍ وټس اپ شمېرې څخه طالبانو ته استول کیږي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو چارواکي سره له دې چې په هېواد کې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته په لومړي ځل په هېواد کې د سراسري او بېساري امنيت ټينګولو ادعاوې کوي خو د ملاهیبت الله اخوند د نه څرګنديدو دلیل امنيتي ستونزې بولي.
د ملاهیبت الله د موجودیت یا مرګ او ژوند په اړه ګڼ خلک شک لري.
نوموړی، چې د بلوچستان ایالت د یوې وروسته پاتې کلیوالي سیمې د جومات امام و، د طالبانو د پخواني مشر ملامنصور له وژل کېدو وروسته په کوټه کې د طالبانو مشر وتاکل شو.
له هغه وروسته چا د هيبت الله د لیدو په اړه څه نه دي ویلي خو طالبان کله ناکله ادعا کوي چې هبيت الله اخوندزاده د کندهار په یوه نیمه مدرسه کې ناببره څرګندېږي.
دا شی وجود نلري دا د ای اس ای منسوخ شوې فارموله ده او بار بار ترې استفاده کوي. امریکا ط الب ته هر څه پلاس ورکړل او فکر یې کاوه دا به انسانان شوي وي مګر ط البانو هر څه خپل بادار ای اس ای ته په ځولۍ کې ورواچول. زه نه پوهیږم ددې عظیمې او نه پریښودونکې غلامۍ راز به څه وي؟ خر هم چې د پردي پټي نه واښه وخوري او پرې وډبول شي بیا هغې خواته نه ورځي مګر دوی پاکستان بار بار وډبول، بې عزته او حتی بې ناموسه یې کړل، بندیان یې کړل او لاس تړلي یې امریکا ته وسپارل خو دوی پوه نشو. یانې دا چې په خر کې هم ددوی نه عقل ډیر دی.
پدې فرمانونو کې د هیبت الله نۀ نوم شته او نه لاسلیک ۔ د امیرالمومنین پر ځای د مشرتابه ټکی کارېدلی دی۔ پخوانیو فرمانونو کې یې هم امضأ نشته ۔
تاند به کله له شیطانی لاس واخلی؟
په والله بالله زه قسم خورم چی دا امرونه ټول د پاکستاني ” ای اس ای” لخواه دي ، او ملا هیبت الله څو کاله مخکی له منځه تلی، که امنیتی ستونزه وای، سراج الدین حقانی ته به وای چی لس میلیونه ډالره د هغه په سر باندی ایښودل شوې، زه پدی حیران یم چی پدی ټولو طالبانو کی یو ریښتینی افغان، او وطن دوست نشته چی ای اس ای دا دسیسه خلکو ته بربنډ کړي ، ولس ته دروغ ویل او د خلکو سترګو خاوری اچول د اسلام د مبارک دین د سپارښتونو پرخلاف کار ندی ؟؟؟؟؟؟؟
مګر لوی خدای ندی فرمایلی چې أعظم الخطايا عند الله اللسان الكذوب ، دوی له یوی خواه د اسلام دعوه کوي او زموږ د خلکو زرګونه کاله فرهنګی جشنونه یی پدی پلمه چی اسلام کی نشته بند کړ،( اسلام کی خو په الوتکو او موټرو کی سپریدل هم نشته ، دلته ولی د اوښ په ځای لوکسوګاډو او بوئینک طیاور کی سپریږۍ ) خو له بلی خواه دوی د اسلام بنیادی لارښونی تر پښو لاندی کوي او ولس ته حقیقت نه وائي . د خدای لعنت دی وي په طالبانو چی دخپل هیواد چی د ناموس او مور حیثیت لري واک او اختیار یی پاکستانی اس اس ای ته سپارلی دی .
ملا ثابته لکه چې غرۍ دې سخته سوځېدلې ده. سمه ده چې دا خبر به د عمران خان د خبر په شان ستاسو د ملي ګټو خلاف وي خو د یوه پردي وطن په برخه کې دې حد ته حساسیت نه دی درته پکار. په دې فکر وکه چې نن دی که سبا دی ستا عمران خان ته د بې باورۍ رایه ورکول کېږي.
خپل ملک سره دې کار لره.
هيبت او مامد ټول يو خيالي څيرې دي، ټول قدرت د پاکستان د سفير په واک کې له کابله پر مخ وړل کېږي. خدای خبر چې د پنجاب په واک کې د ط څه پټ راز ده چې تالب يې پر ضد خپل دريځ نسي روښانه ولی. شايد د تالب بې پرتوګه فيلمونه يې په جب کې ورته ساتلي وي چې لږ سر پورته کړي په جب کې ورته لاس تخته کړي…
زما دَ بدن هر سلول دا چىغى وهى چى:
ددې ډول او هر ډول فرمانونو دَ صدور دفتر د لندن د ستراتژىدکى – شىطانى مرکز په زىرخانو کى دئ.
“د خدای لعنت دی وي په طالبانو چی دخپل هیواد چی د ناموس او مور حیثیت لري واک او اختیار یی پاکستانی ای اس ای ته سپارلی دی”
امین
“زه نه پوهیږم ددې عظیمې او نه پریښودونکې غلامۍ راز به څه وي؟ “
بسم الله الرحمن الرحیم
سلیمان صاحب لیکلی چی امریکا طالب ته هرڅه په لاس ورکړل نه بابا دا خدای پاک په لاس ورکړل د طالب جان تیره دوره کی سړکونه ټول خراب و ښارونه کنډواله و جوماتو کی د اوداسه لپاره اوبه نه بیدا کیدی برق نه و خلک له لوږی مړه کیدل ، خو اوس هر طالب ته لله الحمد دوه دوه رنجر ورسیدل ډیر لوکس او مجهز دفترونه ورورسیدل هر دفتر کی کمپوترونه دی او ډیر قیمیتی اسبابونه پکی شته چی آن د پاکستان دفتروو کی نشته. ټول طالبان کرام اتیا زره دی او د اردو درنجر شمیر یولک او شپیته زره دی یعنی هر مجاهد ته دوه دوه رسیږی دا د خدای ورکړه ده د امریکا نده طالب باید له جمبوریت دوری ډیر خوشحاله اوسی او دعا ورته وکی او کوی یی هم
تبسم افغان
د طالبانو ډله باید د افغانانو و هویت ته جدي پاملرنه وکړي، او پر افغانانو دي خپل وروسته پاتي او چټل فکرونه نه تحميلوي.
طالبان یوه ډله ده، او یوه ډله به پاته سي، دوی پښتانه نه دي، دوی تاجک نه دي، دوی ازبک او یا له بل قوم استاځيتوب نه سي کولای.
خپل له تاجک او ازبک قومونو څخه غواړو، چي له دې فکر څخه په شا سي چي دوی فکر کوي واکمني د پښتنو ده، نه هیڅکله ده، پر افغانستان که واکمني راځي، نو ټول ګډونه واکمني به وي… د یوې ډلي او ټپلي به نه وي.
زموږ هویت واضح دی، زموږ درې رنګ بیرغ ملي دئ، او هیڅکله سپين بیرغ د ملي په نوم د منلو وړ نه وو او نه دئ، موږ ته د سپين بیرغ او جمعیت او حزب اسلامي ډلي بیرغ یو شان ته دي.
ملگرو په باد ولری چی د طالبانو اصلی دوښمنان پخپله همدغه خود سره ناپو جاهیله طالبان دي