Homeخبرونهپه هرات کې نښته، یو انسان تښتونکی وژل شوی او ماشوم ترې...

په هرات کې نښته، یو انسان تښتونکی وژل شوی او ماشوم ترې ژغورل شوی

تاند:(دوشنبه، د حمل لومړۍ- نوروز) په هرات کې د طالبانو امنيتي ځواکونو یو ماشوم د انسان تښوونکو له منګولو خوشې کړی دی.

ځایي چارواکو ويلي چې دغه ماشوم څو ورځې مخکې له هرات ښار څخه تښتول شوی و.

چارواکو ويلي چې د دغه ماشوم د ژغورلو لپاره د طالبانو استخباراتو عمليات کړي، چې پکې يو انسان تښتوونکی وژل شوی او د ماشوم د ژغورلو تر څنګ یو انسان تښتوونکی نیول شوی دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره د هېواد له مختلفو سيمو د انسان تښتونې پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي وو، خو په وروستيو کې یې د بیرته کموالي راپور ورکړل شوی دی.

مخکې د طالبانو د حقاني شبکې یو شمېر کسان هم په داسې پېښو کې په لاس لرلو تورن شوي وو، خو طالبانو دا ډول ادعاوې ردکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...