دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهفاروق وردګ هېواد ته د ستنېدو او خدمت لېوالتيا وښوده

فاروق وردګ هېواد ته د ستنېدو او خدمت لېوالتيا وښوده

تاند:(دوشنبه، د حمل لومړۍ- نوروز) ‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام يوه مهم چارواکي غلام فاروق وردګ چې له هېواده بهر دی، د بيرته ستنيدو ضمني تمايل څرګند کړی دی.

پر ښاغلی وردګ، چې د حامد کرزي او اشرف غني په کابینو کې وزیر و، د مالي فساد ګڼ تورونه هم ور پورې دي.

نوموړي په يوه اعلاميه کې د طالبانو د کابینې له لوري د بهر مېشتو افغان شخصیتونو د ستنولو کميسيون د جوړيدو هرکلی کړی او ویلي:«‏هېواد ته د افغانانو د باعزته ستنېدو او له دوی سره د اسلامي امارت د اړیکو د کمیسیون ایجاد د زړه له تله ستایم او د دې ابتکار هرکلی کوم.»

فاروق وردګ زیاتوي:«په حقیقت کې سیاسي ثبات، د نظام ټینګښت، د هغه موثریت، افادیت، استمرار، ملي او جهاني مشروعیت د همداسې سالمو او معقولو کړنو مستلزم وي.»

فاروق وردګ د افغانستان په اړه په ۲۰۰۱ کې د بن غونډې ته د طالبانو او د حکمتیار د حزب اسلامي پر نه بللو نیوکه کړې او دا دوه ډلې یې د هېواد «دوه لوی منل شوي جهتونه» ګڼلي دي.

خو وردګ، چې خپله هم د جمهوري نظام او په خاص ډول د حامد کرزي د ۱۳ کلنې ولسمشرۍ یو له اصلي او پريکړه کوونکو چارواکو څخه و، په دې برخه کې د خپلې ناغيړۍ او ملامتۍ په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې فاروق وردګ شاوخوا ۱۰ کاله مخکې د بي بي سي فارسي ټلویزیون له «به عبارت دیګر» خپرونې سره په یوه مرکه کې طالبان د پاکستان د موخو لپاره جنګیدونکي جنګیالي ګڼلي وو.

دا مرکه په دې پته ياد شوي ټلويزيون تېر کال يو ځل بيا پر خپلې یوټیوب پاڼې خپره کړې وه:

فاروق وردګ په خپله تازه اعلامیه کې په ضمني ډول له طالبانو دا هم غوښتي چې د « خدمت ګزارۍ» زمینه ورته برابره کړي.

فاروق وردګ له نورو بهر مېشتو افغانانو هم غوښتي چې هېواد ته د ستنېدو لپاره د طالبانو بلنه ومني.

نوموړي له طالبانو دا هم غوښتي چې پر خپلو ژمنو ودریږي او د دولتدارۍ لمنه پراخه کړي.

د فاروق وردګ او د طالبانو د يو شمېر نورو ملاتړو سياسي څېرو دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو کابینې په یوه بله پریکړه کې لوی څارنوالۍ ته د پخوانيو په فساد تورنو چارواکو د دوسيو د څېړلو امر کړی.

ويل کيږي چې فاروق وردګ هم د افغانستان په پوهنې وزارت کې د دندې پر وخت د خیالي ښوونځیو د لرلو  او له دې درکه د سلګونه میلیون ډالرو په جېب ته وهلو تورن دی.

نوموړي نه دي ويلي چې د دغو دوسيو له بيا سپړلو سره موافق دی کنه؟

2 COMMENTS

  1. Eventually most personalities who got unlawfully rich during previous regimes will take Talians offer and plan to return in order to save their loots. Politically it’s like one hand washes the other!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب