تکړه طنز لیکونکي او د تلویزونونو د تفریحي خپرونو چلوونکی مصطفی خیبر د ۴۸ کلونو په عمر د زړه په سکتې وفات شو.
مصطفی خیبر د افغانستان په څو ټلوېزیونونو او راډیوګانو کې د کار کولو کاري تجربه لرله.
نوموړی د لمر تلوېزیون د «ډنډورې» او ډډانډس» په نوم د خپرونو لپاره لیکنې کولې.
مصطفی خیبر پرون (یکشنبه) ناوخته د کابل په یو روغتون کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه.
د خوشحالی سمبول چی سکته وکړه، فکر وکړئ چی نور نو په دی وطن خوښي نده پاتی. اله پاک دی مغفرت ورته وکړی او فردوس جنت دی ورته نصیب کړی. پیغمبر مبارک فرمایلی هر چا چی د یو مسلمان پرشونډو مسکا خوره کړه لوی اجر لری. خیبر له پند ډکی لیکنی کولی او موخه یی اصلاحات و. د ده کورنی او دوستانو ته لوی اجر او د ایوب په شان صبر غواړو . پاک پروردګار دی د هغه قبر نورانی کړی