Homeخبرونهرایان کراکر، هر هیواد چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني بندیز...

رایان کراکر، هر هیواد چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني بندیز به پرې ولګول شي

تاند(دوشنبه، د حمل ۱ مه) په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر ویلي، هر هیواد چې د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني، د امریکا له لوري به پرې بندیزونه ولګول شي.

کراکر د امریکا غږ تلویزیون ته په مرکه کې وویل، که هر هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده لویه تېروتنه به یې کړې وي.

ده زیاته کړه، طالبانو تراوسه پورې هغه شرایط نه دي پوره کړي چې دوی ته د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره اېښودل شوي وو.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر ټینګار کړی، ځینې هیوادونو د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارلي او په دې توګه یې هڅه کړې چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي.

پاکستان او ترکمنستان په اسلام اباد او عشق اباد کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارلي دي.

همداراز چین راتلونکې میاشت د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د استازو غونډه وربللې چې د افغانستان په اړه د نورو مسلو ترڅنګ د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وکړي.

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي وویل، طالبان په نړۍ کې د خپل رژیم د رسمیت پېژندلو هڅې کوي خو دوی ته پکار ده چې لومړی داخلي مشروعیت ترلاسه کړي.

ده وویل، هغه حکومت چې وزیران یې د ملګروملتو په تور لیست کې وي، له نړۍ سره مناسبې اړیکې نه شي ټینګولی.

2 COMMENTS

  1. ته څوک یې دخر ې زویه ! لمړۍ مو ۲۰ کاله په جنګ کې مړه کړل اواوس بندیز هم پرې لګوۍ ! نالت په تاسو فاسدینو وحشیانو !!

  2. رایان کراکر عصبی او عقلی تکلیف لری امریکایی چارواکی دیی دغه بی منطقه او تقاعدی سړی ژر تر ژره شفاخانی ته واستوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...