پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونیوه خوږه خاطره «من لا له ی آزادم» استاد شپون

یوه خوږه خاطره «من لا له ی آزادم» استاد شپون

مجربه فارموله: که مو یو پښتو شعر یا نثر ولوست  نو ویونکې یې خامخا پښتون دی. که مو پاړسي لیکنه ولوسته نو ودې شي چې پاړسک لیکلی وي یا پښتون.

که چا په پاړسي درته وویل چې، پدرم ازقندار بود نو چوپاني قسم پرې خوړلی شې چې مدعي پاړسک دی.

  یو مثال یې د الفت دا نظم دی چې:

 یتیم است و جز شوق مردن ندارد

که عیداست و او نان خوردن ندارد

 ز پیرا هن پاره اش کس نپرسید

 ګرېبان اګر داشت دا من ندارد

 داسې ډېر پښتانه دي چې پاړسي شعر لیکي خو یو پاړسک هم ما نه دی لېدلی چې پښتو شعر ولیکي.

وړمه ورځ مې په خپل نوي لګولي سوغات، جادو کې ان د کابل له ملي تلویزیون نه د یوې تنکۍ نجلې په غږ کې د /من لا له ی آزادم/ سندره واورېده. دا ډېرو پخوانو سندرغاړو، لکه خیال، مهوش ، ساربان او هغه وزګوړغږي مددي هم ویلې وه خو د دې نجلۍ ښکلا به وه که یې پېغلتوب، که غږ، چې زه یې پیریانی کړم، د غني خان خبره په ما هم رښتیا شوه چې ویل یې: غني بد په ژړا ښکاري ، که نه ده به و جوړ کړی، له سېلاب د تورو او ښکو، اباسین دریاب یو بل.

ژمی و، د یوه ادبي کنفرانس دپاره نوي ډېلي ته تللی وم. په هغه کال داسې کوپاره یخني وه چې
هر سهار په کراچیو کې مړي ټولېدل. موږ ته یې په آشوکا

هوټل کې ځای راکړی و، استاد میرحسین شاه او پوهاند رښتین اصلي ګډون کوونکي وو، زه مازې رسمي ترجمان. خو زه چې هغه وخت نوی خط و برېت وم، په پړو هم نه ایسارېدم، لویه مقاله مې په انګرېزۍ بې د مشرانو له اجازې مجلس کې ولوستله. قریب یې ماقوفه کړی وم خو د خدای پزل و، ډېرو ګډ‌ونوالو راته لاسونه وپړکول، مشرانو چې دا ولېدل نو ویې بښلم، ګویا د سیالانو په ټغر یې پرېښودم، پروا نه لري چې د ټغر کوز سر و.

کنفرانس بین المللي و، بل یې آشوکا غوندې معتبر

هوټل کې جوړ کړی و، نو د هغې په مجلسونو کې د لالونو او جواهرو کمی نه و. زاړه شاه جهانیان ورکې و، پټېلیان، ذاکرحسینان، ابوالکلامیان، دا ټول یې په مجلسونو او لږ تر لږه د ډوډۍ په وخت حاضر وو، حتې هغه متیازخور مورارجی دي سای او د ګاندهي ګڼ شمېر همزولي هم لنګ وهلی چاټۍ چاټۍ کېدل (وروسته د آب حیات په نامه یو قسم شربت هم باب شو چې خلکو د موراجي دېساو متیازې بللې)

ځواني بې هغې هم د لېونتوب سکنی ورور دی او چې  وږسترګتوب هم ورسره مل شي نوبنده سروپ لېونی شي. د معتبرانو دې مجلس ته د نوي ډیلي ګڼ شمېر شاه صنمې راتلې، چې هرې یوې د بل سره په دې کې سیالي کوله چې د چا له غلبېل ساړي نه د سینو او لینګیو څو فیصده، د خدای به جاتې بهر راوتلی. زما اجل نیولي مینه خو په هرې راڼۍ ماتېده، سترګې مې ټولو ته څلور وې، خو ناڅاپه مې له شا چا په اوږه لاس کېښود، چې کتل مې، سترګې وې چې خدای په قلم روغې کړې وې، لکه دا چې عکاسه وي، کامره یې را ته سیخه کړې وي، همداسې کنګل وهلی پاتې شوم. خو لکه  د دې چې زما وارخطایۍ ته پام نه وي شوړی، چسپه برګړندي یې راسره وکړه. ځان یې راوښود چې «بربهجبت کاور مې نوم دی، ستا مقاله مې ډېره خو ښه شوه. » تر ما څو کاله مشره ښکارېده ، یو قسم خوروړې سترګې یې وې، د کوم عطر نرۍ وږمه ترې غوړاسکې غوړاسکې خپرېده، زما په خوار زړه یې پساتونه کول. رښتین او میرحسین شا چې د کوم هندو پنډت سره لږ لرې په بحث لګیا وو، کله په توبیخي نظر راته کتل، ورو ورو یې ورا زما خوا ته رابهېده. چې راغلل نو پربهجوت کاور یې را نه چور کړه، بېرته یې ترجمان کړم. چې ما زیګر د ورځې د ویناو لړۍ ختمه شوه، تیت و پرک شوو، موږ درې تنه افغانان بېرته خپلو خونو ته روان شوو، بیا مې پام شو چې بیبي صنمه مې څنګ ته راغله، په رڼا ورځ، د مشرانو په مخ کې یې لاس راکړ، ویې ویل، زه غواړم چې تا خپل کور کې مېلمه کړم. لطفا ماښام ته راشه. یو کارت یې راکړ، زما د مشرانو سره یې خدای پاماني وکړه، ما ته یې لنډه شېبه په خوروړو لیمو وکتل، خرامانه را نه ولاړه.

تره غونی ماښام مې د مشرانو نه اجازه وغوښته، هغوی په شک، په پېسخند او شیطانیزه خندا راکړه، خو زه پوهېدم چې رخه یې راباندې راغلې چې پوهاندان موږ یو، اصلي مېلمانه موږ یو، مېلمه کېږي یو سره خوله هلک! بهر مې رکشې ودرولې، هر یوه ته مې چې کارت ښوده ایسته به رانه روان شو. آخر کې په یوه زاړه سیکه واوښتم، چې کارت ته یې وکتل، د سپرلۍ سر یې را ته وښوراوه، کښېناستم. ښایسته شېبه د ډیلي په کږو تنګو کوڅو کې له مزل وروسته یوه لوی میداني ته ورسېدو. هره خوا پولیس ولاړ وو. رکشې والا کارت وروښود، پرې یې ښودو، بل ځای بل پاټک راغی، خو چې کارت یې کوت، په لاس یې رخصتولو. آخر کې د یوې لویې دروازې مخې ته ودرېدو. ورباندې په هندۍ او انګرزېزۍ لیکل شوي و، راشتراپتي بهاون. په مانا یې وروسته پوی شوم چې د جمهورۍ ریاست ارګ و، هیبت ناکه ځای و. سردارجی د وتلو اشاره راته وکړه، پنځه کلدارې مې ورکړې. کارت یې یوه پولیس ته ورکړ.نوره به یې نه اوږدوم خو ډله پولیسان وروسته وړاندې راسره روان شول، په یوه باغچه یې ننه ایستم چې هر پلو ګلان د یخنۍ له لاسه رژېدلی وو. هلته یې بل پولیس ته وسپارلم، هغه یوه اوږده دالان ته وخېژولم، څه مزل پس یې یوه دروازه وټکوله. نیمزاله هندوه راووتله، زما د نامه پوښتنه یې وکړه، بیا یې ننه اېستم. له ښایسته زیات مزل نه پس یې په بلې دروازې سیخ کړم. یو ډول ډار ونیولم چې څه راباندې کوی، خو د دې لوی سالون په مینځ کې پربهجیت کاور په خندا ولاړه وه. ما لاس وروغځاوه، خو هغې غېږ راته خلاصه کړه.

ساده مړۍ وه، غوښه نه وه خو قسم ًسم سابه، مستې، تاوده لاس سوزوونکې وچه ډوډۍ، نورمېوه باب او د خدای خواږه. بیا نو د چای په مېز مرکې ته کښېناستو. هغې وار د واره وویل چې ابراهیم صفا پېژنې؟ ما ویل خود یې پېژنم. د ناظر سفرخان زوی، کله کله شعر هم وايي ، څه موده بندي هم و. پربهجوت کاور وویل چې همدا صفا د لاله ی آزاد په عنوان یو شعر لري، په جېل کې یې لیکلی، هغه دې لوستی؟.

ماوویل، ولې نه ، من لاله ې آزادم، خودرویم وخود بویم+ در دشت مکان دارم، همفطرت آهویم. هغې وویل، همدا لاله زه یم، صفا دا شعر ما ته ویلی. زه هم شاعره یم، تخلص مې دی لاله. جېل کې یې ویلی، بیا یې ما ته ډالۍ کړ.

وروسته مې چې څېړنه وکړه، د دې دعوه رښتیا وه. مېړه یې شمشېر سنګه نومېده، چې په افغانستان باندې یې یو کتاب هم لیکلی. د شپې ناوخته دواړو په خپل موټر کې تر هوټله ورسولم.

 اوس په دې خبرې کالونه اوښتي خو لا مې هم د هغې کاته هېرنه دي. خو د دې لیکنې اصلي مدعا د صفا صیب شعر و او تر هغې مهمه دا چې ابراهیم صفا له مور او پلاره پښتون و، خو ټکې پښتو یې نه ده لیکلې.

زوی یې، موسی صفا چې همدلته د پوهنتون استاد دی هم وینا او هم لیکنې په پښتو کوي، دلته د افغانانو په کوم جومات کې امامتي هم کوي. څو ځلي مې د طالبانو په مجلس کې هم لېدلی و چې حداد ماما مېلمانه کړي وو.

1 COMMENT

  1. شپون صیب الله ج د اته واړه جنتونه په نصیب کړه . ډېره خوندوره لیکنه د چې هر سطر یې سړی ځان ته راکاږي ، اوس به څه کیږي او آخر یې ابراهیم صفا دري ژبي شاعر سره آشنا کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب