یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد تودولو او پخلي لپاره د ګاز پر ځای وړیا اکسیجن

د تودولو او پخلي لپاره د ګاز پر ځای وړیا اکسیجن

تاند(شنبه، د قوس۱۵) له ۲۰۲۰ وروسته به د بریتانیا په سکاټلنډ کې یو شمېر کورونو ته د طبیعي ګازو په ځای هایدروجن ورکړل شي چې د ګاز په ځای په پخلي او د کورونو په تودولو کې ورڅخه کار واخلي.

ایس جي این کمپنۍ، چې په بریتانیا کې طبیعي ګاز کورونو ته رسوي، غواړي چې په لومړي ګام کې په سکاټلنډ کې ۳۰۰ کورونو ته د طبیعي ګاز پر ځای هایدروجن ورسوي.

دا پلان به د سکاټلنډ په لونومت سیمه کې پیل شي.

دا کمپنۍ وايي چې له اوبو څخه د هایدروجن د جلا کولو لپاره یې فابریکه جوړه کړې ده.

په پیل کې به کورونو ته د ګاز پر ځای هایدروجن وړیا ورکول کېږي خو کله چې تر ۲۰۲۷ م کال پورې په ټوله بریتانیا کې دا طرحه عملي شي هاله به د ګازو په پرتله لږ محصول له کورونو څخه واخیستل شي.

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا د ګاز او برېښنا اداره د دې پروژې لپاره ۱۸ ملیون پونډه بودجه ځانګړې کړي. د سکاتلنډ حکومت هم نژدې ۷ ملیون پونډه دې پروژې ته بېل کړي دي.

د بریتانیا حکومت غواړي چې تر ۲۰۲۵ پورې د ګلتوني ګازونو خپرېدا صفر ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب