Homeخبرونهولسمشر غني: روغتیايي بنسټونه مو د خلکو اړتیاوو ته ځواب نه شي...

ولسمشر غني: روغتیايي بنسټونه مو د خلکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۷) افغان حکومت د کورونا د دویمې څپې د کابو کولو لپاره په بهر کې له مېشتو افغان متخصیصینو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په اروپا او امریکا کې له افغان طبي متخصیصینو سره د کورونا د دویمې څپې د کنټرول په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان صحي بنسټونه دمګړی د افغانانو غوښتنې ته ځواب نه شي ویلی او په دې برخه کې پراخ کار ته اړتیا ده.

هغه ویلي چې اوس هم د افغانستان روغتیايي بنسټونه د کورونا له دویمې څپې سره د مبارزې پوره وړتیا نه لري، خو دوی هڅه کوي د مرستندویه هېوادونو په همکارۍ په دې اداراتو کې ظرفیت لوړ او خلکو ته چوپړتیا ډېره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...