پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بشر حقونو خپلواک کمیسیون:د پوهنې وزارت پرېکړې د اندېښنې وړ دي

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون:د پوهنې وزارت پرېکړې د اندېښنې وړ دي

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۷) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د پوهنې وزارت پر خپلسرو کارونو نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییسې شهرزاد اکبر ویلي چې حکومت باید دیموکراتیکو اصولو ته په پام د ولس نظرونو او اندېښنو ته درناوی ولري.

د نوموړې په وینا پوهنې وزارت په دې وروستیو کې له خلکو او پوهانو سره تر مشورو پرته د افغانستان د تعلیمي سیستم او نظم په اړه خپلسرې پرېکړې کوي چې د اندېښنې وړ دي.

نوموړې د پوهنې وزارت دغه بېړني او له مشورو پرته اقدامات غندلي دي.

پوهنې وزارت په دې وروستیو کې لومړی د اسلامي تعلیماتو معینیت په ریاست بدل کړ او اوس یې تازه پرېکړه کړې چې په ځینو سیمو کې به زده کوونکي تر دریم ټولګي خپلې زده کړې په جوماتونو کې ترسره کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم دې مسئلې غبرګون پارولی او کاروونکي وايي چې جوماتونه د عبادت ځایونه دي او هلته دومره ماشومانو ته د تدریس امکانات نه وي.

1 COMMENT

  1. د بشر حقوق د شر حقوق دی! ایا دغه نصاب چی اوس په افغانستان کې روان دی مسخره دی او ټول فارغین مو بیسواده دی
    جومات تر دریم ټولګی پور په خینو خایونو کې غنیمت دی او ملا او ساینس سره نږدی کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...