د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه
لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
د اشتهادي عملیاتو مشروعیت چې مخالفان یې انتحاري عملیات بولي، په هغو مسایلو کې راځي چې سختې مناقشې پرې کېږي او ډېرې نیوکې ورباندې کېږي. مؤلف وايي چې دا نیوکې د دیني نصوصو «پر ظاهر د جمود» له وجې دي {!}، نه پر دیني نصوصو د غور او فکر له وجې [مطلب یې دا دی چې دا منتقدان یوازې د متن ظاهري اړخ او ظاهري معنا ته ګوري. ژباړن]. دا سمه ده چې دا ډول عملیات په همدې بڼه پخوا نه وو خو دې ته ورته عملیات چې په معنا او محتوا کې ورسره یو شان دی، په پخوا کې وو او مسلمانو فقیهانو تأیید کړي وو. د مؤلف په نظر، د دې ادعا د اثبات لپاره ځینې څو دلیلونه شته، مثلاً: یو یې د دښمن د صفونو په منځ کې د مسلمان جنګیالي د ورننوتلو جواز دی، په داسې حال کې چې یقین لري چې په دې حمله کې به خامخا ووژل شي او دا خبره له ګڼو آیتونو او حدیثونو معلومولی شو. دوهم یې د دښمن د صفونو په منځ کې د حملې او د هلاکت د خطر د قبلولو په اړه د علماوو اجماع، درېم یې د دې مشروعیت چې د خپلې دیندارۍ د ښودلو لپاره ځان خطر ته ورکولی شو. خو دا چې انتحار او ځانوژنه په اسلام کې حرام ګڼل شوي دي، علت یې هغه عوامل دي چې د دې کار تر شا پراته دي، ځکه چې په ځانوژنه کې اصلي عامل له ژوند څخه ناهیلي، د درد او رنځ نه زغمل، او داسې نور عوامل دي او دا له استشهادي عملیاتو څخه ډېر توپیر لري، مجاهد د خدای د رضا د حاصلولو او دښمن ته د ضربې ورکولو او د مجاهدینو د روحیې د قوي کولو لپاره استهشادي عمل کوي. (هماغه اثر: ۱۰۱)
که د حربي کافرانو وژل جایز دی، استنثا به هم په کې وي؟ مؤلف وايي: «ټول فقیهان او امامان په دې خبرې سره سلا دي چې د هر حربي کافر چې د جنګېدلو وس ولري، په نښه کول جایز دي، دا مهمه نه ده چې په جګړې یې لاس پورې کړی وي، که نه.» (هماغه اثر: ۱۱۹) په دې باب کې یوازې مېرمنې، ماشومان، له پښو غورځېدلي بوډاګان، په بستر کې پراته بیماران، راهبان او هغه مزدوران چې په جګړه کې دخیل نه وي، مستنثنا دي خو د دوی د وژلو په اړه هم اختلاف شته. اصل دا دی چې کافر مباح الدم دی، خو د دې کسانو قتل په دې ناروا دی چې دوی د مسلمانانو سرمایه او د ګټې وټې شیان دي او وژل به یې دا سرمایه تلف کړي. (هماغه اثر: ۱۴۷) نو هغه اصطلاح چې نن سبا د مدني یا غیر نظامي وګړو په نامه جوړه شوې ده او ویل کېږي چې په جګړه کې باید د هغوی له وژلو څخه ډډه وشي، په اسلامي شریعت کې اساس نه لري. (هماغه اثر: ۱۴۰) خو ان همدا استثنایی موردونه هم په خاصو حالتونو کې د وژلو جواز لري، لکه: شبخون (د شپې په تروږمۍ کې پر دښمن حمله کول)، یا له هغوی څخه د مسلمانانو په مقابل کې د ډال غوندې کار اخیستل. (هماغه اثر: ۱۵۷)
کله چې اصل د حربي کافرانو وژل دي «د خدای مجاهد بندهګان چې د هغه د کلمې د لوړولو لپاره جهاد کوي، حق لري چې حربي کافران په نښه کړي، ویې وژني او په هره وسیله چې هغوی وژلی شي، ورسره وجنګېږي چې ځمکه د هغوی له کثافته پاکه شي.» (هماغه اثر: ۱۶۳). که لازمه وي چې هغوی اور ته واچول شي یا په اوبو کې ډوب کړل شي، نو هېڅ مانع ورته نشته. (هماغه اثر: ۱۷۱) نو: «دا ثابته شوه چې په جهادِ طلب کې د حربي کافرانو په نښه کول او په هره وسیله د هغوی وژل مشروع دي، ان که د هغوی د وژلو وسیله ګڼ وژونکې وسلې لکه اټومي، کیمیايي او بیولوژیکي او داسې نورې وسلې وي، بیا هم هماغه خبره ده …» (هماغه اثر: ۱۸۷) که د حربي کافرانو د وژلو لپاره د داسې وسلو د کارولو په وخت کې، هلته د دوی په منځ کې مسلمانان هم وي، نو څه به کوو؟ مؤلف وايي: «بې له شکه، د بېګناه مسلمان وژنه مفسده {ناروا} ده، خو په داسې لویې مفسدې لاس پورې کول روا، بلکې لازم دي. دا په دې چې تر دې لویه مفسده، چې هېڅ مفسده تر هغې لویه نه ده، دفع شي او دا خورا لویه مفسده د جهاد تعطیل او ځنډول دي.» (هماغه اثر: ۱۸۹) د دښمنانو د وژلو په ترڅ کې د بېګناه مسلمانانو وژل ځکه روا دي چې: «شریعت بیان کړې ده چې دین تر سر او مال او عقل او عزت لوی دی، ځکه چې په پنځو اساسي ضرورتونو کې، دین تر ټولو لوی ضرورت او د ټولو ضرورتونو بنسټ دی.» (هماغه اثر: ۱۹۱) نو هغه مسلمانان چې دښمنان یې د انساني ډال په توګه کاروي، د هغوی وژل هېڅ مانع نه لري، بلکې که لازمه وي، ضروري هم دي (هماغه اثر: ۱۹۶) که له حربي کافرانو سره په جنګ کې د بېګناه مسلمانانو وژل جایز وي، په لومړۍ طریقې سره د دښمن د تأسیساتو او ملکیتونو ویجاړول او د هغوی د خاورو ورانول جایز دي، ځکه چې خدای د حشر د سورت په پنځم آیت کې اشاره کوي چې: “ما ترکتم من لینة أو ترکتموها قائمة علی أصولها فبإذن الله لیخزی الفاسقین” {یعنې د خرما څومره ونې مو چې پرې کړې یا مو پر خپلو ځایونو ولاړې پرېښودې، دا ټول د خدای په امر او غوښتنه وو او هغه غوښتل چې فاسقان خوار کړي} نو مجاهدانو ته د هر هغه شي د ورانولو جواز شته چې ممکن دښمن ورباندې قوي شي. (هماغه اثر: ۲۳۴) د کافرانو د اختطاف او تښتولو مشروعیت هم د توبه د سورې له پنځم آیت څخه څرګندېږي: “و خذوهم واحصروهم و اقعدوا لهم کل مرصد.” {او هغوی ونیسئ او محاصره یې کړئ او کمین ورته ونیسئ} د دښمن د مُثله کولو یعنې په ژوندوني یا تر مرګ وروسته د دښمن د بدن د ځینو غړو د پرې کولو مشروعیت د انفال د سورې په دولسم آیت کې بیان شوی دی: “و اضربوا منهم کل بنان.” {او ټولې ګوتې یې غوڅې کړئ} د کافرانو د سرونو د پرې کولو خبره هم په همدې آیت کې راغلې ده: “فاضربوا فوق الأعناق.” {نو پر اومېږونو یې وار وکړئ}.
که د جهاد د هدف د پوره کولو لپاره دغه ټولې چارې جایزې وي، له کافرانو څخه د اصلي دښمن په مقابل کې د مرستې اخیستل به څنګه وي؟ مؤلف وايي چې اسلامي شریعت موږ ته د دې کار اجازه راکړې ده خو خپل مشخص شرطونه او قیدونه هم لري. خو وايي چې د مرتدانو حکم له کافرانو سره توپیر لري، په تېره بیا هله چې مرتدانو غلیظ ارتداد کړی وی، دی وايي: «په بدترینو مرتدانو کې چې له هغوی څخه د مرستې غوښتنه حرامه ده، باطني فرقې لکه نصیریان، دروزیان، اسماعیلیان، قادیانیان، بهايیان، بابیان او نورې فرقې دي چې نومونه یې بېل بېل خو کفر او ارتداد او زندقه او له اسلام او مسلمانانو سره توره کینه یې یو شان دي.» (هماغه اثر: ۳۵۱) د اسلام په تاریخ کې د مسلمانانو هغه برخه چې د خوراجو او نورو متشددو بر خلاف، د آسانۍ پلویان وو او د مسلمانۍ د اثبات لپاره یوازې د کلمې تېرول ورته کافي ښکارېدل، خپلو مخالفانو مرجئه بللي دي او نیوکې پرې شوې دي. مؤلف په دې خبره کې د ابهام د لرې کولو لپاره وايي: «{د دوی په منځ کې} د نننیو مرجئهګانو غالیان (افراطیان) جهمیګري کوي او د دوی فاسده عقیده د دې سبب کېږي چې د خدای له دښمنانو سره دوستي او د خدای له دوستانو سره دښمني وکړي او د شرک او مشرکانو د بریالیتوب سبب کېږي، تر دې پورې چې له مؤمنانو سره جنګ او له کافرانو او مجرمو طاغوتانو سره سوله کوي، او په خپلو تاویلاتو سره په ښکاره له کافرانو سره مرسته کوي، دغه تاویلات که څه شی راښيي، نو د دوی لویه بدبختي به راوښيي…» (هماغه اثر: ۳۵۹) د هغو مسلمانانو جاسوسانو حکم چې کافرانو ته جاسوسي کوي، هم قتل دی. (هماغه اثر)
که په جنګ کې ځینې کافران اسیران شي، څه به کوو؟ مؤلف وايي چې د کافرو اسیرانو په اړه اصل د هغوی وژل دي او دا واجبه ده چې د کافرانو د شوکت تر ماتولو مخکې، هر یرغمل شوی کافر ووژل شي (هماغه اثر: ۴۲۳) «ځکه چې په اول سر کې سختې وژنې د دې لپاره وي چې د دښمن ځواک او شوکت مات شي او وروسته بیا د اسارت وار رارسېږي، او د دې کار حکمت څرګند دی، ځکه چې د جنګ لومړنی هدف دا دی چې پر اسلام بریدکوونکی او له اسلام سره جنګېدونکی ځواک باید لرې شي، په تېره بیا هله چې مسلمانان په شمېر کې کم وي او کافران ډېر، او د دښمن د هر جنګیالي وژل د جنګي قواوو په توازن باندې ښکاره اغېزه ولري.» (هماغه اثر: ۴۲۸) تر هغې وروسته بیا د جهاد رهبري «اختیار لري چې د اسیرانو په اړه تصمیم ونیسي چې ویې وژني، غلام یې کړي، جزیه ترې واخلي، د پیسو په بدل کې یې آزاد کړي یا ورباندې احسان وکړي او خوشي یې کړي.» (هماغه اثر: ۴۳۰) خو که کافر اسیران «هغه کسان وي چې پخوا مسلمانان وو او وروسته مرتد شوي دي، حکم یې بېل دی، ځکه چې دوی یا باید مسلمان شي او یا ووژل شي.» (هماغه اثر: ۴۵۵) او که مرتد داسې کس وي چې غلیظ ارتداد یې کړی وي، یعنې دا چې پر ارتداد سربېره یې اسلام ته سپکاوی کړی وي او له اسلام سره په دښمنۍ کې یې مهمه ونډه لرلای وي، ان که تر اسارت وروسته توبه هم وکړي، وژل یې مشروع دي. (هماغه اثر ۴۶۳) همدارنګه که د جهاد په مصلحت وي، حربي کافران په خاص ډول شکنجه کولی شو (هماغه اثر: ۴۶۸) همدارنګه «د حربي کافرانو جسدونه هر رقم چې مو زړه وي، ایسته غورځولی شو … ځکه چې حربي کافران په ژوندوني که حرمت نه لري نو کله چې د خدای د مجاهدو بندهګانو په لاسونو مردار شي، بې له شکه چې هېڅ حرمت به نه لري.» (هماغه اثر: ۴۷۶)
مخکې تر دې چې د قرضاوي لیدلوری راوسپړو، دا خبره به وکړو چې د ابو عبدالله المهاجز ټولې خبرې پر شرعي دلیلونو استناد لري او د مختلفو دورو د ډېرو فقیهانو پر نقل قولونو تکیه لري او هغه خپل شخصي نظرونه په ندرت سره په کې ځای کړي دي. د کمیت له پلوه، ویلی شو چې د ده د کتاب نوي فیصده نقل قولونه دي او یوازې لس فیصده یې پخپله د مؤلف نظرونه دي چې عمده نظرونو ته یې اشاره وشوه. خو، دا چې په دې مقاله کې د ده د ټولو استدلالونو لپاره ځای نه و، نو د هغه د نظرونو نچوړ چې د اسلام د تاریخ د ګڼو فقیهانو لیدلوري دي، را اخیستل شوی دی. (6)
نور شته