شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاحمد ضیاء مسعود: ولسمشر غني طالبانو ته د ۵۰ فیصده حکومت وړاندیز...

احمد ضیاء مسعود: ولسمشر غني طالبانو ته د ۵۰ فیصده حکومت وړاندیز کړی

تاند، دوشنبه د سنبلې ۳: د ولسمشر پخوانی مرستیال احمد ضیاء مسعود وايي، ولسمشر غني په دې وروستیو کې طالبانو ته د پنځوس فیصده ګډ حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني مرستیال احمد ضیاء مسعود په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، په داسې حال کې د زمري پیکان او کرام الدین کریم د نیولو امر شوی چې کابل ښار د طالبانو په محاصره کې قرار لري.

ښاغلي مسعود لیکلي: “د اشرف غني او پیکان مخالفت له هغه وخت څخه پیل شوی چې غني واک ته نه وه رسېدلی. غني په ۲۰۱۴ کال د خپلې کاري دورې په پیل کې له پیکان څخه شکایت درلود او د څو امنیتي غونډو پر مهال یې د هغه وخت د کورنیو چارو له وزیر علومي څخه غوښتنه کړې وه چې د پیکان موضوع یوې خواته کړي.”

مسعود زیاته کړې، زمري پیکان طالبانو سره په مبارزه او هغوی ته د سزا په ورکړه کې شهرت درلود او دغه کار د اشرف غني نه خوښېده.

د نوموړي په خبره ولسمشر غني په دې وروستیو کې طالبانو ته د پنځوس فیصده ګډ حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی.

هغه د حکومت له لوري د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خلاصون دغې ډلې ته یو امتیاز بللی دی.

مسعود ویلي کیدای شي طالبانو د ۵۰ فیصده ګډ حکومت د جوړېدو لپاره نور امتیازات هم ورکړل شي. خو طالبانو تر اوسه له اشرف غني سره د ګډ حکومت د جوړېدو وړاندیز رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کرام الدین کریم د نیولو لپاره تېره شپه په پنجشېر کې عملیات تر سره کړل خو د ځايي خبریالانو په خبره چې د ولسي خلکو د لاسوهنې له امله ناکام پای ته ورسېدل.

https://taand.net/%d9%be%d9%86%d8%ac%d8%b4%db%90%d8%b1%da%a9%db%90-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%81%d8%a7%d9%86%da%ab%da%93%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%af-%da%a9%d8%b1%d8%a7%d9%85-%d8%a7/

بلخوا د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان یې پرون یکشنبه په کابل ښار کې نیولی دی.

https://taand.net/%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d9%88%d8%b2%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%af-%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%87-%d9%86%d8%b8%d9%85-%d9%be%d9%88%d9%84%db%8c%d8%b3%d9%88-%d9%be%d8%ae/

3 COMMENTS

  1. ښاغلی ولسمشر اشرف غنی دې ولس او خلکو ته خواست وکړی، چه دغه د ښځو جنسي ځورونکی (کرا م الدین کریم) په زور او زبردستی سره ددغه څو تنو لنډغرانو سره یو ځای د قانون منګولو ته وسپاری. ځکه که دغه بدعمله سړی ونه نیول شی، کیدایشی په پنجشیر کی په ځینو غریبو پنجشیریانو فامیلونو ورته عمل اجرا کړی.
    د زمری پیکان نیول او محاکمه دحکومت کار دی. ضیاء مسعود یو بیسواده او بی سیاسته انسان دی، هغه ته څوک اجازه نه ورکوی چه د حکومت په چارو کی مداخله وکړی. ضیاء مسعود داسی بی واکه او ډارن انسان دی چه یوه میاشت د مخه خپلی کور ودانی دکور څخه شړلی وه، مګر دا څو ورځی کیږی چه د خپل اوښی(ربانی) په وسیله یی نیمګړی او نازکه سوله یا پخلاینه شویده.

  2. پنځوس نه چې سل سلنه وړانديز ورته وکړي هم يې منو ځکه چې دا وطن ستا د پلار نه دی طالبان تر تاسو ډېر حق لري، يو وار لږ ارامي راشي تاسو ټولو غلامانو سره به سخت حساب کېږي. ان شاءالله

  3. هغه دري متل دی چې وایی : خائین خایف است . خیانت کوونکی ډارن وي . د مسعودیانو واڼې تښتېدلي او مخ په پنجشیر ، خواجه بهاالدین او کولاب روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب