شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیه: حکومت د رسنیو څېړنیزو راپورونو ته...

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیه: حکومت د رسنیو څېړنیزو راپورونو ته پام نه کوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳) د يادې اتحادیې اجراییوي مسوول شعېب فنا وايي، د فساد مسايلو د رابرسېره کولو په موخه د رسنيو څېړنيز راپورونو ته د حکومت نه پاملرنه د اندېښنې وړ ده او دا د دې ښکارندوي کوي چې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې يوازې شعار ورکوي، خو په عمل کې ورته ژمن نه‌دی.

دی زياتوي، وړاندیز یې حکومت ته دا دی چې د رسنيو او د رسنيو د ملاتړ ټولنو له استازو سره دې يوه ګډه اداره رامنځ‌ته کړي، له دې سره به ټولو هغو څېړنیزو راپورونو ته رسيدګي وشي چې د فساد مسايل په‌کې رابرسېره شوي او دا به د دې لامل شي چې په راتلونکي کې نور ګټور او حياتي راپورونه هم توليد شي.

فنا ټينګار کوي، تمه لري چې حکومت یې غږ واوري، خو خبرداری ورکوي که بیا هم په دې برخه کې عملي اقدامات ونه‌شي، نو دوی به د رسنيو له استازو او ټولنو سره په ګډه راتلونکي ګامونه پورته کړي.

بل لور ته خبريالان په دې وروستيو کې څېړنيزو راپورونه ته د حکومت نه‌ پاملرنې ته اندېښمن دي او زياتوي، دا چاره یې کاري انګېزه زيانمنوي.

د پژواک خبري اژانس خبريال احمد سهېب حسرت وايي، هغه خبريالان چې په هېواد کې د مثبت بدلون راتلو او فساد مخنيوي په موخه څېړنير راپورونه جوړوي، تل د بېلابېلو کړيو لخوا ګواښل کېږي او هڅه کېږي چې د کار مخه یې ونيول شي.

دی زياتوي، د څېړنيزو راپورونو د جوړولو پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، د ټولو کړاونو په زغملو سره څېړنیز راپورونه جوړوي، خو په دې برخه کې د حکومت بې‌باکي بيا ناهيلې کړی دی.

عبدالمطلب فراجي بل هغه خبريال دی چې له ورته ستونزې سر ټکوي او زياتوي، د څېړنيزونو راپورونو د جوړولو پر مهال د حکومت اطلاع رسونې مسوولينو له لوري د کره مالوماتو نه شريکولو هم هغه ستونزه ده چې د ډېرو مودې راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي

نوموړی ټينګار کوي، په دې برخه کې بايد داسې مېکانیزم رامنځ ته شي چې له‌مخې یې د څېړنیزو راپورنو پايلې وڅېړل شي او د پايلو پر بنسټ یې اقدامات وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په فساد کې د يو شمېر حکومتي مسوولينو او ادارو د ښکېلتيا نه نيولی بيا له کرونا ویروس سره د مبارزې په بودجې او وچې ډوډۍ د وېش په موضوع کې د شوي پراخ فساد په تړاو ډېر څېړنيز راپورونه خپاره شول، خو
اندېښنې او نيوکي دا دي چې حکومت په دې برخه کې چپه خوله پاتې او هېڅ اقدامات یې نه‌ دي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب