یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريهوايې ځواکونه| جنرال دولت وزیري

هوايې ځواکونه| جنرال دولت وزیري

د وږي یا سنبلې درېیمه، د هیواد د هوايې ځواکونو ورځ ده، چې حکومت یې کله ناکله په رسمي او غیررسمي ډول لمانځي. د زړه له کومې د هيواد اتلو هوابازانو ته د دې وياړلې ورځې مبارکي وايم.

دوی ته په ژوند کې هیواد ته د چوپړ په لاره کې د سترو برياوو هيله کوم.

په نږدې تيرو وختونو کې کله چې توپچي او بیا ور پسې راکټي ځواکونه را منځ ته شول، دې ځواکونو ته به يې د جګړې د ډګر پهلوان ځواکونه ویل. اوس د ډیرو پرمختللو هوايي ځواکونو په رامنځ ته کيدو سره هوايې ځواکونه د جګړې پهلوان بلل کیږي، ځکه په هر ډول حالاتو کې کولای شي د دښمن پر ځواکونو برید وکړي حتی کولای شي د دښمن پر ستراتيژيکو هدفونو یرغل تر سره کړي.

د اتومي، کيمياوي او بيولوژيکي وسلو په حمل او نقل او استعمال کې هم ستر رول تر سره کولای شي.

له کله چې په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې امنیتي او دفاعي مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي، زموږ هوايي ځواک تر ډېره په خپلواکه توګه هوايي عملیات کوي، چې لاسته راوړنې هم لري.

زموږ وسله وال پوځ هم یو مهال په ډیرو پرمختللو هوايي ځواکونو سمبال و. هوايي، مدافعه هوايي، ترانسپورتي او اکمالاتي ټولګي يې لرل.

د زده کړو له پاره يې هم امکانات تر ډيره پورې رفع وه، هوايي ښوونځي او هوايې پوهنتون يې ښه فعال وو، چې پوره حساب مو ورباندې کولای شو.

د دښمن دې کور خراب شي، ټول يې لولپه کړل او په يوه پيسه په پاکستان خرڅ شول.

د يوې داسې ورځې په هيله چی هيواد مو پر خپل مټ متکي هوايې ځواک ولري تر څو په سيمه کې هم د پخوا په څير د سیالانو سره سیال شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب