یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفېروزالدین فېروز: حکومت د دې پر ځای چې دوی ستایلي وی د...

فېروزالدین فېروز: حکومت د دې پر ځای چې دوی ستایلي وی د خپلې رښتینولۍ قرباني کړل

تاند، دوشنبه د سنبلې ۳: د پلټنې ادارې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز او د یادې ادارې څلور پخواني او اوسني مرستیالان د کرونا وبا سره د مبارزې په موخه د ځانګړې شوې بودجې په حیف و میل تورن کړل او لویې څارنوالۍ ته یې ور معرفي کړل.

د پلټنې ادارې رئیس فېروز بشري دغه خبر د ولسمشر د حکم پر اساس د کورونا لپاره د ځانګړو شویو مصارفو تر ارزونې وروسته تایید کړی دی.

بشري وايي ددغو څېړنو په پایله کې د عامې روغتیا پخوانی وزیر، او ددغې ادارې یو اوسنی او درې پخواني مرستیالانو له واک څخه ناوړه ګټه پورته کړې او دوی یې د کورونا لپاره د ځانګړې شوې بودجې پر حیف و میل تورن کړي دي.

د هغه په خبره دغه کسان یې د نورو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل.

خو د پلټنې ادارې تر پرېکړې وروسته د عامې روغتیا پخواني وزیر فېروز الدین فېروز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له یو مفسد او ناکاره دولت څخه همداسې تمه پکار ده او د نور هېڅ تمه ترې نشي کولی.

نوموړي وايي خلک به هیڅکله د دوی صادقانه هلې ځلې هېرې نه کړي او په خبره یې حکومت د دې پر ځای چې دوی ستایلي وی د خپلې رښتینولۍ قرباني کړل او لویې څارنوالۍ ته یې وروپېژندل.

حکومت د کورونا ویروس د خپریدو وروسته ددغې وبا سره د مبارزې لپاره د پلازمېنې په ګډون ټولو ولایتونه ته بودیجه ځانګړې کړه، چې په دې برخه کې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شوي دي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    عجب! دا تیر ۵ کاله چې ډبل فیروز دین خان وزیر و، حکومت مفسد نه و ، اوس چې دوی سره احتساب کوي (چې باید له همغه اول نه چې له ایران څخه افغانان د کورونا له کبله راوشړل سول) دا تحقیقات له دوی او خصوصن د هرات صحي چارواکو سوی وای!؛ بیا هغه وخت چې د آکسیجن ماشینونه په پاکستان کې خرڅ شوی ول!! ا.د.ن….
    دلته زه صرف زما د دوه شهیدو !! ډاکټرانو هر یو (استاد د. عبدالحنان خوشحال صافی ؛ او د. الحاج همایون صافي ) چې د ناروغانو په خدمت کې ول د ضروري مراقبتونو نه رسیدل، او د آکسیجن ، غذايي موادو په کافي اندازه نه رسیدل او….. له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او ټول دوستان ېې په داخل او خارج کې په ویر او ماتم کینول.؛یادونهء کوءم.
    زما مقصد له دې حکایت واقعیت نه دا دی چې یو وزارت د خپل استاد او ډاکټرانو په ټشخیص او تداو ي کې ناغېړي وکړي نو عادي وګړي (البته د هر انسان ژوند د خدای تعالی یوه ډالۍ ده او هر ډول محافظت ېې پکار دی).
    او دا هم واقعیت دی چې فیروز خان او ډلې ټپلې ېې په غلطو راپورونو ورکولو سره له کورونا تجارت او سیاست او دوکانداري جوړه کړله . د سلهاوو ملیونه ډالرو او ملیاردونو افغانیو ، او د دوستو هیوادونو د مرستو باید ذره ذره احتساب وشي.

  2. لنډه دا چه څوک په دولت کی د لوړو مسؤلیتونو د پاره هڅی او کمپاینونه کړی او یایی کوی باید په دی هم خپل سر خلاص کړی چه باید حساب ورولو ته هم تیار وی، نور نو د صداقت او خیانت د یادولو سوال نه پیداکیژی ، دداسی خلکو ماضی هم خلکو ته معلومه ده چه څه یی کړی او ولی د خپلو یواور مخکی هم له دندو شړل شوی ؤ ، په سرعت سره وزارتونو او معینیتونو ته رسیدل هسی د افغانستان د پخوانی اداری فرهنګ د اصولو نه هم تیری دی او اوس هم وینو چه ماشینی چټکی رتبی او لوړ مسؤلیتونه درسته نتیجه نه ده ورکړی . البته د څارنوالی بی طرفانه او جدی تحقیقات به ددی کسانو خیانت او صداقت راوباسی . خو دا خبره درسته ده چه هغه عالیرتبه مامورین ددولت چه په فساد تورن دی ، ممنوع الخروج څه چه باید هم نظربند وی .

  3. په فساد کی ښکیل ټول عالیرتبه چارواکی او د لوړو امتیازاتو اخیستونکی مسؤلین چه ددولت په اجرائیه ، مقننه او قضایه برخه کی او همدا رنګه په امنیتی او دفاعی سکتور کی وجود ولری ، په مرکز اوولایاتو کی په سرعت د قانون منګولو ته وسپارل شی . او په عوض یی وړ او متعهد کدرونه ځای په ځای شی . ځکه ملت د حساب ورکولو او حساب اخیستلو شعار د یاده نه باسی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب