پاملرنه:
تر څو چې ولس په خپله له خپل ځان سره مينه او پر خپل ځان رحم ونه کړي، تل به د کړاونو سره لاس او ګریوان وي.
دا سمه ده چې قاتل، فاسد او لنډغر به ستا په ژبه خبرې کوي او ستا د کلي به وي، خو فکر ونيسه چې هغه نه ستا او نه د ټولنې دوست کیدای شي. د هغه له پاره وژل، چور، او فساد د ژوند لاره ګرځيدلی ده.
نن ما وهي، خو سبا ستا وار دی. ته زما پر وهلو مه خوشحاليږه، زه به ستا په وهلو نه خوشحاليږم، ځکه که په هره ژبه ګویا وي زما او ستا او د ټولنې ګډ دښمن دی. (( وژونکی، فاسد، غل او لنډغر د خدای دښمن او د شیطان ورور وي. د شیطان څخه ملاتړ د خداي سره دښمني ده. خدای دې موږ او تاسي ترې وساتي.))