یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: کرام الدین کریم باید څارنوالۍ ته حاضر شي او خپل...

امرالله صالح: کرام الدین کریم باید څارنوالۍ ته حاضر شي او خپل سپیناوی وکړي

تاند، دوشنبه د سبنلې ۳: امرالله صالح وايي د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د فراریانو په لېست کې دی چې باید څارنوالۍ ته حاضر شي او خپل سپیناوی وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې په پنجشېر کې د کرام الدین کریم لپاره تر سره شوي عملیات ناکام شول.

https://taand.net/%d9%be%d9%86%d8%ac%d8%b4%db%90%d8%b1%da%a9%db%90-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%81%d8%a7%d9%86%da%ab%da%93%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%af-%da%a9%d8%b1%d8%a7%d9%85-%d8%a7/

د هغه په خبره دغه عملیات په پنجشېر کې د سنګانه کلي اړوند سیمه کې تر سره شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند وایي چې دغه عملیات له ځايي چارواکو سره له همغږۍ پرته ترسره شوي او امنیتي ځواکونه د کرام الدین کریم په نیولو نه دي توانېدلي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې څو د پنجشېر ولایت او امنیه قومندانۍ سرپرستان کابل ته وروغواړي او ددغو تر سره شویو عملیاتو په هکله ترې پوښتنې وکړي.

هغه زیاته کړې چې د کوچنيو اهدافو لپاره د جرمي او حقوقي قضیو سیاسي کول د هغو کسانو لپاره شرم دی چې لویې ادعاوې کوي.

نوموړی وایي، ځینې کسان پنجشېر کې د کرام الدین کریم د نیولو عملیاتو کې ولسمشر غني، ارګ او خپله دی دخیل بولي، خو په خبره یې د هرې جرمي او حقوقي قضیې سیاسي کول د شرم خبره ده.

که څه هم امرالله صالح په دغه لیکنه کې د کوم چا نوم نه دی اخیستی خو وايي، یوې داسې ډلې چې هېڅ پلان نه لري په پنجشېر کې یې ورانکاره خلک ګومارلي او دا ولایت یې تر خپل واک لاندې راوستی دی.

نوموړي د پنجشېر له خلکو غوښتي چې د صحنې دغه لوی عکس ته په کتو د فراري یا داسې کسانو ترڅنګ ونه درېږي چې کوم پلان نه لري او خلک یوازې د شعارونو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني له عبدالله غوښتي وو چې کرام الدین کریم له پنجشېر څخه وشړي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%ba%d9%88%da%9a%d8%aa%d9%84-%da%86%db%90-%da%a9%d8%b1%d8%a7%d9%85-%d8%a7%d9%84/

3 COMMENTS

  1. د ولسمشر لمړی مرستیال ښاغلی امرالله صالح صاحب
    السلام علیکم!
    ښاغلی ایا دا وضعیت او کلتور به په ټول افغانستان کی خپور نشی، لکه څنګه چه په پنجشیر کی تر سره شو؟ هغه هم داسی جنایتکار چه د خلکو په ناموس یی تیری کړیدی. آیا د پنجشیر ځینی خلک په ریښتیا یو بی ناموسه ته پناه ورکوی؟ که ستاسی حکومت د نوموړی بیناموسه د ګرفتاری څخه عاجزه یاست، نو بیا مونږ ولسی خلکو ته اجازه راکړی چه دغه بی ناموسه او هغه ډلی پنجشیریانو ته چه د دغه بیناموسه ننګه کوی، وښایو چه د بی ناموسی او عزت غچ داسی وی.
    د پنجشیر علمأو، مشرانو او مخورو سپینګیرو څخه هیله کیږی، چه د افغانستان د رواجونو او ناموس په هکله د دغه بی ناموسه سړی ننګه کوونکو ته معلومات ورکړی. تر څو په راتلونکی کی بیا په ګیلو ګذارو او پړ ناپړ خبری ونکړو.
    والسلام

  2. ځانګړي ځواکونه چې کله د پښتنو پر سيمو عمليات کوي ټول وژني وايي طالبان وو پرون يې ټول محاصره کړي د بې ننګۍ ننداره يې وړاندې کړه دومره غيرت يو کې پيدا نه شو چې يوڅو لنډغر يې ويشتلي وای…..
    امرالله صالح ته دې يو څوک ووايي ګرانه دا ستاسو لمړی ځل نه دی چې لنډغري کوئ هغه مثنوي چې تا پښتنو ته وړانديز کړې خپلو لنډه‌غرو ته يې وښايه که لږ انسان او د انسان په څېر ژوند وکړای شي.

  3. افغان دولت پکار ده چې پنجشېر ولسوالۍ ته هر ډول خدمات بند کړي، د پنجشېر لنډه‌غر او لوچک خلک چې د خاينينو او قاتلينو دفاع ته راووځي نو پر دولت هېڅ ډول حق هم نه لری، خو فکر نه کوم چې داسې وشي ځکه بيا صالح خپه کېږي بيا نور محترم غله او لنډه‌غر خپه کېږي او غني مسکين د هغوی خپګان زغملی نه شي.
    دا خو پښتانه دي چې په هره چاودنه او چاپه کې شهيدان او ټپيان کېږي…..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب