Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه سمنګان کې د پستې حاصلات کم شوي دي 

په سمنګان کې د پستې حاصلات کم شوي دي 

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې د سمنګان ولایت په څه باندې ۴۲ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د پستې بڼونه جوړ شوي خو سږني حاصلات یې تر اوسه نږدې ۶۹ مټریک ټنو ته رسېدلي دي.    

ښاغلی رستمي د سې شنبې په ورځ تېر کال په دغه ولایت کې د پستې ۲۱۲ ټنه حاصل راټول شوي وو.

د نوموړي په وینا د سمنګان د پستې حاصلات سږ کال سيليو او ږلیو ځپلى دي.

ښاغلی رستمي وايي، له دې امله سلګونه کورنۍ د ګټې له يوې مهمې سرچينې بې برخې شوي دي. 

خو په خبره یې، دوی هڅه کوي چې په هېواد کې د پستې ډېر بڼونه جوړ کړي.

د یادونې ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په سمنګان ولایت کې د پستې پنځه زره او ۲۰۰ هکټاره کروندې جوړې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...