جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتورایرانیانو له یوه کلني نندارتون څخه څه باندې ۵ میلیونه کتابونه اخیستي

ایرانیانو له یوه کلني نندارتون څخه څه باندې ۵ میلیونه کتابونه اخیستي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا دویمه )  د تهران د کتاب د یوې میلې جوړونکو ویلي، چې د دغې مېلې له یوه نندارتون څخه تر ۵ میلیونو زیات کتابونه په فزیکي او انلاین ډول پېرودل شوي دي.

د نندارتون یوه مسوول علي رمضاني ویلی، چې په دغه نندارتون کې ټولټال د څه باندې ۴ سوه میلیارده ایراني تومانو کتابونه خرڅ شوي.

ایران د سیمې په هېوادونو کې له زیاتو کتاب لوستونکو هېوادونو څخه دی.

په افغانستان کې بیا د کتاب لوستنې دود کم رنګوالی له پخوا نه نقد شوی، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو، د اقتصادي ناورین شدت او له مجبورۍ د خپلو کتابتونونو لیلامولو ته د لیکوالو مجبوریدل د کتاب لوستلو پر دود له ډېرو ناوړه اغېزو یاد شوي.

1 COMMENT

  1. په طالبانو یی مه اړوی. هغه جی دمعارف غړی وو له کتاب سره علاقه نلری.
    دلیکوالو مشکل ووایاست چی په واهیاتو باندی اخته سوی وو. علمی کتابونه نه لیکل کیدل او دغربی کولو کتابونه به یی لیکل. اوس چی اسلام راغلی نو هغه کتابونه بازار نلری.
    علمی کتابونه باید وارد سی، ترجمه سی، او نوی علمی، ملی او اسلامی کتابونه ولیکل سی. بیا به بازار ته وګورو چی سمیږی او که نه. معارف باید دعلمیت دشهادتنامی په اخیستلو باندی دعلم دروازی ونه تړی. دولتی مامورین او شخصی شرکتونه باید دنوی علم دلټولو لپاره وهڅول سی. په دی صورت کی دعلمی کتابو پیدا کول او ویل او بیا عملی کول به دملت آرزو وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب