جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې تاجکستان سره مساوي لوبه وکړه

د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې تاجکستان سره مساوي لوبه وکړه

تاند:( سې شنبه ، د جوزا دویمه )   د افغانستان د ځوانانو شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالو په لړ کې خپله دویمه لوبه پرون مازیګر په  “TALCO ARENA” لوبغالي کې له تاجکستان هیواد سره ترسره کړه، چې د یو- یو ګول په کولو سره مساوي پای ته ورسېده.

د دې سیالي په لومړۍ نیمايي کې تاجکستان وتوانېده یو ګول ترسره کړي، په دویمه نمایي کې د افغانستان له خوا همایون امین وکولی شول، چې په ۴۸ یمه دقیقه کې ګول ترسره کړي. په پایله کې یو ټیم هم ونه توانېده، چې دویم ګول ترسره کړي او یاده لوبه مساوي پای ته ورسېده.

افغانستان د دې لوبې په ترسره کولو سره، له ازبکستان څخه وروسته د ۴ امتیازونو په لرلو سره په دویم ردیف کې دی.

افغانستان به خپله درېیمه سیالي چهارشنبه د غبرګولي پر درېیمه د افغانستان په وخت ۴:۳۰ بجې په “زسکا” لوبغالي کې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب