جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور: چین او قطر پر افغان نفتو او ګازو پانګونې ته...

شېخ دلاور: چین او قطر پر افغان نفتو او ګازو پانګونې ته لېواله شوي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا دویمه )   د طالبانو د کانونو او پټروليم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور وايي چين او قطر د افغانستان پر نفتو او ګازو پانګونې ته لېوال دي.

 د نوموړي وياند ویلي ،چې شېخ دلاور د دغو دواړو هيوادونو استازو سره په تېره يوه مياشت کې د نفتو د استخراج په تړاو کتلي دي.

د کانونو او پټروليم وزارت زياتوي، چې قطر غواړي د افغانستان تېل استخراج کړي او په دې برخه کې ښه تجربه لري.

له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين له طالبانو غواړي، چې بهرنيو پانګوالو ته د کانونو په سپارلو کې ملي ګټې په پام کې ونيسي.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي، چې د مسلکي کادرونو له لرلو پرته یې پر افغان کانونو لیلام شروع کړی، خو طالبان دا تورونه نه مني.

2 COMMENTS

  1. مولوي صاحب خپله خوله دې ماته شه چې په ټول افغانستان کې دومره ځای نه وو چې مو د چين له استازي سره په افغانستان کې کتلی وای. د متقي غوښتل پاکستان ته او هلته د تړلو دروازو تر شا د پاکستان تر نفوذ لاندې له چيني استازي سره مو خبرې کولې، نو چې ګاونډي مو پر نورو پلوري ولې دا خپل ځان پخپله په خلکو نه شو پلورلی.
    من تعلمني حرفا فهو مولائي
    دا معقوله مو ښه پر ځان تطبيق کړې ده.
    افغانستان کې به دومره ځای وي چې تاسې پکې له عربو، چينيانو او يا له نورو سره پکې ليدلی شئ او که نه وي، نو بيا څه ته دلته ناست ياست؟
    که چېرې مو خپله واکمني او خپل واک لرلی، نو د تاشکند له غونډې سره سم متقي ولې پاکستان ته وغوښتل شو؟ ايا همدې متقي په ازبکستان کې له چيني استازي سره ليدلی نه شول؟ موږ دېته څه اړتيا لرو چې پاکستان راکې پړی اچولی وي چې کله مو يو چا او کله مو بل چا ته ورغواړي؟
    تاسې ته څه حيثيت درپاتې دی؟

  2. اګر چې ما هم ستا په شان په افغانستان کې له انقلاب مخکې نجم المدارس مدرسه لوستې. بيا مې په اتيايمه لسيزه کې په پاکستان کې لوستې او اوس دلته په بهرنۍ نړۍ کې هم مدرسه لولم چې د مدرسې زده کړې مې لا خلاصې نه دي.
    حامد مير چې په ۱۹۹۵ ز کې له بې نظيرې سره د ملګرو ملتونو د پنځوسمې لسيزې نمانځنې غونډې ته تللی وو او هلته روبين رافيل له بط نظيرې سره کتلي وو او هغه ورته ويلي چې تاسې ولې د طالبانو ملامتړ نه کوئ. تاسې بايد د طالبانو ملاتړ له همدې ځايه اعلان کړئ چې بيا دا اوږده کيسه ده، خو د کيسې يوه برخه يې داسې وايي چې :
    She asked her dear minister Naseerullah Baber by the way in those days Shabqadar Musa was also part of the people party. But he was not in that play. So, when the interim minister asked to grief/breve me. Why Taliban are good for Pakistan?

    So, we reached to Pakistan and after two days another colleague of mine Nasrat Jawid so in the interim minister organised a BP for me and Nasrat Jawid and they explained that “we are using Taliban as the pipeline police.” We want a gas pipeline from Uzbekistan to Pakistan and there is nobody who can protect the gas pipeline. Because the government in Kabul the Northern Alline supported by the Indian and the Iranian and they may destroy the gas pipeline. So, it will come to/through in area where the Afghan Taliban can protect the gas pipeline so “that why we are promoting this militia that they will help for our economic interests.” So, then I said “OK”. “I would like to meet you now.”

    نصرالله بابر او امثالهم خو تاسې ته د ګاز نيلليکې د پوليسو په سترګه ګوري، نو تاسې د پاکستان اقتصادي پروژه او د هغې اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو لپاره ولې دا شل کاله د مذهب نوم جګړه وکړه؟ نړۍ خو تاسې پېژني او د حامد مير مرکه له هغوی سره شته او پاکستان افغانستان ته د خپلې يو مقبوضې سيمې په سترګه ګوري او داسې ګڼي چې افغانستان زموږ يوه فتحه شوې سيمه ده، نو نړۍ مو ولې په رسميت وپېژني؟ تاسې بايد اوس له ځانه وپوښتئ چې تاسې په رښتيا د مذهب د بريا لپاره جګړه کړې او که د بل څه لپاره؟
    د حامد مير مرکه دا ده چې دلته يې اورېدلی شئ.

    https://www.youtube.com/watch?v=tMn6otJ0VP4&t=189s

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب