جمعه, اپریل 19, 2024
Home+که دوام غواړئ نو نظام جوړ کړئ! | عبدالوحيد وحيد 

که دوام غواړئ نو نظام جوړ کړئ! | عبدالوحيد وحيد 

دا د علم او عمل نړئ ده. دا  د اوږدو مزلونو، لرې منزلونو، بريښنايي پرمختګونو او مصنوعي ځيرکتيا دوره ده. دا د ساينس، تخنيک معلوماتي تکنالوژي او د فضايي تسخیر په برخو کې د نوښتونو او رقابت پيړئ ده او دا په ساينسي برخه کې د زورورو لخوا د ساينس او تيکنالوژي په برخه کې د وروسته پاتې قومونو د لاندې کيدو سيالي ده. دلته دوستان او دښمنان تلپاتې نه، بلکې د ګټو په تله کې له تلل کيدو وروسته خپليږي او يا هم هر ځاى او هره لحظه بدليږي؛ دلته ريښتونولي او معيارونه يوازې شعاري بڼه لري، ديموکراسي او بشري حقونه يوازې د غرب استعماري حربې دي.

کله کله رامنځته شوې ناخوالې او ناپړيتو باندې به حساب نه کوو. اصلي خبره دا ده چې په يويشتمه پيړئ کې موجود نړيوال هژمونيکي سياستونه هم د بدلون په معرض کې قرار لري. د استعمار زړې نسخې له وخته تيرې شوې دي. ماډرن استعمار د ځواکونو په زور د هېوادونو  لاندې کولو پرځاى  د مرستو ترعنوان لاندې د پيچلو مالي رمزونو کوډونو او ترکيبونو په کارولو د نورو هېوادونو په اقتصادي شاهرګ باندي د پښو ايښودلو له لارې تحقق پيدا کوي. د توپک په زور د حکومت کولو او امتیازاتو ترلاسه کولو دوره په ختمېدو ده. نه ملا په هره دنده کې ځليداى شي نه انجينر د هر کار لپاره 

اهل ګرزيداى شي او نه هم ډاکټر له خاورې څخه د دفاع په سنګر کې ښه ښکاره کيږي.

شک نشته چې افغانان په انفرادي توګه ويښ او شجاعت لرونکي ولس دى خو کله چې خبره اجتماعي حيثيت ته ځي نو په تيرو پنځو لسيزو کې مو حالت د تاسف او افسوس وړ له له پريوتو او غورځيدو څخه ډک دى. نه مو د يرغلګرو په وړاندې د درنې قرباني په نتیجه کې د واقعي خپلواکي موخې ترلاسه کړې، نه مو د واک په سر د خپلمنځي جګړو د مخنیوي افتخار ومونده، نه مو يرغلګرو لخوا  زموږ ديني او ملي ارزښتونو ته د زيان رسولو په تړاو په ټوليزه توګه غبرګون وښود،  نه په تير حکومت کې د فساد د مخنيوي کې په ټوليز ډول خپل ملي مسئوليت ادا کړ او نه مو هم تير حکومت او طالبان د دوحې د تړون د محتویاتو په چوکاټ خپلمنځي سولې ته مجبور کړاى شول.

په يويشتمه پيړئ کې يقيناً د حيرت تعجب او تأسف ځاى دى چې  د افغانو انجونو په زده کړو باندې له ناروا بنديز څخه د دوه کاله له تيريدو وروسته هم افغان ولس ددغه ناوړه او ناروا عمل په وړاندي د ټولنيز غبرګون ښودلو ښه او ځلېدونکي شاليد نلري. زموږ د هېوادوالو د ښځينه بچيانو او خويندو په زده کړو باندې د ناروا بنديز ختمول له نړيوالې ټولنې څخه مخکې د افغان ولس جدي غوښتنه ده. ياد بنديز په هېواد کې د رڼاګانو مخنیوى او د جهالت په تيارو کې د ولس د ډوبولو هڅه ده. د همدغه ناوړه عمل په هکله  تر هر نوم او عنوان 

لاندې چوپه خوله پاتې کيدل هم زموږ شهامت نفى کوي. د پنځه زره کلن زرين تاريخ درلودلو دعوه کوو، د انګلیسي استعمار، شوروي يرغل او امریکايي اشغال د ماتولو وياړونه هم د ځان ګڼو، خو له جګړو څخه وروسته په نظام جوړولو کې پاتې راغلي يو او د وخت په ارزښت باندې د پوهيدو په تړاو لاهم سترې نيمګړتياوې لرو.

ښکاره واقعيت دى چې موږ مجبور نه يو چې د اوسني بن بست د ماتولو لپاره، له ټکني حالت څخه د راوتلو په موخه، د کورنۍ او نړيوالې انزوا د ختمولو په منظور له ديني ارزښتونو څخه د انحراف وکړو، يا کلتوري پولې ونړوو او يا هم سحر او جادو کولو ته مخه کړو، بلکې يوازې دومره مکلفیت لرو چې شخصيتونو او حيثيتونو ته د بشپړ درنښت او احترام په چوکاټ کې د يوه وروسته پاتې ذهنيت د جوړولو، په يوه ناوړه فکر باندي د بيا کتنې لپاره د مبارزې کولو، د يوه ناروا حکم په وړاندې د اعتراض کولو او د يوه منکر په تړاو د غږ پورته کولو لپاره  جرئتمندانه اقدام وکړو.

له امریکا، اروپا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو څخه د اقتصادي او سياسي امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د خپل ولس په ستوني کې د پښو ايښودلو او د خپل ولس د بيوسي، بې بسي او بېکسي چيغو ته د بهرنيانو د لمسونو او د اشغال د پاتې شونو عنوانونه ورکول منفور عمل او په هيڅ ډول د توجیه وړ سياست نه دى.

هغه حاکمان د خپل ولس د ملاتړ د دعوې کولو او هغه  هېوادونه له نړۍ سره د پرمختګ او د خوشحالو ولسونو په نړيوال رقابت کې سيالي نشي کولاى چې وګړي يې د هر هېواد په پولو،  سفارتونو په دروازو کې په کتارونو کې درول شوي او يا هم د نورو هېوادونو د پوله ساتونکو او د انساني قاچاق وړونکو مافيايي ډلو ترمنځ په ډزو کې ويشتل کيږي په سپيو باندې داړل کيږي سيند ته غورځول کېږي او وژل کيږي.

د افغانستان په ټوله جغرافيه باندې بشپړ تسلط درلودل، د يوه شخص لخوا په ټول هېواد باندې مرکزي حاکميت، له مشرتابه څخه د اطاعت ترشا پياوړى عقيدوي تړون او تر ټولو مهمه دا چې په مطلق ډول له ولسي ملاتړ څخه د برخمن او ننګونکي اپوزیسیون د نشتون له امله اوسنۍ حاکمې ډلې لپاره ګټور او په زړه پورې فرصتونه دي چې د خلکو په ارادو او د ملى مشارکت په ستنو باندي د ولاړ اسلامي نظام د جوړيدو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي. داسې فرصتونه د تاريخ په اوږدو کې يې کمساري او يا هم بېساري ګڼلاى شو. 

د تاسف مقام دى چې تيرو دوو کلونو په دوران د حاکمې ډلې کړنو ته په کتو داسې ښکاري چې په اوسني قيادت کې له شته فرصتونو څخه د اسلامي نظام د جوړيدو او هيواد د ابادي لپاره له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې د هوډ او ارادې  څرک نه ليدل کېږي. که حاکمه ډله  اسلامي نظام او په نظام کې د ديني علماو تلپاتې پياوړى رول غواړي، نو اړينه ده چې سملاسي د نظام د جوړولو پروسه پيل کړي. اوسنى جوړښت 

چې په هره برخه کې د ملا شتون حتمي ګڼل کېږي ستونځه جوړوي او په علماو باندي د ولس باور له منځه وړي. د داسې اساسي قانون ترتيب او په ملي منل شوي بڼه يې تصويب ته اړتیا ده چې موږ د ولسي  ارادو د تمثيل له لارې د داسې پاکو ژمنو او په فکري ارزښتونو باندي له سمبالو افرادو څخه رامنځته شوې منتخبې ادارې، بنسټونه او د واک د وېش هغه قانوني جوړښتونه ولرو چې موږ يې يوازې د شعار ترکچې پيژنو خو د جوړيدو په هنر باندي مو سرونه نه خلاصیږي. 

په اوسني حکومتى جوړښت،  انحصاري ذهنيت، کورنیو او بهرنیو تګلارو ټکنى حالت او د حکومتولي په برخه د ډېرو سترو نيمګړتياو د شتون له امله له لمر څخه روښانه ده چې دغه ډول حکومتونه په شاذ او نادر ډول تر ډېره وخته پورې پاتې کيداى شي، خو د افغانستان په سياسي ډګر کې په معيارونو باندي د برابر سياسي بديل نشتون د اوسني حکومت د بقا ضمانت د افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره له موجوده حکومت سره تعامل يوازنۍ لاره ده. شک نشته چې د خپل ولس او نړيوالې ټولنې د يو اړخيز تعامل په وړاندې د حاکمې ډلې لخوا د جمود او رکود حالت هم زيات دوام نشي کولاى او په مطلق ډول د ناهيلى توب په صورت کې د بديل رامنځته کيدل به حتمي او د فرصتونو له منځه تلل به زيانونه وزيږوي.

6 COMMENTS

  1. زما چه کله د جمهوریت چه اکثریت پکی د مادی د علم لسانس ، پي ام پی ،ماستران او دکتورا ن وو د هغوی فساد، لوپری او بی بندباری را په یاد شی نو ګنګس شم سوج مه پسی واخلی ….. وایم که بیا هغه شریر خلک په حکومت که را ګډ شی نو بیا هغه پخوا قصه شوه، نو زه یقینا دی نتیجی ته ورسيژم چه یره دا اوسنی حاکم، کلیوال کم سیواده ملا صاب تر دوی په مراتبو ښه دی. والله اعلم

    • سلامونه مې ومنئ شالو صاحب محترمه
      يقيناً د هغه متوفى جمهوريت يادونه چور غصب فساد متلاشي کيفيت او په نظام کې د داسې خلکو پراخ شتون چې هغه د چا خبره چې بيخونده غوندي ځوان وو د وطن يې نه وه هسې يې په شمله د پښتنو وغوليدم .
      دداسې خلکو شتون بوږنوونکي او ځوروونکي وه خو موږ تاسې له هغه او له ننني څخه هم ښه او د ړنګون پرځاى د سمون او بدلون لپاره مبارزه کوو

  2. زموږ محترم پوهان او لیکوالان هغه څه چي د مظلوم ملت په خیر ګڼی وړاندیز او توصیه کوی یی چي
    ټول د تعقل او تشکر وړ دی ځکه موږ له خپل علم او تجربی نه مستفید ګرځوی،الله متعال دِ په حسناتو کی ور اضافه کړی ۰
    د وروڼو د تبصرو او رایو تر څنګ باید اضافه کړم چي رسول الله صلی الله علیه و سلم معلم بشریت
    فرمایی ؛ که دوی طبقی خلک ښه وی ټول خلک ښه کیدی شی او هغه امراء او علما دی ۰
    بل ځای فرمایی ؛ فساد العالِم فساد العالٙم
    اسلام موږ ته د هر شی د ښې استفادی لار راښیی حتی د خپل ځان او اعضاوو صحیح کارونه ۰
    نو ځکه مومن ،وسله د ځان او وطن د ساتنی او دفاع لپاره کاروی خو غل او غاصب پدی وسله غلا او
    غصب کوی ، ظلم او تیرۍ کوی خپل او پردی وژنی ۰
    همداسی انجنیر ، ډاکټر،معلم،ملا ،وترنر ،پیلوټ او نور مفید او مضر لری ؛زموږ ژوندی تجربه به د ملا
    نه درته ووایم ؛
    د مزدورو کمونستانو په دور ځینی ملایان وو چي جاسوسی کوله او د ملحدینو په خدمت کی وو ، نه یواځي ملا بلکی میاګان او سیدان هم وو ۰
    همداسی ښه ساینسدان د بشریت په نفع او رفاه کار کوی خو داسی هم شته چي د بشریت په تباهی کی په مسابقه بوخت دی ۰
    هکذا سیاسیون ، د جهاد او امنیتی قواوو غله او میلیونران چي متاع قلیل باندی یی ځانونه ، سپیان د دنیا او آخرت وګرځول ۰
    همداسی د سید کیان فرقی سوابق وګوری او بل ژوندی غاصب منافق مثال یی د آیت ۰۰۰ حکومت تیری څلویښت کلنی دوری ته ځغلنده نظر واچوی د اسلام تر نامه لانده په اهل سنت کوم ظلم دی چي نه کیږی حتی زموږ پاکی اوبه هغوی ته نه ورکوی او د هغوی حق د میلیارد متر مکعبی ذخایرو له
    طریق نورو ښارونو ته دا څو لسیزی روانی او د حق آبه په شعار یی بل څوک نه هغه هم رئیس ایران
    یی غولوی؛یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم
    نو داسی ویلی شو چي ملا هم کافر و منافق لری او پدی حدیث مبارک یی لنډوم؛
    شرافت الانسان بالعلم والادب لا بالمال والنسب ۰

    • مننه ډاکټر صاحب محترمه
      هر څوک د خپل وس او توان په کچه مکلفیت او مسئوليت لري. دا ولس او دغه هېواد په موږ ټولو باندې حق لري چې د ښېګڼې لپاره ورته کار وکړو او د هغه څه په وړاندې خبره وکړو چې موږ فکر کوو د ولس او هېواد په زيان ده

  3. سلام
    پوهنتون یعنی څه، بوهنه اودبوهې جهان بینی څه وایی؟ دیوه هېواد ،نظام، سیستم اونظم په تعلیم استوار دی
    که اجازه دی داځل زه خبله تبصره دریاضی په اصولو ولیکم دلته اصلا اکس شتون نه لری چې دهغه لباره یو څه طرحه کړی. خکه تبه تیاره ده! کاشکې، دتاوما په خبره څوک پوه شی زه تاسره د سیانس په اهمیت کې موافق یم خوزموږ سیانس درې مخرجونو یا دګرامر په قانون درې «سیمی واولز »اداتو سم خراب ګړی دادرې مخرجه په واقعیت کې انسانان او یو تولنه تباه کوی ،اهلیت او شایستګی وژنی او له منځه یې وړی ، انصاف،عدالت او مساوات یی تخریبوی، فاصله او منا سب فرصتونه هسې سوځی دا درې واړه پهلاندط ډول کلیمو کې راڅرګندیږی :
    الف: فتحه زور/زبر
    ب: کسر زیر
    د: ضمه پېښ
    محصول یې مساوی دی پر حسد ، حرص او غرور/تکبر
    همدې فاکتورونو کې موږ یوخلی افغانستان له شل کلن نمایشی انتریم ګورنمنت « دبن ککړې معاملې» سره مخامخ کړ بیادڅه لباره دادومره بن بست کرکه اوسرتمبګی اوخودخواهی ،بغض نفرت اوکینه ،طاوتی نغارې مو چالان کړی، تاسې ګوری چې په یوه اسلامی هېوادکې ښخه «فضا » ته لېړدول کیږی خو برخلاف بل اسلامی معصوم ملت یونوپای نظام کې دښخې پر ابتدایه زده کړو قیود اګاهی لګول کیږی خلاف دالله دحکم اولورونې. دې ته وایی عمکرد او علیا دریځ !!!!!!کور مو ودان خوښ اوسی.
    همت صاحب جزاک الله:شرافت الانسان بالعلم والادب لا بالمال والنسب

    • سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

      ستا له نظر سره په بشپړ ډول موافق يم خو دومره چې د معلوماتي تيکنالوژي په علم سمباله نړۍ کې د چل ول دوکو او فريبونو تاکتیکونه ډولونه او ترکيبونه هم بدل شوى دي. زموږ په ټولنه کې د منافقت د سمبولونو لا هم هغه زاړه تاکتیکونه چلوي خو هغه اوس ايکسپاير شوي دي.
      موږ متأسفانه که نور هم ويده پاتې شو نو روښانه او روڼ راتلونکې ته انتظار به مو وخت ضایع کړي .
      بيا هم مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب