پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د طبیعت سمفوني | غني حسن

د طبیعت سمفوني | غني حسن

د مازیګر ژړ او خاموشه لمر د ماښام غیږي ته پنا وړي، تاسي په دې وخت کي یوه ارامه، په زړه پورې منظره تصور کړئ، چي اسمان د نرم ګلابي، نارنجي او ارغواني رنګونو سره په رنګونو رنګ سوی دی، لکه لمر چي په نرمۍ سره پر افق باندي لویږي او هوښیاري وریځي ئې په سستۍ سره تر څنګ تیریږي. ستاسو پرمخامخ د وحشي ګلونو یوه متحرکه ساحه ده، د دوی رنګونه له طلايي ژړ څخه نیولې تر ژورو بنفشي رنګونو پورې دي. هوا د دوی د دې نازک، نرم او خوشبویه بوی څخه ډکه ده، یوه ارامه فضا ئېرامینځته کړې ده.

لږ لیري یو ارام سیند دئ، د هغه نرمي څپې د اسمان ګرم رنګونه منعکس کوي او په سیند کي یو کوشنۍ کشتۍ د ساحل غاړي ته درومي د ماڼوګر د اوبو د اړولو او د څپو ږغ یوه بله ارامه موسیقي جوړه کړې ده.  دلته یوه ښکلې ونه د سیند پر غاړه ولاړه ده، اوږدې څانګې یې په هوا کي دننه سوي دي، تر دې وني لاندي، د لرګیو یوه ارامه چوکۍ ده او دا کرسۍ تاسو ته بلنه درکوي، چي راسئ او د یوې شیبې لپاره ارامۍ ته غاړه کښېږدئ.

تاسي په هغه څوکۍ کي ناست یاست، که ګورئ چي ستاسو بل لوري ته یوه کیږدۍ او کورنۍ مالوميږي د دوی پسونه، رمې او ښایسته وریان د میدان په شاوخوا کي څرول کیږي، یو کوچی تنکی ځوان خپله شپیلۍ راباسي فضا په یو ښکلي سُر سره پوښي، د موسیقۍ بله نغمه هوا ته جګیږي. یوه کوچۍ د سیند غاړي ته روانه ده، په څنګ کي ئې خاورین لوښی اخیستی او د ماهیګیر له ځایه تازه ماهیان راوړي.دلته د خوښۍ او ښکلا هره صحنه لمسولای سې. تاسو وګورئ چي سویان په نڅا دي او د مرغیو چیغهار او چڼهار او د لیري د ابشار ږغ د طبیعت ارامه سمفوني رامینځته کړې ده.

تاسي اوس ژوره ساه واخلئ او خپل شاوخوا په ارامۍ احساس کړئ. دا ښکلی انځور د طبیعت ښکلا پوښي او د ورځني ژوند له بوختیا څخه مو د ارامۍ ټال ته ټیل وهي. ژوند او طبیعت په رښتیا ښکلی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب