یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسجاپانیان تر ټولو کوچنی الوتونکی موټر جوړوي

جاپانیان تر ټولو کوچنی الوتونکی موټر جوړوي

تاند- جاپاني متخصصان د یوه داسي الوتونکي موټر پر جوړولو کار کوي چې د نړۍ تر ټولو کوچنی الوتونکی موټر به وي.

ټاکل شوې ده چې دا موټر تر ۲۰۲۰ کال پورې جوړ او بازار ته راووځي.

په همدغه کال به توکیو د المپیک او پاراالمپیک سیالیو کوربه وي.

د جاپان د بلید رانر موټر جوړونې کمپنۍ په نړۍ کې تر ټولو د کوچني الوتونکي موټر پر جوړولو نژدې ۳۷۶ زره ډالر پانګونه کړې ده.

دا موټر ۱ متر او ۹ سانتي اوږدوالی او یو متر او ۳ سانتۍ پلنوالی لري.

په جاپاني ویبپاڼو کې د دغه موټر په اړه ویدیو خپره شوې او په هغې کې لیدل کېږي چې درې ټایرونه، یو انجن او څلور روټرونه لري.

دا موټر به په هوا کې په هر ساعت کې ۱۰۰ کیلومتره سرعت لري.

همداراز ویل شوي چې دا موټر د الوتکو په شان الوتلار یا رنوې ته اړتیا نه لري ځکه چې پر مځکه په عمودي ډول کښېني؛ په عین حال کې دا موټر پر سړکونو د عادي موټرونو په شان چلېدای شي.

دا ویدیو د تویوتا د الوتونکي موټر ده

د جاپان تر ټولو کوجني کورونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب