پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهقانعهوايي ژمنې او درواغجن سياستونه/ عصمت قانع

هوايي ژمنې او درواغجن سياستونه/ عصمت قانع

زموږ په سياسي کلتور کې اوس چل او فرېب ته ډيپلوماسي وايي او د عوام الناس خطا ايستل او غولول د کامياب سياست په خصوصياتو او عمومياتو کې شامل افعال او اقوال دي.

زما مشرقي وال انډيوال پخپله مخصوصه لهجه کې وايي، چې درواغجن ګړ او له فرېبه دک کړ ته د سياست جوله او قواره سکڼل شوې ده او همدې ته سياست ويل کيږي.

د خان علين مکان حضرت خوشحال خان خټک دستارنامه بس د سياست قاعده ی بغدادي ده، چې د يوه افغان سياستوال د کرکتر نقشه په کې رسم شوې ده.

خو د افغان فرهنګ د سياست اخلاقي اصولو پر خلاف اوس جاسوسي، درواغ او د قدرت ګدۍ ته د ځان رسولو ټول منفي او بداخلاقو غورځو پرځو ته خلکو د سياست نوم او هويت ورکړی دی.

خدای دې د هلمند د ناوې حاجي عبدالعلي خان اکا د جنتونو سردار او مشر کړي، په پېښور کې يې د جهادي رهبرانو د درواغجنې وعدې او له فرېبه ډکې  نخرې ليدلې وې، يوه ورځ يې د کندارۍ ښوروا فرمايش راته وکړ او غرمه يې د ښوروا پر دسترخان باندې د جهادي مشرانو له درواغجنو وعدو او شيطاني کارنامو سر راته وټکاوه.

حاجي خان اکا د پېښور د رهبرانو ټولۍ ته د باغني او باغران د درواغجنو ټوکيانو د ټولۍ او ډلې د شباهت په باره کې کيسه راته وکړه، چې ټکی په ټکی مې په په ياد ده.

حاجي خان اکا ويل، چې د هلمند د باغني او باغران په غرنۍ سيمه کې ژمی ډېر سوړ وي، کله کله خو يخه او سايبريايي هوا هر څه منجمد او ځای پرځای يخ کړي. د سېلاوونو د کال په ژمي چې غالباً ۱۳۴۷ هـ ل کال به وو، په باغني او باغران کې سخت يخ ولګېد، ساړه دومره زيات شول، چې څوک به د کور له نغري څخه د باندې نشوای تللای. د سارا د ګيدړانو او شرموښانو په رګونو کې روانه وينه يخ ځای پرځای ودروله، خلکو د يخ او ساړه موسم له افت څخه د خلاصون په نيت اسخولاتونه ((الصلواه)) شروع کړو.

په همدغه کال کې د دريو بېلابېلو کليو درواغجنو ټوکيانو يوه له بله سره د درواغو مقابله شروع کړه.

يو يې د پسرلي په موسم کې دعوه وکړه، چې سږکال زموږ په کلي کې داسې سوړ ناورين راغی، کله چې به له کوره را ووتواو نفس به مو وکيښ، يعني ساه به مو و ايستله، نو ساه به مو سړه واوره شوه او سړپ پرځمکه به ور وغورځېدله.

دوهم يې ويل، چې ستاسې په کلي کې خو ساړه دومره سخت او له شدت سره ملګري نه وو، ساړه خو زموږ په کلي کې وو، کله چې به مو دا تش جواب چای کولو نو يو دم به مو د جواب چای د وتلو په نل پورې جامده نيزه جوړه شوه او بيا به مو ماته کړهاخوا به مو وغورځوله.

دريم درواغجن چې د يوې بلې سيمې وو، په کټ کټ وخندل او دوو نورو ته يې مخ ورواړاوه او ورته کړه يې، چې وای ساده ګانو ستاسو په سيمه کې ساړه دومره شديد نه ووساړه او يخ بادونه خو زموږ په کلي کې وو، داسې له ناورين او غضب څخه ډک ساړه وو، چې له مخې حيا کله چې به مو په کوټه کې پسکه واچوله، نو چې له کولمو به راجلا شوه، د کوټې په غولي به د توپ ډنډې د ګيند په څېر ورغړېدله او چې کله به مو د نغري څنګ ته توده او ګرمه کړه، نو تيزززز به يې شو وابه لوته او پرواز به يې وکړ.

 د حاجي خان اکا په وينا د پېښور د جهادي رهبرانو ژمنې، وعدې، سياستونه او زعيمانه مانورونه ټول چې د ريښتيا له تودوخې سره مخامخ شي، نو والوزي او پرواز وکړي.

په پېښور کې اتحادونه د اسلامي حکومت د جوړولو لوزونه او تعهدات د عمري عدالت د تامين هوډونه ټول د باغني او باغران د ټوکمارو د ابتکاري او نوښتګرو درواغو تمثيلي نمونې او سمبولونه وو.

په پېښور کې شاعر محمد حسين غمګين د رهبرانو په درواغجنو وعدو پورې تبصره کوله او ويل به يې، چې د رهبرانو تنظيمونه د باړې د مارکېټ دوکانونه دي او بل شی نه په کې خرڅيږي، يوازې او يوازې درواغ دي، چې په پرېمانه اندازه بازار ته عرضه کيږي او دغه درواغ هم له بهر څخه راځي، چې ټکي او لفظونه يې د افغانستان په ترمينالوژۍ او ژبني فرهنګ کې له پخوا څخه نه موندل کېدل او د جهاد له پيل څخه له ريالونو، ډالرو او پونډو سره سم د افغانستان حريم ته راننوتل.

اوس اوس چې يوځل بيا انتخابات راروان دي، د درواغو نوي پرفوزلونه جوړ شوي دي او تېرو تجروبو ته په کتوسره جهادي رهبران يوځل بيا د عمري عدالت له ژمنو او وعدو سره په مارکېټ کې د نويو سوداګانو او معاملاتو لپاره دلالۍ ته چمتو او اماده ښکاري.

استاد سياف وايي، چې د چاپلار يې نشي شل کولای، مګر مجاهدين يې شل کولای شي.

د ديراوت ړوند ملا د پېريانو له ځالې پيغامونه ورکوي، چې  د ناتو له وتلو سره سم به اسلامي حکومت جوړيږي، داسې اسلامي حکومت چې ګل او ګلزار به جوړ کړي، خو د ملاصاحب حافظه هم ړنده ده او د ديارلسو کاله مخکې فاجعه يې هېره ده.

له بلې خوا ګلبدين حکمتيا صاحب هم ميدان ته راوتلی دی او په نوې لوبه کې يوځل بيا د زړو درواغو پرتابلو باندې صافه تېروي او غواړي، چې په قلم، چمن او زرداد باندې د عمري عدالت پروژه تطبيق کړي.

د شمال مجاهدين خو هسې هم د جهاد او مقاومت په فلسفه کې د ايران توران اورنګ او فرنګ جاسوسي د اسلامي حکومت د قيام او قوام يوازينۍ لاربولي.

خو بيا هم له جفاګانو خوړين زړونه چغې وهي، چې

رهبران يې خرڅوي پر سوداګرو

خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو

څه خبر ياست چې په کوم لوري موبيايي

چې روان ياست په ګډا او په سندرو

لاجنون مې ددې خلکو ناپخته دی

لا عمل کړي په وينا د لنډغرو

4 COMMENTS

  1. السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته ۰۰۰۰۰ محترم قانع صاحب خدای دی دیر عمر در کړی / موږ او تا سو ندی سره لیدلی خدای ج وکړی یو زل له نږدی هم سره و ګورو چی دافغانستان دجوړی او فیا وړ تیا فه هکله سره خبری وکړو رشتیا چی زموږ محترمو مشرانو او واکدا رانو دیری وعدی زموږ هیواد والو ته ورکړی او یوه یی هم عملی نکړه ۰ خو قا نع صا حب زموږ دا سر بدال افغا نان به کله فو هیږی چی نو ر دا دی د ر واغو وعدو فسی لاړ نشی او دزان لفاره داسی یوه لار ه انتخاب کړی چی وطن جوړ کړی ۰ او بل دا چی موږ ستا تبصیره ولولسته دیر یی بیا وخندولو او دو عا موهم در ته وکړه خدای ج وکړی هغه سوک یی هم ولولی چی سوک ددی قیصی مصداق وی خو دغه رهبران او اعوان یی عبرت هم نه اخلی خدای تعا لی خو دی تول توفکی وا لوزوی او فه اخر کی مو بیا تو جو غواړو چی دا قوم فوه کړو تر سو شه ته شه ووای او بد ته بد ۰۰۰۰۰ او هر چا فسی خیزکی ونه وهی ۰۰۰۰ والسلام

  2. سلامونه.د محترم قانع صاحب لیکنې ډیری ښې اوټولې له حقیقته ډکې دی.خدای تعالی دې لا زیات توفیق ورکړی چه وطن اوملګرو ته او خلګو ته خذمت وکړی.آمین.
    راځم د مولوی صاب عبدالله خان تبصرې ته.محتوا یی ښه ده خوته او خدای مولوی صاب ټولی پ ګانی که په ف ولیکو پښتو نه به فارسو اوپاکستان نه به فارسثتان جوړ شی؟ که څنګه؟.ګورئ ستاسی دا موبیلګی:فیاوړتیا ؛فوهیږی؛فسی؛لفاره؛توفکی؛فه؛فوه؛
    او ځینی نوری املایی غلطۍ لکه:زل=ځل؛زان=ځان؛سوک=څوک؛سو=څو…
    په بښنې غوښتو سره ،خدای مو دعاګانې او دواګانې قبولې کړي.آمين ثم آمین. په ټوله پښتني مینه

  3. Thanks Qani saeb but you forgot to refer to the Narco leader and his team who have lost Baghni and Baghran to the soldiers of blind Mula now.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب