چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د بغلان د ۲۲ کاله پخوا زلزله

د بغلان د ۲۲ کاله پخوا زلزله

تاند- له نن څخه ۲۲ کاله پخوا د ۲۰۰۲ د مارچ په ۲۵ مه د افغانستان په شمال کې یوې سختې زلزلې، چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې و، په شمالي ولایتونو په تېره بیا بغلان ولایت کې تر ۱۸۰۰ ډیر کسان مړه کړل.

د دې زلزلې، چې د ماښام په ۷ بجې او ۲۶ دقیقې وشوه، شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۱ و.

د امریکا د جیالوجیکي سروې پر اساس د دې زلزلې مرکز د کابل په شمال کې کابو ۱۶۰ کیلومتره لرې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې و او له کبله یې ۱۸۰۰ تنه مړه او ۴ زره نور ژوبل شول. همداراز دې زلزلې د بغلان ولایت په نهرین او شاوخوا سیمو کې  ۱۵۰۰ کورونه ونړول.

د دې زلزلې له کبله شاوخوا ۲۰ زره تنه بې کوره شول. دا زلزله د افغانستان په شمالي ولایتونو او همداراز پاکستان او تاجکستان کې احساس شوه.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د زلزلې پر کرښو یا رګونو پروت دی او هر څه موده وروسته له مرګونې زلزلې سره مخامخ کېدای شي خو له دې سره سره نه خلک او نه هم حکومتونه د زلزلې په وړاندې د مقاومت لرونکو ودانیو جوړولو ته پام کوي.

په ۲۰۲۲ کې سختو زلزلو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې تر زرو ډیر کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب